ولسي جرګه وايي چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د یو شان کولو طرحه د توشېح او د حکومت له خوا د عملي کېدو تر پولې تعقیبوي.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني پر خپله فیسبوک پاڼه دا موضوع مطرح کړې ده.
د دولتي کارکوونکو د معاشونو د یو شان کولو طرحه د ولسي جرګې د مرغومي د اتمې نېټې د غونډې د بحث وړ موضوع وه.
د ولسي جرګې غړو په دغه ناسته کې ویلي چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه چې د حکومت له خوا برابره شوې توازن نه لري.
په دغه غونډه کې ټینګار شوی چې د مامورینو، ښوونکو، افسرانو، سرتېرو او نورو دولتي کارکوونکو د معاشونو یو شان کول یوه اړتیا ده.
میر رحمان رحماني د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون ته حکم کړی چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو برابري د ۱۴۰۰ مالي کال په بودیجه کې په پام کې ونیسي.
رحماني د ولسي جرګې په غونډه کې ویلي: «ولسي جرګې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د یو شان کولو په اړه پر یوې طرحې کار کړی او د عدالت د ټینګښت لپاره به د توشېح او د حکومت له خوا تر پلي کېدو پورې دا طرحه په جدي توګه تعقیب کړي.»
د معاشونو د یو شان کولو طرحه ډېره موده مخکې د حکومت له خوا برابره او تصویب شوې وه، خو نه ده اجرا شوې. دا په داسې حال کې دي چې د ځینو ادارو د کارکوونکو معاشونه لوړ او د ځینو بیا کم دي.





