• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

کمال خان څوک و او ولې یې په نوم یو ستر بند نومول شوی؟

نظام خپلواک، د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

نظام خپلواک، د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره نظام خپلواک، د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
۷ مرغومی/جدی ۱۳۹۹ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۰ [t_time:1609055463]

کمال خان چې یو وطندوسته افغان و، سلګونه کاله وړاندې یې په نیمروز ولایت کې ژوند کاوه. هغه د نورو افغانانو په څېر هیله درلوده چې د هلمند سیند مهار او مدیریت شي، څو د نیمروز خړې دښتې لکه جنت ښېرازې کړي او د هېواد زر (اوبه) نورو ته وړیا و نه بهېږي او تر څنګ یې د دې سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه په داسې حال کې چې نه خلکو باور کاوه او نه یې له ده سره مرسته کوله، د خاورې او لرګیو په واسطه، د دې ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ یو بند جوړ کړ چې نسبي اوبه یې مدیریت کړې او د هغه په وسیله شاوخوا ځمکې زرغونې شوې او د سیستان ښکلا یې لا پسې زیاته کړه چې دا بند بیا د هغه په نوم ونومول شو.

ګوډ تیمور د لښکرکشۍ پر مهال پر دې سیمه برید وکړ، کمال خان یې پر وړاندې راپورته شو چې له بده مرغه په پایله کې یې د هغه نږدې ملګري شهیدان او یاد بند له منځه لاړ.

په دغه جګړه کې یاد بند ویجاړ شو، له هغه وروسته د دې خاورې یو بل خواخوږي، سردار محمد داود خان تکل وکړ چې د کمال خان ارمان له سره تازه کړي او پرېکړه یې وکړه چې یاد بند به له سره رغوي، خو له دې اقدام سره سم د غويي یا ثور په اوومه چې په داود خان کودتا وشوه دا ارمان یې له ځان سره ګور ته یوړ.
خو د کمال خان د خوب ريښتیا کېدو لپاره لا هم ګامونه استوار دي.

له کلونو ځنډ وروسته د جلالتمآب محمد اشرف غني د کلک هوډ او د انجنیر خان محمد تکل په پياوړي مدیریت او تکل، يو ځل بیا د کمال خان بند کار پيل شو چې په دې سره د چارو پيل کېدو سره سم یو شمېر کورنيو او بهرنيو مخالفانو ټکان وخوړ، ځکه دوی د کمال خان بند په ارزښت پوهیږي او درک کړې یې ده چې د کمال خان بند رغول، د دې هېواد پر ځان بسیاینې ته څومره ګټوره پروژه ده.

همدې ارزښت ته په کتو د هېواد جمهور رئيس محمد اشرف غني لخوا د دې بند رغنیزې چارې له اوږد ځنډ وروسته د درېیم ځل لپاره پيل شوې، خو له نږدې مودې وروسته یې د یو شمېر حقوقي ستونزه له امله چارې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې.

خو کله چې انجنیر خان محمد تکل ته د اوبو او انرژي وزارت چارې وسپارل شوې، د کجکي، شورابک، مچلغو، دهنه درې، دهله، پاشدان، شاه و عروس، شاه توت، منوګي او… په ګډون یې د کمال خان بند چارې له سره پيل کړې، اما د کمال خان بند پروژه یې د کارونو په لومړیتوب کې ونیوله. نوموړی هر کله دا یادونه کوي چې “کمال خان د افغانانو، ملي شتمني او غرور دی. دا د سردار کمال خان او سردار داود خان لوی ارمان و، د دغه خوب ريښتیا کول زموږ د ټولو ګډ مسؤولیت دی.”

کمال خان بند چې د هېواد نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې موقعیت لري. د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې یو له سترو پروژو څخه ده چې د اوبو مدیریت، برېښنا تولید، د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د سېلابونو مهار او خلکو ته د کارموندنې په موخه جوړېږي چې ۹۵ سلنه رغنیزې چارې یې بشپړې شوي او په نږدې راتلوونکي کې به د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس انجنیر خان محمد تکل لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کمال خان بند له بشپړېدو وروسته، ۲۷۸۸ میلیونه متر مکعبه اوبه مهار کوي؛ ۵۵ ملیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي؛ ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي او د ۹ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري.
ولې د کمال خان قبر او هدیره له خپل ځای څخه بل ځای ته ولېږدول شوه؟

د دې خاورې مئین کمال خان چې د وطن په لار کې شهید شو، د سیمې خلکو د کمال خان بند خواته خاورو ته وسپاره، خو کله چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې انجنیرانو لخوا د کمال خان بند سروې او ډيزان ترتیب شو؛ د کمال خان قبر د بند د کاسې په سیمه کې راغی، دا چې د اوبو ذخیره کولو وروسته دغه سیمه ډنډېده؛ نو انجنیرانو اړینه وبلله چې له ویجاړېدو وړاندې هدیره باید بل ځای ته ولېږدول شي، ځکه د هېواد اتل کمال خان او نورو هېوادوالو قبرونه زموږ لپاره د عبرت او وطندوستۍ یادګارونه دي. هماغه و چې د بند چارو بشپړېدو سره سم د جمهور رئيس په هدایت او د سیمې علماء او مشرانو په لارښونه پرېکړه وشوه چې د کمال خان قبر او هغه موجوده هدیره باید له خپل ځای څخه بل ځای ته ولېږدول شي.

د یو ګډ کاري ټيم په جوړېدو سره د نيمروز ولايت د ملي شخصيت او د کمال خان د بند بنسټ ايښودونکي کمال خان مقبره او د نورو هېوادوالو هدیره د کمال خان د اتم پښت لمسي تر څنګ د نیمروز ولایت مقام، ولایتي شورا استازیو، چهاربرجک ولسوالۍ علماوو، قومي مشرانو، د مدني ټولو او ځوانانو له چاربرجک ولسوالۍ څخه د ولايت مرکز ته ولېږدول شوه چې ډېر ژر به د کمال خان د قبر چارې پيل او په مرمرینو کاڼو ښکلې او ودانه شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یونیسف: هر ماشوم حق لري چې روغ او له پولیو خوندي لوی شي
ټولنه

یونیسف: هر ماشوم حق لري چې روغ او له پولیو خوندي لوی شي

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792845754]
جبري راستنېدنې؛ پرون نږدې زر افغانان هېواد ته راستانه کړل شول
خبرونه

ملګري ملتونه: پاکستان په یوه اوونۍ کې ۵۱۷ افغانان نیولي دي

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792841543]
په افغانستان کې د برېښنايي کثافاتو زیاتوالی؛ د بیا کارونې او پروسس د معیاري سیستم نشتوالی اندېښمنوونکی دی
راپورونه

په افغانستان کې د برېښنايي کثافاتو زیاتوالی؛ د بیا کارونې او پروسس د معیاري سیستم نشتوالی اندېښمنوونکی دی

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792840852]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.