په کابل ښار کې د جنایي جرمونو او وسله والو غلاوو زیاتوالي، د پلازمیني اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي دي. کابل ښاریان په دې ورځو کې د ښار دننه په ډاډه زړه تګ راتګ نشي کولای او په دې باور دي چې کابل د وېرې په ښار بدل شوی او غله پر ښار واکمني کوي.
کابل ښاریان دا ټولې ناخوالې د پولیسو د کمزورۍ له امله بولي او وايي امنیتي ادارې له جرمونو سره په مبارزه کې پاتې راغلې دي.د دوی په باور دا چاره ددې لامل شوې چې مجرمین او غله په ډاډه زړه فعالیت وکړي او آن په رڼا ورځ کابل ښاریان ووژني. خو امنیتي ادارې دا تورونه ردوي او وايي چې له جرمونو سره په مبارزه کې یې بریالی عمل کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو یوازې په تېرو درېيو ورځو کې، په کابل کې کابو ۴۰۰ شکمن نیولي چې له ډلې یې ۵۰ جرمي دوسیې لرلې. د یادو چارواکو په وینا، امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د مجرمینو پرخلاف مبارزه پراخه کړې او دا بهیر به ترهغه دوام وکړي چې په ښار کې د جرمونو کچه ټیټه شي.
له بلې خوا ولسمشر غني چې د کابل ښار له امنیتي وضعیته ناراضه ښکاري، د کابل د امنیت د ښه کولو مسوولیت یې خپل لومړي مرستیال ته سپارلی دی.امرالله صالح په یوه یاددښت کې وېلي چې د ولسمشر د حکم له مخې یې دا مسوولیت پرغاړه اخیستی او همداراز یې د کابل ښار د ښه امنیت لپاره د غلو او مجرمینو نوملړ برابر کړی دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال جوته کړې چې د خلکو د امنیت د ټینګولو لپاره، د قانون د پلي کولو په لار کې د «مصلحت» او «پر جنایتکار» د رحم په نوم څه نه پېژني.
له بلې خوا د پوځي چارو کارپوهان، لومړي مرستیال ته د کابل ښار د امنیتي وضعیت د ښه کولو مسوولیت سپارل، د امنیتي بنسټونو د مشرانو د ناغېړۍ له امله بولي. پوځي کارپوهان باوري دي، په هغه صورت کې چې د مجرمینو د ځپلو لپاره یوه نوې او متخصصه ډله جوړه شي، ښایي په یوه اونۍ کې، په پلازمیني کې د جرمونو کچه ټيټه شي.
په کابل ښار کې د جنایي جرمونو زیاتوالی د ښاریانو یوه لویه ستونزه شوې ده. د پلازمیني اوسېدونکو په ځلونو د امنیتي ادارو پر کړنو نیوکې کړې دي. آن طالبانو ډلې څه موده مخکې د یوې شپېپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې چمتو دي د کابل امنیت خوندي کړي. دا خبره د کورنیو چارو په وزیر بده ولګېده او امنیتي ځواکونو ته یې پر مجرمینو د مستقیمو ډزو حکم صادر کړ.
اوس د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي چې امنیتي ځواکونو د کورنیو چارو د وزیر له حکم وروسته، د مجرمینو پرخلاف مبارزه ګړندۍ کړې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ۸صبح ته ووېل چې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې کابو ۴۰۰ شکمن وګړي نیول شوي چې له دې ډلې کابو ۵۰ تنو جرمي دوسیې لرلې او لویې څارنوالۍ ته معرفي کېږي. خو آرین د نورو شکمنو په اړه ووېل چې د دوی قضیو جرمي اړخونه نه لرل او له بایو متریک وروسته په ضمانت خوشي شول.
هغه ووېل: «ډېری جرمونه چې په ښار کې کېږي، د ټولنیزو لاملونو او د کورنیو د ناسمې روزنې له امله دي!»
له دې سره سره نوموړي یادونه وکړه چې اوس هم باید په دې برخه کې کار وشي چې د جرمونو انګیزې روښانه شي. له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند جوته کړه چې کابل ښار د یو نیم میلیون وګړو لپاره، د خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیت لري، خو په دې ښار کې کابو اته میلیونه وګړي ژوند کوي. هغه زیاته کړه چې ډېری ښاریان د ښاري ژوند معیارونه له هغې ډلې تذکرې نه لري او دا ددې لاملکېږي چې له جرمونو سره مبارزه ګرانه شي.
د کورنیو چارو وزارت همداراز ووېل چې امنیتي ځواکونو د مجرمینو پرخلاف مبارزه زیاته کړې ده. هغه د بېلګې په توګه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو دوې ورځې مخکې په اوومه حوزه کې له مجرمینو سره نښته وکړه چې په پایله کې د پولیسو په ډزو کې یو تن ووژل شو.
هغه ووېل: «دا کار له هغې وروسته وشو چې پر مجرمینو د ډزو حکم ورکړل شو. په همدې توګه مو فعالیتونه پراخ کړي او هڅه کوو چې مجرمین وځپل شي، جنایي مدیرانو ته خبرداری ورکړ شوی چې که په ښه توګه کار ونه کړي قانوني چلند ورسره کېږي.»
د ښار په کچه د جنايي جرمونو زیاتوالی ددې لامل شو چې ولسمشر خپل لومړي مرستیال ته حکم وکړي په دې برخه کې اقدام وکړي. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د خپل فېسبوک پر پاڼه ولیکل: «د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني د حکم له مخې، د څو اونیو لپاره په مستقیم ډول د کابل امنیتي مسایل پرغاړه اخلم.»
ښاغلي صالح وېلي چې د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره، د قانون د پلي کولو په لار کې، د مصلحت او پر جنایتکارانو د رحم په نوم یې په قاموس کې کوم څه نشته. هغه په دې یاددښت کې زیاته کړې چې خپل نور مسوولیتونه به د تېر په شان پرمخ بیایي.
د ولسمشر لومړي مرستیال جوته کړې چې په کابل کې د لاس د ورغوي په شان بلد دی او د امنیتي تړون عملي کول، له مجرمینو سره د مبارزې په کار کې د هغه له پروګرامونو څخه دي.
د ولسمشر لومړی مرستیال همداراز وايي چې د امنیتي ادارو لاپياوړتیا او د ټولنې له بېلابېلو پرګنو سره د دوی نږدې کول، د هغه د پروګرامونو بله برخه ده. نوموړي زیاته کړې چې د وصل لپاره ډېر پروګرامونه شته او له خلکو یې غوښتی چې د جرم او جنایت په ځپلو کې ونډه واخلي.
هغه وېلي چې «د غلو، د خلکو ځورونکو، باج اخیستونکو، له قانونه تښتېدونکو، د زمکو د غاصبینو او مجرمینو» چې ظاهرا د قانون د منونکو زورواکو په ملاتړ فعالیت لري، نوملړ برابر شوی دی. هغه له خلکو غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره په ډاډمنه توګه همکاري وکړي او له هرې ممکنې لارې مالومات ورسوي.
له بلې خوا د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان په دې اند دي، که چېرې لومړی مرستیال نوی او له فساده پاک ټیم جوړ کړي، په کابل ښار کې جرمونه کمولای شي.
د سیاسي کارپوه عتیق الله امرخیل ۸صبح ته وايي چې په اوسني وخت کې کابل ښار په ویرجن ځای بدل شوی او ټول خلک- له استثنا پرته- په تنګ شوي دي. هغه زیاتوي: «په رڼا ورځ وژنې روانې دي، حیران یم چې دلته د غلو کوم ښوونځی دی چې غله روزي!»
نوموړي همداراز جوته کړه چې د عدالت د راوستو، د امنیت د ټینګښت او جرمونو د کمولو لپاره هره مثبته هڅه، د ملاتړ وړ ده. خو نوموړی وايي چې د ولسمشر دا حکم په یو ډول د امنیتي ادارو د مسوولینو کړنې ترپوښتنې لاندې راولي. د هغه په وینا امنیتي ادارې څه کوي؟ دا د امنیتي بنسټونو د چارواکو د ناغېړۍ له امله دي چې د امنیت د ټینګښت لپاره د ولسمشر لومړی مرستیال مټې رانغاړي!
له بلې خوا، امرخېل روښانه کړه: «که صالح پر همدې ټیم کار وکړي او د امنیت د ساتلو لپاره ترې کار واخلي، ډېر به بریالی نه وي. خو که نوموړی یو مسلکي، پوه او تجربه لرونکی ټیم جوړ او ترې کار واخلي، په یوه اونۍ کې به کابل ښار امن شي.»
د وېلو ده چې له دې مخکې ښاغلي امرالله صالح د لنډ وخت لپاره د کورنیو چارو د سبمالچاري وزیر په توګه کار کړی دی. هغه ۲۷ ورځې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ؤ او په دې موده کې یې د مجرمینو او د نشه یي توکو د خپروونکو نومونه اعلان کړل. سربېره پر دې ځینې وګړي په دې باور دي چې د نوموړي د دندې پرمهال، په کابل ښار کې د جرمونو کچه کمه شوې وه.




