۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې له څه باندې ۵۰۰ نجونو او تنکیو افغان ځوانانو د تخنیکي مهارتونو د پرمختګ او د کار بازار ته د تیاري په موخه ملاتړ شوی دی.
یونیسف یکشنبه د وږي پر ۲۲مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې په افغانستان کې د دغه بنسټ استازي تاجالدین ایوالي ویلي چې په افغانستان کې ماشومان او تنکي ځوانان د ملاتړ وړ دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې دا پروګرام د نړیوال بانک په ملاتړ پلې شوې او تنکیو ځوانانو د اړتیا وړ تخنیکي مهارتونه زده کړي دي.
یونیسف ویلي چې ټاکل شوې دا ځوانان په ۲۰۲۶ کال کې کاري بازار ته ورګډ شي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ په وار وار ټينګار کړی چې له روزنې او مهارتونو ملاتړ کولی شي تنکیو ځوانانو ته په راتلونکې کې بوختیاوې او غوره فرصتونه برابر کړي.





