• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ولې باید «اوربند» د آجنډا لومړنۍ موضوع وي؟

ليکنه: وحيد پيمان، ژباړه: محمد عزيز پردېس

 ليکنه: وحيد پيمان، ژباړه: محمد عزيز پردېس ليکنه: وحيد پيمان، ژباړه: محمد عزيز پردېس
۲۴ ليندۍ/قوس ۱۳۹۹ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۰ [t_time:1607924675]

قطر ته د سفر په ترڅ کې، د حکومت او طالبانو مرکچي پلاويو سره په ګڼو لیدنو کې مې دا پوښتنه مطرح کړه چې آيا د سولې خبرواترو په لړ کې به دواړه خواوې په يو جامع اوربند هوکړه وکړي؟ د حکومت لوري ټينګار درلود چې دا موضوع به پخپله آجنډا کې، د لومړنۍ غوښتنې په توګه درج کړي؛ خو د طالبانو پلو بیا ټينګار درلود چې اوربند به د سولې خبرو اترو يوه آجنډا وي!
د حکومت او طالبانو له مرکچي پلاويو د ټولو هيله داده چې اوربند د دوی ترمنځ د سولې مذاکراتو لومړنۍ آجنډا واوسي.
خو واقعيت دادی چې تر دې دمه د افغان دولت لپاره اوربند، د غوښتنو د لېست په لومړي سر کې ځای لري او دغه مورد بیا د طالبانو لپاره د لېست په پای کې دی.
د حکومت ستراتېژي داده چې د اوربند په ټينګېدو له طالبانو سره ډيپلوماتيکو خبرواترو ته دننه شي او په ټول کې طالبان دې ته اړ کړي چې حکومتي جوړښت ته داخل شي؛ خو د طالبانو ښکاره ستراتېژي داده چې د جګړې په ډګر کې، د جګړې په ډېرېدو سره، د مذاکراتو پر مېز خپلې ګټې خوندي کړي. د حکومت ستراتيژي د عامه افکارو او نړيوالې ټولنې له لوري په طبيعي توګه ډېر پېرودونکي لري. خو پوښتنه داده چې د طالبانو ستراتېژي تر کومې اندازې په دوحه کې، د نوې رامنځته شوې کړنلارې او طرزالعمل سره په ټکر کې ده؟ آيا نړۍ د سولې له هغو خبرواترو ملاتړ کوي چې اوربند له ځان سره لري او که له هغو مذاکراتو چې تاوتريخوالی له ځان سره لري؟
دمګړی، په نړۍ سربېره، افغانان هم په دوه لارې کې دي؛ هغوی له دوو احتمالي راتلونکو سره مخ کېدونکي دي؛ جګړه او نه پاي ته رسېدونکی تاوتريخوالی، يا هم د تلپاتې سولې په لور سوکه پرمختګ.
تر دې دمه په افغانستان کې د جګړې لا زیاتېدل، د جګړو د ښکېلو خواوو ترمنځ او په ځانګړي توګه د طالبانو په وينا او چلند کې څرګند درز ښکاره کوي. په داسې حال کې چې دواړه خواوې د سولې خبرې کوي؛ خو د جګړې په ډګر کې د يو او بل پر وړاندې جنګېږي. هغه جګړه چې دې ته په کتو سره چې حکومت بیا بیا پکې د اوربند غوښتنه کړې، خو په عامه افکارو کې بيا هم انګېرل کېږي چې طالبان به تاوتريخوالي ته دوام ورکړي.
د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۳مه د ملګروملتونو عمومي سرمنشي آنتونيو ګوترش د نړیوال اوربند غوښتونکی شو چې غړو هېوادونو ته اجازه ورکړي له کورونا ويروس سره د مبارزې ته پاملرنه زیاته کړي. د افغانستان په ګډون شاوخوا ۷۰ هېوادونو ددې وړانديز ملاتړ وکړ.
پر دې سربېره د افغانستان ګڼ شمېر ګاونډي هېوادونه هم په افغانستان کې د اوربند غوښتونکي شول. ايران د يوې بيانيې په خپرولو، د ملګروملتونو د غوښتنې په اساس، په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه. ايران په افغانستان کې د طالبانو په ګډون د جګړې له دواړو غاړو سره، دوه اړخيزې او نږدې اړیکې لري.
په همدې ترتيب، چين له ټولو خواوو وغوښتل چې د «د ملګروملتونو د عمومي سرمنشي نوښت او نړیوالې ټولنې هيلې ته ځواب ورکړي او مخامخ جګړه ودروي او هېواد او خلکو ته لومړيتوب ورکړي».
اروپايي ټولنې هم د ملګروملتونو عمومي سرمنشي له غوښتنې سره جوخت د يوې بيانيې په صادرولو سره د چټک او بشردوستانه اوربند غوښتنه وکړه. هغه ټولنه چې د افغانستان په بيارغونه کې اساسي رول لري او دوام يې د هېواد د ثبات لپاره مهم دی.
همدارنګه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان (OIC) هم د «د فوري او تلپاتې اوربند» غوښتونکی شو. د (OIC) هېوادونو سياسي ملاتړ او په ځانګړي ډول د اسلام سپېڅلي دین د متولي په توګه د سعودي عربستان او د طالبانو د سیاسي دفتر د کوربه په توګه د قطر ملاتړ، د اوربند د ټیکاو لپاره ځانګړی اهميت لري.
طالبانو په تېرو وختونو کې د تاوتريخوالي درېدو، د اوربند ټينګښت او له افغان دولت سره د مخامخ خبرواترو لپاره د نړيوالې ټولنې ټولې غوښتنې، غونډې او فشارونه په آسانۍ سره رد کړي او جدي يې نه دي ګڼلي.
طالبان اوس په ټوله مانا د څو کلونو پخوا طالبان نشي اوسېدلای. هغوی اوس په افغانستان کې پر عمومي افکارو سربېره، دمګړۍ د نړيوالې ټولنې له ډېرو فشارونو سره مخ دي. هغوی بايد د سولې په مذاکراتو کې بريا ته د رسېدو لپاره، اوربند د خپلو پروګرامونو په لومړيتوبونو کې راولي.
د نړیوالې ټولنې پر فشارونو سربېره، بسنه کوي چې طالبان د قطر د مذاکراتو کاري کړنلارې يا طرزالعمل ته ژمنتيا ولري. دغه ژمنه طالبان دې ته اړباسي چې اوربند وکړي، خو څنګه؟
د قطر په مذاکراتو کې د حکومت او طالبانو پلاويو هوکړه کړې چې د دوحې هوکړه لیک بايد د خبرو بنسټ وي، د افغانانو غوښتنې په پام کې ونيول شي او همدرانګه د ملګروملتونو د پرېکړه لیک او د اړخونو ارادو ته درناوی وشي او په پام کې ونيول شي.
د دوحې له هوکړه ليک پرته چې د تاوتريخوالي پر کموالي ټینګار لري، درې نور موارد؛ د ملګروملتونو پرېکړه ليک، د افغانانو غوښتنې او لږترلږه د يوه لوري اراده؛ پر اوربند باندې ټينګار لري. د دوحې کړنلارې ته ژمنتيا دواړه لوري دې ته اړ کوي چې د ملګروملتونو پرېکړه لیک، د افغانانو غوښتنې او د يو او بل ارادې ته درناوی وکړي. دا درې واړه بهیرونه پر اوربند او د سولې مذاکراتو په ترسره کېدو ټينګار لري.
د جګړې دوام به د دوحې مذاکراتو له کړنلارې سره په بشپړه توګه په ټکر کې وي.
که طالبان جامع، سراسري او نامحدود اوربند ته حاضر نشي، نو د مذکراتو دوام به بې ګټې وي. په طبيعي توګه په هغه وضعيت کې چې تاوتریخوالی دوام ولري، نو د سولې مذاکرات به په هېڅ ډول هراړخیز ملاتړ خپل نکړي.
څرګند مثال يې د تاوتريخوالي د کموالي د اونۍ په لړ کې پايلې ته د مذاکراتو رسېدل ؤ. د تاوتريخوالي کموالی ددې سبب شو چې امريکا طالبان، د يوې تقریبا پوځي ډلې په توګه په رسميت وپېژني او له هغوی سره يو لوی سياسي تړون لاسلیک کړي. که طالبانو د تاوتريخوالي د کموالي پرځای خپلې ترهګريزې تګلارې ته دوام ورکړی وای، نو دا به لرې وه چې نسبي سياسي مشروعیت پيدا کړي او يا امریکا ورسره د سولې رسمي تړون لاسليک کړي؛ په دې معنی چې سياسي غوښتنو ته رسېدل يوازې د خبرواترو له لارې شوني دي او هېڅ یوه ډله، د جګړې او زور له لارې بشپړې بريا ته نه ده رسېدلې.
که طالبان غواړي د افغانستان په سیاسي واک کې رول ولري، باید د يوې جګړه ييزې او جګړه غوښتونکې ډلې پرځای، د افغانستان په زيرکو سياسي لوبغاړو واوړي.
اوس چې د افغانستان حکومت او له حکومت سره د همکارو هېوادونو له لوري، د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره ټول ګامونه پورته شوي دي، اړتيا ده چې طالبان هم خپله کړنه وښيي او یو جامع سیاسي هوکړه ليک ته د رسېدو لپاره، پر تلپاتې اوربند فکر وکړي.
دغه اوربند به د سولې مذاکراتو د برياليتوب لپاره ترټولو غښتلی ملاتړ وي. پرته له دې به هېڅ له لوری د جګړې په دوام سره، د تلپاتې ثبات په لور اراده ونکړي.
پکار ده چې د حکومت مرکچي پلاوی د لومړنۍ آجنډا په توګه، طالبانو ته د اوربند وړانديز وکړي. دې وړانديز ته د طالبانو غبرګون، هم د مذاکراتو د دوام، هم د نړۍ او هم د افغانانو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.