د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي ویلي کییف لېواله دی چې راتلونکی کال د ديپلوماتیکو خبرو اترو له لارې له روسیې سره روانه جګړه پای ته ورسوي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، زېلنسکي شنبه د نومبر پر ۱۶مه له یوې اوکرایینۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې جګړه به له وړاندوینې مخکې پای ته ورسېږي؛ ځکه په خبره یې، ټرمپ د امریکا ولسمشر شوی دی.
نوموړي زیاته کړې: «د روسیې او اوکرایین ترمنځ هېڅ مانادارې خبرې اترې شوې نه دي، خو د ټرمپ بیا ټاکنې د دې شدیدې جګړې راتلونکی له ناڅرګندتیا سره مخ کړې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې هغه مهال له اوکرایین سره خبرو اترو ته کېني چې په خبره یې، کییف د مسکو له خوا لاندې شوې ځمکې تسلیم کړي.
پوتین دا غوښتنه د جرمني له لومړي وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې ده.
اخوا، د اوکرایین ولسمشر بیا د پوتین دا غوښتنه په وار وار رد کړې ده.
د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ په خپلو ټاکنیز کمپاین کې ویلي چې د اوکرایین جګړې د پای ته رسولو لپاره ځانګړې طرحه لري.





