ښځې، د جګړې اصلي قربانیان؛ د هغې نجلۍ کیسه چې د طالبانو له وېرې مېړه ته ورکړل شوه
لیکنه: بهنیا

زمان درېدلی دی، د روزګار څرخ د کړاوونو په لوري مخه کړې او بخت یې هم ترېنه کډه کړې ده. نور د تېرې ورځې د خوشحاله نجلۍ په اړه نه خبر شته او نه هم د لویو خوبونو په اړه د هغې لېوالتیا. خپلې هیلې یې د روزګار په تورو ورځو کې ورکې کړي دي. مریم له اجباري واده وروسته د ژوند له ناخوالو سره مخ شوې ده. خوښیو هم نوموړې پرېښې او رنګین او ښکلي خوبونه یې له وېرې په ډک خوبونو بدل شوي دي. د مریم ددغو ورځو لویه اندېښنه، د خپل ماشوم د لوږې خېټې مړول او د هغه د ساتنې د څرنګوالي په اړه ده، هغه ماشوم چې د مریم د اجباري واده په پایله کې نړۍ ته سترګې پرانېستې دي.
اتلس کلنه مریم، د طالبانو په لاس د کابل په لومړیو ورځو کې، د اجباري واده قرباني شوې ده. کورنۍ یې د خلکو په منځ کې د خپرو شویو اوازو د وېرې له امله دا چې طالبان کابل ته له راننوتلو وروسته، ټولې پېغلې نجونۍ په زور ځانونو ته په نکاح کوي، کورنۍ یې له خپل یوه لیرې خپلوانو سره واده کولو ته اړ کوي. مریم او مېړه یې د عمر له پلوه یو بل سره ډېر توپیر لري او نوموړې ددغه اجباري واده قرباني شوې ده. په خواشینونکې لهجه یې د خپل واده د څرنګوالي په اړه کیسه کوي.
ښارونو ته د طالبانو په ننوتلو، د خلکو په منځ کې بېلابېلې اوازې خپرې شوې او دا خبرونه د عامو او ځانګړو خلکو ترمنځ لاس په لاس کېږي. پر هېواد د طالبانو د حاکمیت د لومړۍ دورې ترخې کیسې یو ځل بیا د هر کور او مجلس د بحث موضوع ګرځېدلې ده. ددغو کیسو راوي هغه کسان دي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ژوند کولو تجربې لري. په دې لړ کې، د مریم خپلوان هم د طالبانو د حاکمیت د لومړۍ دورې په اړه ښې خاطرې نه لري چې دغو کیسو د مریم د کورنۍ په غړو یې هم اغېز کړی دی. د مریم ترور چې د پاخه عمر لرونکې ښځه ده، د طالبانو د حاکمیت په لومړۍ دوره کې یې سخت روزګار تجربه کړی دی. نوموړې د طالبانو د ظلم او د روزګار د ناوړه وضعیت په اړه مریم او کورنۍ ته یې کیسه کړې چې هغه مهال به طالب جګړه ماران د څېړنې په پلمه د خلکو کورونه به یې پلټل او پېغلې نجونې او کونډې ښځې به یې د جګړې د غنیمت په توګه له ځانونو سره وړلې او په زور به یې نکاح کولې. نوموړې په ځلونو ددې لپاره چې د طالبانو په دام کې ونه لوېږي، د ځان وژنې پرېکړه کړې ده. د نوموړې په خبره، هغه مهال د اوبو څاه ته ځان غورځول او د موږک دوا خوړل له طالبانو څخه د ژغورنې یوازینۍ لاره وه. د مریم د ترور خاوند چې هغه مهال د پاخه عمر لرونکی سړی و د ژغورنې د پرښتې په توګه د مریم په ترور پسې یې مرکه ورولېږله او د هغې پلار هم سره له دې چې د مریم ترور د د ګډ ژوندانه په اړه په څه نه پوهېده، نوموړي ته یې په نکاح ورکړې وه. د مریم ترور هم د نوموړې په څېر په کم عمر کې د اجباري واده قرباني کېږي او په کم عمر له خپل مېړه سره چې هېڅ یې نه پېژانده، د کډوالۍ له کړاوونو ډک ژوند ته مخه کوي ترڅو د طالبانو له ظلم نه په امن کې وي.
د مریم د ترور او لسګونه نورو ښځو ژوند، له اندېښنو سره مل و او د مریم کورنۍ هم د داشان د برخلیک د تکرار له امله په وېره کې شول. د نوموړې پلار له خپل یو لیرې خپلوانو سره چې تر دې وړاندې یې هم ورسره ښې اړيکې درلودې، د دواړو کورنیو د مشرانو په سلامشورو، او له مریم څخه د هېڅ ډول نظر غوښتنې پرته، د نوموړې د واده لپاره چمتوالی نیسي.
مریم د خپل هغه برخلیک په اړه ناخبره وه چې کورنۍ یې نوموړې ته ټاکلی و، نوموړې لا هم هغه خوبونه یې چې په ذهن کې درلودل، د هغو په اړه یې فکر کاوه. هغې غوښتل ژوند ته هغسې دوام ورکړي چې په هکله یې خوبونه لیدلي وو. خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، پوهنتون ته لاره وموندي او خپلې د خوښې وړ پوهنځي ته بریالۍ شي، زده کړې وکړي او په پای کې هم له هغه سړي چې سره چې کېدای شي په نوموړې به میین شي، واده وکړي. خو ژوند ورسره د نوموړې پر خلاف لوبه پیلوي، او مریم د ژوند د ټیټې برخې په لور بیایي.
د مریم کورنۍ د یوې جوړې جامو او شیریني په راوړلو سره، د پلار د ملګري د کورنۍ له زوی سره یې د نوموړې د نکاح خبر ورکوي چې د واده خبر یې هم په ټولو ځایونو کې خپریږي. د مریم باور نه کیږي، ځکه د طالبانو له راتګ وروسته دا لومړی ځل نه و چې نوموړې د خپلې کورنۍ له لوري واده کولو ته هڅول کیږي. نوموړې وايي: «پلار او مور مې په ځلونو راته ویل چې وضعیت ډېر خراب دی او په دې شرایطو کې په کور د نجلۍ ساتنه ډېره سخته ده. ښوونځی او زده کړې هم نشته. ته باید واده وکړې، خو ما تل داسې انګېرله چې ګواکې د هغوی خبرې جدي نه دي.» خو د هغوی خبرې ټوکې نه وې. د مریم مور او پلار حتی د نوموړې د نکاح ورځ هم ټاکلې وه.
له دغه خبر وروسته، تورو ورېځو د مریم د ژوند پر اسمان خپل سیوری وغوړوه. مریم د ډېرو نورو نجونو په څېر دغه واده ته غاړه ږدي او د کورنۍ د لرغوني دود له مخې د واده مراسم یې ترسره کېږي.
خو د کوچنۍ مریم لپاره د نوي ژوندانه پیلول ډېر سخت و دغه راز نوموړې د ګډ ژوندانه او له واده وروسته د مسوولیتونو په اړه په هېڅ څه شي نه پوهېده، هغه د ژوند ورځې او شپې په ډېرې سختۍ تېروي او په لنډ وخت کې د خسر د کورنۍ دروند بار نوموړې ته ګران پرېوزي او د نوې ځوانۍ غرور یې له منځه وړي.
له هغې وروسته، مریم د پلار د کورنۍ او د مهربانه مور د غېږې ارامتیا له کړاوونو په ډک ژوند کې هېروي او د مېړه په کور کې د ژوند سختې ورځې له خپلې کورنۍ پټوي او په یوازې توګه یې زغمي. ورځې یې د خسر د کورنۍ په درنو کارونو او شپې یې د مېړه په ناوړه چلندونو او کله ناکله په وهلو ټکول تېروي. نوموړې وايي: «له هغې ورځې راهیسې مې چې واده کړی، د خسر کورنۍ مې یوازې څو میاشتې ښه چلند راسره کړی، خو له هغې وروسته مې ښه ورځ نه ده لیدلې. خاوند مې تل پر ما شک لري او کله ناکله د بېلابېلو پلمو له امله وهل ټکول راکوي.»
د اوونیو او میاشتو په تېرېدلو سره نوموړې د ښه ژوند په اړه خپلې هیلې بایلي او بیایې هېڅکله حتی د لنډې مودې لپاره هم خوښي ونه لیده تر څو وکولای شي د اوږده غم نه وروسته د لږ شېبې لپاره خوښي تجربه کړي. ورځې په همدا ډول له کړاو نه ډکې تیروي او بل لور ته د طالبانو د حاکمیت د هرې ورځې په تېرېدو، د ډېرو خلکو په څېر یې د مېړه اقتصاد هم د خرابېدو په لوري ځي.
د خاوند تش جیب او بېکاري یې یو خوا او د خپل لومړني ماشوم د زېږدلو خبر یې بل خوا، نوموړې یې تر بل هر وخت د ژوند له بد وضعیت سره مخ کړې وه. نوموړې نه پوهېده چې ایا د خسر کورنۍ ته یې د خپل لومړني ماشوم د خبر په ورکولو خوشحاله واوسي که په داشان شرایطو کې د خپل ماشوم د خېټې مړولو لپاره غمجنه شي.
ځکه د خسر کورنۍ یې په دې باور وه چې د هغې بخت تور و نو ځکه د هغوی د کور د بد اقتصادي د وضعیت رامنځته کېدو اصلي لامل هم مریم وه او د خاوند د مور پیغورونو یې هم نوموړې ځوروله. مریم وايي: « زمونږ له واده څو مېاشتې وروسته، خاوند مې بېکاره شو هره ورځ به د کار په لټه کې له کوره ووت خو هېڅ کار نه ورته پیدا کېده. له هغې وروسته د خواښې پیغورونه مې پیل شول او هرځلي به یې راته ویل چې ته بدبخته ناوې یې چې په راتللو دې زمونږ کور وچ کړی دی.»
د څو مېاشتو له تېرېدلو وروسته، نوموړې د امېنداورۍ د سختو ورځو په تېرولو او د خسر د کورنۍ له پیوسته پیغورونو سره- سره، خپل لومړنی ماشوم یې نړۍ ته راوست چې دا مهال یې ماشوم د پنځو مېاشتو دی، خو خاوند یې د ژوند د لګښت د پوره کولو توان نه لري. مریم اړ ده چې په یوازې توګه د لوږې له امله د خپل ماشوم چیغې او دردونه وزغمي او کله ناکله د خپل ماشوم د خېټې د مړولو لپاره د خپلو ګاونډیو کورونو ته ورشي او له هغوی نه خواړه وغواړي.
دا مهال مریم د ښه ژوندانه په اړه له خپلو هیلو نه د تل لپاره لیرې شوې ده. اوس نوموړې د خپل ماشوم د خېټې د مړولو لپاره اندېښنه لري چې هسې نه له لوږې ومري. اجباري واده نوموړې کمزورې او ناهیلې کړې ده.
دا یوازې مریم نه ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله د اجباري واده قرباني شوې ده . زرګونه نورې نجونې هم ورته تجربې لري. د کورنیو بې وزلي او ناداري یو خوا او پر ښځو د طالبانو محدودیتونه بل خوا پیغلې نجونې یې له سختو کړاوونو او ستونزو سره مخ کړي دي. ډیری کورنۍ چمتو دي چې خپلې پیغلې او نابالغه لورګانې ژرترژره په نکاح ورکړي ترڅو د هغوی له مسوولیت نه خلاصون ومومي.