• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ناټو دروازه د اوکراین پر مخ ولې نه خلاصېږي؟

شجاع‌الدین امیني

شجاع‌الدین امیني شجاع‌الدین امیني
۲ زمری/اسد ۱۴۰۲ - ۲۴ جولای ۲۰۲۳ [t_time:1690173370]
Shutterstock

Shutterstock

کلونه کېږي چې اوکراین د ناټو د دروازې تر شا په تمه ناست دی، خو دغه دروازه لا هم تړلې پاتې ده. له هغې وروسته چې ویکټور یوشچنکو په ۲۰۰۴ کال کې د اوکراین ولسمشر شو، له ناټو سره د دغه هېواد د یو ځای کېدو لېوالتیا زیاته شوه؛ ځکه چې نوموړی لوېدیځ ته خوښ و او په اوکراین کې د نارنجي انقلاب د پر لاره اچولو وروسته چې د امریکا له لوري یې ملاتړ کېده، بریا ته رسېدلی و. نوموړي د ناټو په شلم اجلاس کې چې د ۲۰۰۸ کال د اپرېل په ۲ او ۴ د دوو ورځو لپاره د روماني په پلازمېنه کې جوړ شو، ګډون وکړ او رسما یې ناټو کې د اوکراین د غړیتوب وړاندیز وکړ. په دې ناسته کې د ناټو غړو، اوکراین او ګرجستان ته یوازې د غړیتوب په ژمنې ورکولو بسنه وکړه او په دې برخه کې یې عملي ګام پورته نکړ.

ډېره موده لا نه وه تېره شوې چې ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره د اوکراین لېوالتیا پیکه شوه. په دې برخه کې دوه لاملونه وو: ۱- روسیې د ۲۰۰۸ کال د اګست په ۸مه نېټه په ګرجستان پوځي برید وکړ؛ هغه برید چې اوکرایني چارواکي او د دغه هېواد ښاروندان یې ووېرول. ۲- روسي پلوی ویکتور یانوکوېچ، د ۲۰۱۰ کال په فبروري کې د اوکراین د ولسمشر په توګه وټاکل شو. نوموړي له بریا وروسته، د ۲۰۱۰ کال په جون کې د پارلمان له لارې داسې یو قانون تصویب کړ چې اوکراین یې د غیر ژمنو هېوادونو په ډله کې راوست او پوځي بلوکونو سره له یو ځای کېدو یې لیرې کاوه چې له شک پرته ناټو یې لومړی هدف و.

د ۲۰۱۳ کال د اعتراضونو په پایله کې له اوکراین نه د یانوکویچ تېښته او د ۲۰۱۴ د مې د ۲۵ نېټې په ټولټاکنو کې د پترو پروشنکو بریا چې له لوېدیځ سره نېږدې کس و، اوکراین یې یو ځل بیا له ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره وهڅوه. د نوموړي په دوره کې، پارلمان خپله پخوانۍ مصوبه له منځه او له پیل نه یې یوه نوې مصوبه تصویب کړه چې اوکراین یې له ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره هڅاوه. دغه راز د اوکراین پارلمان د ۲۰۱۹ د فبروري په ۷مه په اساسي قانون کې یوه اصلاحیه تصویب کړه چې اوکراین یې له ناټو او اروپایي اتحادیې سره د یو ځای کېدو لپاره اړ کاوه.

واک ته د ولادیمیر زلنسکي له رسېدلو وروسته له ناټو سره د اوکراین د غړیتوب په برخه کې د نوموړي هڅې زیاتې شوې، خو دغه هڅې بشپړې نشوې. په ناتو کې د غړیتوب لپاره د زلنسکي هڅې د روسیې غوسه راوپاروله او دغه هېواد د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه د اوکراین په خاوره پوځي برید وکړ چې د هغې له پای ته رسېدلو تر دا مهاله خبر نشته. ناټو د روسیې د برید پر وړاندې له اوکراین نه ملاتړ وکړ، خو غړیتوب یې لا تر اوسه نه دی منلی. دا په داسې حال کې ده چې زلنسکي له هغې وروسته چې روسیې د اوکراین څلور سیمې له خپلې خاورې سره وتړلې، د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۳۰مه یې، ناټو سره د اوکراین د چټک غړیتوب غوښتنلیک لاسلیک کړ چې تر اوسه پورې نه منل شوی پاتې دی.

کومه پوښتنه چې په دې برخه کې رامنځته کېږي، دا ده چې ناټو له اوکراین نه د پوځي ملاتړ سربېره د دغه هېواد غړیتوب ته ولې مثبته رایه نه ورکوي؟

۱- کېدای شي یو لامل دا هم وي چې اوکراین په اوسنیو شرایطو کې له روسیې سره په تاودې جګړه کې بوخت دی. له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین ښکېل پاتې کېدل ناټو سره ددغه هېواد د یوځای کېدو مانع ولې ګرځي؟ د ناټو د منشور ۵ ماده کې داسې راغلي دي: «د ناټو پر یوه غړي برید، د هغه په ټولو غړو برید دی.» ددغې مادې مفادو ته په کتو، که چېرې اوکراین د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي، قطعي پایله یې داده چې ناټو د روسیې پر وړاندې د جګړې ډګر ته راودانګي؛ هغه څه چې تر دا مهاله ناټو هڅه کړې له هغه نه ډډه وکړي. د روسیې پر وړاندې د ناټو جګړه دوه پایلې لري چې د هغه د غړو لپاره یې اندېښنه زېږولې ده: یو دا چې جګړه نوره هم پراخېږي او کېدای شي په یوې داسې جګړې بدله شي چې له اتمي وسلو نه پکې ګټه اخیستل لازم وي. دوهم دا چې د ناټو ډیری غړي سره له دې چې له اوکراین نه ملاتړ کوي‎‎‎‎‎‎، خو له روسیې سره څه ناڅه اقتصادي-سیاسي اړیکې هم لري چې د روسیې پر وړاندې د مخامخ جګړې ته د وردننه کېدلو پر مهال به کېدای شي دغه اړیکې په بشپړ ډول له منځه ولاړې شي؛ هغه څه چې د ناټو ډېری غړي د هغه غوښتونکي نه دي. د بېلګې په ډول، روسیه د ترکیې د سوداګرۍ لومړی شریک بلل کېږي. د روسیې پر وړاندې جګړه کې ددغه هېواد یو ځای کېدل له شک پرته چې د دواړو خواوو د سوداګرۍ په زیان ده.

۲- ناټو غواړي د لږ مصرف په ورکولو روسیه کنټرول کړي او په دې برخه کې له اوکراین نه د یوه ګټور ابزار په توګه ګټه اخلي. ترڅو پورې چې اوکراین شته، ناټو اړتیا نه لري چې له روسیې سره په مخامخ جګړه کې ښکېل شي. کولای شو ووایو چې ناټو د روسیې د کنترول لپاره «له لیرې لارې موازنې» سیاست ته مخه کړې ده؛ هغه سیاست چې له مخې یې هڅه کېږي په لږ لګښت لویې ګټې ترلاسه کړي. د اوکراین د جګړې له پیل نه تر دا مهاله ناټو له اوکراین نه په ملاتړ کې ډېر لګښت وکړ، خو د روسیې په شان د واک لرونکي سیال د کنترول لپاره لږ لګښت دی. د ناټو لګښت هغه مهال لوړیږي چې د روسیې پر وړاندې مخامخ جګړې ته ور ودانګي. هغه مهال، ددې ترڅنګ چې ډېر شمېر انسانان به ووژل شي، د جګړې اور به د لوېدیځې اروپا ډېری سیمو ته وغځېږي. اوسمهال د ناټو لپاره له «لیرې لارې د موازنې» د سیاست مخته وړل کم لګښت او ورته مهال ګټور دی. تر هغه وخته پورې چې ناټو ددغه سیاست عملیاتي کولو ته اړتیا لري، د اوکراین پرمخ به ددغه سازمان دروازه پرانېستل نشي او له دغه هېواد نه به د روسیې د کنټرول لپاره د غیر ناټویي راهبردي متحد تر نامه ګټه واخلي.

۳- ناټو غواړي د اوکراین جګړې ته اوږد عمر وروبښي؛ ځکه په هره کچه چې ددې جګړې عمر اوږد شي، د روسیې عمر به لنډ شي. د اوس لپاره روسیه په یوه منزوي هېواد بدل شوی دی. له اوکراین سره په مخامخ او د ناټو له ۳۱ غړو سره په غیرمستقیم ډول ښکېل ده. د روسیې پر وړاندې ورځ تربلې بندیزونه زیاتېږي او د هغه د پیسو ارزښت د تنزیل په لوري دی. د روسیې له منګولو نه له اتمي وسلې پرته نور ټول د فشار ګټور ابزارونه اخیستل شوي دي. کله هم د فشار د ابزار په توګه د غلو د صادرولو له درېدلو نه کار اخلي. ناټو فکر کوي چې ددغه وضعیت دوام به د روسیې پوځي-اقتصادي ځواک نور هم کمزوری کوي. په پایله کې، د ناټو دروازه به په داسې شرایطو کې د اوکراین پرمخ پرانېستل شي چې له روسیې نه د جدي غبرګون ځواک اخیستل شوی وي او هغه مهال به د لویې نړۍوالې جګړې ګواښ شتون ونلري.

۴- داسې ښکاري چې د اوکراین د غړیتوب د منلو په برخه کې د ناټو د غړیو ترمنځ د نظر توافق نشته. امریکا د هغه هېواد په توګه چې د ناټو مشري پرغاړه لري، د اوکراین د غړیتوب د غوښتنې په منلو کې دوه لارو کې پاتې دی. په ظاهر ډول کوم لامل چې د جو بایدن ټیم یې وړاندې کوي دادی چې اوکراین د جګړې په منځ کې دی او امریکا نه غواړي د اوکراین جګړې ته سرتېري ولېږي. خو په واقعیت کې اصلي ستونزه په ۲۰۲۴ کال کې امریکا کې د ټولټاکنو موضوع ده. د امریکا د ولسمشرۍ نوماندان په معمول ډول په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د اوږدو او لګښت لرونکو جګړو د پای ته رسولو په شعارونو ډګر ته راننوځي. جوبایډن پوهېږي چې د اوکراین له جګړې نه ملاتړ د واشنګتن لپاره امنیتي لګښتونه لوړوي چې دا په امریکا کې د عمومي افکار لپاره د منلو وړ نه دی.

همدا ډول، د ۲۰۰۸ کال په بخارست کې د ناټو په ناسته کې د غړو هېوادونو ترمنځ د نظر توافق نه و. د بېلګې په ډول، فرانسې او المان په ناټو کې د اوکراین له غړیتوب سره مخالف وکړ. لوی لامل یې د روسیې د غبرګون په اړه وېره وه. وروستیو کې المان یو له هغو هېوادونو نه و چې د روان کال د جولای په ۱۱ مه د لیتواني د ناستې په لړ کې په ناټو کې د اوکراین له غړیتوب سره مخالف وکړ او ویل کیږي چې له نورو هېوادونو نه یې هم غوښتي ترڅو په دې برخه کې مخالفت وکړي او د هغه پر ځای د امنیتي ضمانتونو په ورکړې بسنه وکړي. د آلمان په پرېکړه کې ګټور او اړین عامل، د روسیې د احتمالي غبرګون په اړه وېره ده چې هغه مهال به، آلمان د برید په لومړۍ کرښه کې ولاړ وي. د اروپايي اتحادیې لپاره دا پوښتنه اړینه ده چې ایا اوکراین ته د غړیتوب ورکول به د هغوی له امنیت سره مرسته وکړای شي؟ د اوکراین جګړې وښوده چې اوس او راتلونکي کې، په ناټو کې ددغه هېواد غړیتوب نه یوازې د لویدیځې اروپا د پولو د امنیت د ټینګښت لامل نه ګرځي، بلکې د ناامنیو لامل کېږي.

ناټو د اوس لپاره ۳۱ غړي لري. د اوکراین د غړیتوب لپاره د ټولو غړو توافق ته اړتیا ده، که چېرې یو غړی مخالفه رایه ورکړي، د غړیتوب ترلاسه کول ناشونی دی. د ټولو غړو د رایو ترلاسه کول په تېره د لویو ځبرځواکو هېوادونو چې د روسیې د لمنځه وړلو په لټه کې دي، خو ددغه هېواد له احتمالي غبرګون نه وېرېږي، سخته او حتی ناممکنه ده.

۵- په ناټو کې غړیتوب ترلاسه کول ډېرو سختو هڅو ته اړتیا لري چې کېدای شي اوکراین هغه ډول چې ترېنه تمه کېدله، د پام وړ هڅې نه وي کړي. د لیبرال د ارزښتونو له مخې د دموکراتیک سیاسي نظام رامنځته کول، د ښاروندانو په تېره د قومي- مذهبي لږکیو د حقونو او آزادیو په پام کې نیول، د پیاوړي پوځ درلودل، په پوځي عملیاتونو کې چې د ناټو له لوري ترسره کیږي برخه اخیستل، د زمکنۍ بشپړتیا د یووالي ساتنه او…. هغه شرایط دي چې په ناټو کې د غړیتوب لپاره په نظر کې نیول شوي دي چې که چېرې هر هېواد غواړي دغه سازمان سره یوځای شي، د غړیتوب د غوښتنې له وړاندې کولو مخکې باید، ځان د پورته شرایطو سره برابر کړي.

اوکراین کې جمعیتي جوړښت متنوع او څو پارچې دی. ددغه هېواد ډېری نفوس اوکراینیان جوړوي او روسان، تاتاران، بلاروسیان، رومانیاییان او … په لږکیو کې شاملیږي. دغې تنوع په اوکراین کې د یووالي له ټینګښت نه مخنیوی کړی دی. د بېلګې په ډول، روسان چې ډیری یې د اوکراین په ختیځو سیمو کې ژوند کوي، ډېر د روسیې په لوري اړخ لګوي او د لویدیځو سیمو اوسېدونکي د اروپا او ناټو خواته لېوالتیا لري. دغه امر ددې لامل شوی دی ترڅو د اوکراین په بهرني سیاست کې انډول ونه ساتل شي. اوکراین ډیموکراسۍ ته مخه کړې ده، خو پاېښت لرونکې ډیموکراسي ته هغه ډول چې لویدیځ هېوادونه تمه لري، رسېدلی نه دی. د پاېښت لرونکې ډیموکراسۍ په نشتون کې، ددغه څو ډوله جمعیت مدیریت داسې چې د لږکیو حقونو ته پکې زیان ونه رسېږي، ستونزمن کار دی.

اوکراین د اقتصادي له اړخه له ځانګړو ننګونو سره مخ دی او د ناټو له نورو غړو هېوادونو سره برابري نه شي کولای. په تېرو کې د فساد بحث په اوکراین کې تود و. ټاکل شوې وه په ۲۰۱۳ کال کې د اوکراین او اروپايي اتحادیې تر منځ، د «ازادو همکاریو» تړون لاسلیک شي، خو اوکراین انصراف وکړ؛ هغه انصراف چې په اوکراین کې د لوی ناورین د رامنځته کېدو لامل شو. د روسیې له لوري د فشار راوړلو تر څنګ، ویل کېږي چې مهم عامل، د اوکراین د دولت په دستګاه کې د فساد شتون و، ځکه د کی یف واکمنو فکر کاوه چې د دغه تړون په لاسلیک سره به د اروپايي اتحادیې پورې د تړلتیا کچه زیاته شي او دغه اتحادیه به پر دغه هېواد د فساد د له منځه وړلو او د اقتصادي روڼتیا د کچې زیاتوالي لپاره لازم فشارونه وارد کړي.

دغه راز اوکراین نېږدې د خپلې زمکې خپلواکي یې له لاسه ورکړې ده. کریمیه یې په ۲۰۱۴ کال کې له لاسه ورکړه. دغه راز لوهانسک، دونتسک، خرسون او راپوریژیا سیمې یې په دې وروستیو کې له لاسه ورکړي دي. هغه هېواد چې د روسیې په شان له لوی ځبرځواک سره د پولو پر سر دا ډول ستونزې ولري، ستونزمنه ده چې د ناټو غړیتوب تر لاسه کړي.

د اوکراین پوځ غوره ځواکمنتیا نه لري او که په تېر کې ښه وو، اوسمهال تر ډېره کمزوری شوی دی. له اوکراین نه د ناټو د پراخو پوځي ملاتړونو سربېره، دغه هېواد ونشوای کړای په جګړه کې ښې لاسته راوړنې ولري. د بېلګې په ډول، د برید ضد پروګرام چې اوکراین تر لاس لاندې نیولی، ناټو یې ناهیلې کړې ده؛ ځکه په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه ترسترګو کېږي.

ناټو د اوکراین غړیتوب یې د جګړې له پای ته رسېدلو سره تړلي دي؛ هغه جګړه چې د هغې پای ته رسېدل نامالومه ده. که چېرې هم پای ته ورسېږي، څرګنده نه ده چې څه ډول او په څه قیمت؟ نو کولای شو ووایو چې ناټو سره د اوکراین د یو ځای کېدو مسله تر دا مهاله په نظر پیکه راځي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په مسکو کې چاودنه؛ يو روسی جنرال وژل شوی
بهرني خبرونه

په مسکو کې چاودنه؛ يو روسی جنرال وژل شوی

۲۷ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1734419004]
د مصنوعي ځيرکتیا د نویو وسلو په سیالۍ کې د ناټو پر پرمختګ د بریټانیا ټینګار
بهرني خبرونه

د مصنوعي ځيرکتیا د نویو وسلو په سیالۍ کې د ناټو پر پرمختګ د بریټانیا ټینګار

۵ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1732522809]
مسکو: امریکا دې د روسیې پر خاوره برید کې د خپلو متحدینو له ګډونه ډډه وکړي
بهرني خبرونه

مسکو: امریکا دې د روسیې پر خاوره برید کې د خپلو متحدینو له ګډونه ډډه وکړي

۱۲ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1725261581]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.