له ډېرې مودې راهیسې ځيني طالبان په منځلارو او تندلارو وېشي او خوشبینانه شننې وړاندې کوي. هغه څه چې تر دې دمه یوازې یو ساده خیال ثابت شوی او ښايي دا خبره هېڅکله پر واقعیت بدله نه شي چې منځلاري راپورته شي تندلاري مات کړي او هېواد پر سم لوري ګام واخلي. که چېرې ملا هبت الله خپلې افراطي لارې ته دوام ورکړي او د منځلارو طالبانو غوښتنو ته پام ونه کړي، ځینې ان د تندلارو پر وړاندې د منځلارو د کودتا د احتمال خبره کوي. پر دې په اعتراف سره چې په سیاست کې هر څه شوني دي او له همدې امله د ملا هبت الله پر ضد د کودتا امکان – ان که کمزوری او لږ د تصور وړهم وي – په بشپړه توګه ردېدلای نه شي. هغه څه چې هم د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې او هم اوس تر خپل واقعي بریده لوی ښودل شوي، د هغو کسانو ځواک او امکانات دي چې منځلاري بلل کیږي. خو د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې دغه منځلاري ونه توانیدل چې په هېڅ برخه کې د تندلارو چې د طالبانو په ډله کې ټول امکانات او سیاسي واک ورسره و، سیالان شي او بالاخره ملا عمر هغه څه وکړل چې د ده خوښه وه، نه هغه څه چې منځلارو طالبانو غوښتل. د دغې ډلې په اوسنۍ واکمنۍ کې له دوه نیمو کلونو وروسته هم هغه څه چې کله هم ثابت او دوامداره نه دي لیدل شي او پر ملا هبت الله او نورو سخت دریځو طالبانو د فشار اچولو په برخه کې چې اصلي واک یې په لاس کې دی، د تر ټولو کم کار په ترسره کولو نه دي بریالي شوي، هغه وړتیا او امکانات دي چې ګواکي منځلاري یې لري. ایا منځلاري طالبان واقعا د تندلارو طالبانو د ننګولو ځواک او وړتیا لري؟
که ځواب هو وي، نو دا بله پوښتنه هم راپورته کوي: ولې پر افغانستان د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ وروسته هم تندلارو د نړۍ د هېوادونوغوښتنو ته چندان ارزښت او اهمیت نه دی ورکړی چې – ډېری یې د منځلارو طالبانو غوښتنې هم دي او پر خپله لاره تللي. هغه کسان چې منځلارې او له نړۍ سره د تعامل پلوي بلل کیږي، په عمل کې یې هیڅ هم نه دي کړي او یوازې له یو څو جدي خبرو وروسته یې چوپتیا غوره کړې ده او یایې بېرته د خپل امیرالمؤمنین ستاینې ته مخه کړې ده.
که منځلاري طالبان هغه ځواک او امکانات لري چې د هغوی پلویان یې ورپوري تړي، نو ولې یې تر اوسه ځان نه دی ښودلی؟ څو نور کلونه باید انتظار وکړو چې منځلاري خپل هغه ځواک ټولو ته وښيي چې ویل کیږي لري یې او د خپلې خوښې امارت د ملا هبت الله له منګولو وژغوري – چې په خپل افراطي چلند سره یې له منځه وړي؟ تاسو ښایي ووایاست چې د هغه څه له مخې چې مایکل سمپل ویلي دي، که تندلاري طالبان د خپل رژیم شتوالی له جدي ګواښ سره مخ کړي، منځلاري طالبان به د ملا هبت الله پر وړاندې لاس پکار شي او د ملا هبت الله پر وړاندې به اقدام وکړي. اوس چې د طالبانو د امارت شتوالی له جدي ګواښ سره مخ نه دی، منځلاري طالبانو هم ځانونه غلي نیولي او کوم کار نه کوي. یا ښایي تاسو پر دې باور ولرئ چې که طالبان د خپل افراطي مشر پر وړاندې د کودتا هڅه وکړي، نو ناوړه دود به رامنځته کړي چې ښایي پخپله یې هم قربانی شي، هغه څه ته ورته څه چې د افغانستان خلق ډیموکراټيک ګوند ورسره مخ شو.
نو په دې دلیل به منځلاري له ستراتیژیک صبره کار اخلي او هیڅ به نه کوي. ښه، که د ملا هبت الله پر ضد کودتا او یا پوځي اقدام کار نه ورکوي، نو بیا منځلاري د بلې کومې کړنلاره په لټه کې دي چې بدې پایلې ونه لري او ډېره اغېزناکه هم وي؟ ایا د طالبانو د مشر د له منځه وړلو لپاره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو او یا د داعش خراسان څانګې کارول یوه له دغو کړنلارو ګڼل کیدای شي؟ که ځواب نه! وي، نو یوازې پر سټراټېژیک صبر اتکا د کوم درد درملنه کېدای شي؟
که موږ د مایکل سمپل خبره ومنو، نو بیا به هم هغو پوښتنو ته له ورته پوښتنو سره مخ کیږي چې پورته مو مطرح کړې: ایا د طالبانو امارت په خپل اوسني چلند سره د اوږدې مودې پایښت لپاره کومه هیله لري؟ کله چې د طالبانو مشر له ترهګرۍ سره د مبارزې، د ښځو حقونو ته د درناوي، د یوه ټولګډوني حکومت د جوړېدو او … په تړاو د نړۍ هېڅ غوښتنو ته پام ونه کړي او د خپلې افراطي تګلارې پر دوام ټينګار وکړي، نړۍ به هیڅکله حاضره نه شي چې د طالبانو رژیم په رسمیت وپیژني. دا په دې مانا ده چې اوسنی ډیفکټو رژیم به ډیر دوام ونه کړي. یا خو باید د ملګرو ملتونو شرایط ومني او یا ژر یا وروسته له منځه ولاړ شي. نو اوس هم ملا هبت الله د طالبانو د امارت شتوالی په کافي اندازه له ګواښ سره مخ کړی دی. ولې منځلاري باید همداسې لاس تر زنې پاتې شي؟
دا ټولي پوښتني له طالبانو سره د چلند په برخه کي یو ډول ګډوډي، بندون او تیوریکه بې وسي څرګندوي. دا د طالبانو په څېر یو ریښتینی او ویجاړونکی ناورین دی. دا ناورین د طالبانو په واکمنېدو سره هم نه دی رامنځه شوی او د طالبانو پرتله ډېره اوږده مخینه لري. تل کله چې یو افراطي او ایډیالوژیک جریان سیاست ته مخه کوي، یوه معموله او مسلطه ګروهنه شته چې هڅه کوي، د دغه بهیر ډولونه وپېژني او د دغه ځواک په منځ کې تندلاري او منځلاري تشخیص کړي. تندلاري هغه دي چې په اسانۍ سره ورسره تعامل نه شي کېدای، ځکه چې دوی خورا لوړ ایډیالوژیک تعصب لري. خو هغه کسان چې منځلاري بلل کېږي، هغه کسان دي چې که څه هم د افراطي اړخ په څېر خپلو ایډیالوژیکو ارزښتونو ته ژمن دي، خو له هغوی سره تعامل اسانه دی. منځلاری اړخ تل په ایډیالوژیکو سیاسي بهیرونو کې په اقلیت کې وي او کله خو ورته هېڅ جدي پام نه کیږي.
بلخوا، تل ځيني داسې کسان شته چې پر یادو شویو سیاسي بهیرونو د واکمنو تندلارو ګروهنو د مقابلې لپاره له دې پرته بله کومه چاره نه ویني چې د منځلارې لوري په پاموړ ګرځولو سره وښيي، چې لاهم د ایډیولوژيکو سیاسي بهیرونو له خپل منځي شخړو د ګټې اخیستو فرصت شته او په لږ لګښت سره سرسخت او متعصب دښمن ماتېدلای او یا لږ تر لږه اېل کېدلای شي. خو دغه شننې ډېری وخت خوشبینانه دي او د دې پر ځای چې ګټورې پرېوځي، د ازادۍ غوښتونکو ځواکونو د انرژۍ او ظرفيت د یوې لویې برخې د له منځه تلو لامل کیږي او د ازادۍ د ترلاسه کولو د نویو کړکیو د پرانېستلو او له سیاسي کړکېچونو سره په چلند کې د یوه بېل بنسټ د رامنځته کولو لپاره د دغو ځواکونو فرصت اخلي. هغوی چې د ایډیالوژیکو سیاسي بهیرونو د ارزولو لپاره د ماتې شوې او زړې سیاسي تګلارې د غوره کولو پر ځای باید له مسایلو سره په خپل چلند کې د یوه بنسټیز بدلون په اړه فکر وکړي، په یوې زړې او ارتجاعي ډیالکتیکې لوبه کې ښکیلېږي چې اوس دومره عامه او سطحې شوې ده چې نه یوازې جذابیت نه لري ، بلکه کولای شئ په اسانۍ سره د لوبې د پایلو وړاندوینه وکړئ. په ټوله کې ازادۍ غوښتونکو ځواکونو ته چې په دې لوبه کې یې برخه اخیستې، نوې څه نه ورکول کیږي او په بشپړ ډول څنډې ته کیږي.
د شوروي اتحاد پر ضد د جهاد په وخت کې ځینې کیڼ اړخ سازمانونه (ماویستان) پر دې مرګوني توهم اخته وو چې د منځلارو اسلامپالو ترڅنګ په درېدو سره سخت دريځي اسلامپالان له سیاسي صحنې لېرې کېدلای شي. خو په عمل کې مو ولیدل چې داسې ونه شول او د هغه وخت سیاسي وضعیت ته په یوه ساده نظر سره، دې پایلې ته رسېږو چې د دا ډول نظر لرل خورا ساده توب و، ځکه چې دا یو ډېر ښکاره مورد و چې په منځلارو اسلامپالو تکیه کول به هیڅ ځای ونه نیسي. هغه کسان چې منځلاري بلل کېدل، تل څنډې ته وو او په سیاسي ډګر کې یې د لویو پریکړو ځواک نه درلود. نه د اسلامپالو نړیوالو ملاتړو هغوی ته ډېر پام کاوه او نه یې هم د بنسټپالو ډلو په منځ کې ډېر نفوذ درلود. داسې برېښېده چې – ماویست سازمانونه د ځان لپاره د یوې خپلواکې جبهې د جوړولو پر ځای د کیڼ اړخو پرتله پر منځلارو جهادي تنظیمونو باور لري او غواړي چې د روسانو پر وړاندې د هغوی تر څنګ ودریږي – د دې پرځای چې له بل ماویست سازمان سره یو ځای شي، غوره ګڼي – چې د منځلارو اسلامپالو ترڅنګ ودرېږږي چې بالاخره یې د دغو سازمانونو لپاره له بشپړې ناکامۍ پرته بل څه نه لرل. نن ورځ د هغوی دومره نوم او نښان پاتی نه دی او یوازې په هغو وړو ډلو کې فعال دي چې د هغوی مالي او کورنۍ اړیکې یې ساتلي.
اوس چې د تندلارو او منځلارو طالبانو په اړه نظرياتو ته ګورم، د کیڼ اړخو سازمانونو دغه ناکامه اوعبرتناکه تجربه مې په ذهن کې راګرځي. د یوې ترهګرې ډلې د یوې برخې په منځلارې بللو سره، موږ نه یوازې دا چې له دغې ډلې سره د یوې نه بېلېدونکې ایډیالوژیک کلیت په توګه مبازره نه کوو، بلکې د هغې د لا سیاسي پایښت لامل کیږو. هغه ډله چې کلونه وړاندې باید د یوه متحجر او بدوي غورځنګ په توګه له تاریخ سره یو ځای شوي وای اوس د مترقي او ازادۍ غوښتونکو ځواکونو د سټراتیژیکو تېروتنو له امله پر هېواد واکمنه شوې او غواړي ټولنه د دیني- قبیلوي بربریت پېر ته وروګرځوي. دا زموږ هوښیاري نه ده، بلکې زموږ بې وسۍ ده چې هڅه کوو طالبان په منځلارو او تنلارو ووېشو او بیا یې د یوې پر وړاندې د بلې ملاتړ وکړو. دا په دې مانا چې موږ د طالبانو پر وړاندې خپله ماتې منلې ده او د منځلارو طالبانو د ساتلو لپاره له تندلارو طالبانو سره له مبارزې پرته بله چاره نه لرو. اوس فرض کړئ چې منځلارو دا جګړه وګټله. موږ ته به څه راورسېږي؟ نکټايي لرونکي طالبان تر صحرايي او بدوي طالبانو ډېر خطرناک دي. د دې ترڅنګ، څه تضمین شته چې منځلاري طالبان به واک ته تر رسیدو وروسته د تندلارو طالبانو پرتله پر خورا خطرناکو موجوداتو نه بدلېږي؟
د منځلارو طالبانو په ملاتړ سره موږ په واقعیت کې د اسلامپالو په میدان کې لوبیږو او دا کار د ترهګرۍ له پیاوړتیا پرته بله کومه پایله نه لري. موږ باید له طالبانو سره خپل حساب په بشپړه توګه تصفیه کړو، نه دا چې د نور پایښت لامل یې شو. نو په تندلارو او منځلارو د طالبانو وېشل د ازادۍ غوښتونکو ځواکونو د بې وسۍ او له ناورین سره د مخ کېدو نښه ده، نه د هغوی د رښتينولۍ او هوښيارۍ. اصیل ریالیزم یوازې د شیانو په کچه نه پاتې کیږي او حقیقت ته د رسېدو لپاره د واقعیتونو ژورو ته ځي.