د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د لیندۍ په ۲۸مه په اسلام آباد کې، د طالبانو ډلې له سیاسي مرستیال او په قطر کې ددې ډلې د سیاسي دفتر له رئیس ملاعبدالغني برادر سره په کتنه کې، په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند غوښتنه یې کړې ده.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې په دغه کتنه کې، د سولې بهیر په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر د اعلان له مخې، عمران خان په دغه کتنه کې بیا ټینګار کړی چې د افغانستان کړکېچ کومه پوځي حللاره نلري او بین الافغاني مذاکرات، د افغان مشرانو لپاره یو تاریخي فرصت دی چې د افغانانو په مشرۍ سولې بهیر له لارې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره هوکړې ته ورسېږي او هېواد یې په افغانستان کې له ټول ګډونه سیاسي هوکړې ملاتړ کوي.
د عمران خان دفتر پاکستان ته د طالب پلاوي سفر سولې، ثبات او سوکالۍ ته د افغانستان د رسېدو په لار کې ددغه هېواد د هڅو یوه برخه بللې ده.
د طالبانو سیاسي دفتر هم اعلان کړی چې له عمران خان سره په کتنه کې یې د روان وضعیت، د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخو کې د کډوالو د ستونزو او همداراز پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ او سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې اترې شوې دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر طالب پلاوي ته ډاډ ورکړی چې مطرح شوې ستونزې به اوارې کړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی د لیندۍ په ۲۵مه اسلام آباد ته ولاړ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دا کتنه د کابل په همغږۍ شوې ده. ددغه سفر په بهیر کې عمران خان له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د تلیفون له لارې خبرې کړې دي.





