• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ښځې: طالبان مو د چادرۍ اغوستلو له امله د سوالګرۍ په تور نیستي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۱ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1784803440]
AFP

AFP

یو شمېر ښځې وایي یوازې د چادرۍ د اغوستلو له امله د طالبانو له خوا د سوالګرۍ په تور نیول شوې یا د نیول کېدو له ګواښ سره مخ شوې دي. دوی وایي د طالبانو ځواکونو د دوی سپیناوي ته له پام پرته، په سوالګرۍ تورنې کړې دي. د دغو ښځو په وینا، دا ډول چلند د دې لامل شوی چې له کورونو د وتلو پر مهال وېره ولري او ډېری یې نور بهر ته د وتلو جرأت ونه لري. له دې سره هممهاله، د بشري حقونو یو شمېر فعالان خبرداری ورکوي چې د ښځو نیول د هغوی کرامت او عزت زیانمنوي او کولای شي په کورنۍ او کورنیو اړیکو کې د هغوی پر حیثیت ناوړه اغېز وکړي. د هغوی په باور، دا کړنې له عامه ډګره د ښځو د تدریجي ایستلو لپاره د طالبانو د یوې پراخې او پلان شوې تګلارې برخه ده.

د کابل اوسېدونکې زینب (مستعار نوم)، وایي کله چې بازار ته د سودا اخیستلو لپاره تللې وه، د طالبانو د کسانو له خوا د سوالګرۍ په تور ونیول شوه. دا وایي طالبانو د دې خبرو ته له پام پرته تورنه کړه او حوزې ته یې ولېږدوله. دا وایي: «د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې مې چادري نه اغوسته، خو د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته، زما مېړه ټینګار وکړ چې چادري واغوندم؛ ځکه په خپله یې د طالبانو د چلند تجربه لرله.»

زینب د هغې ورځې په تړاو چې ونیول شوه، وایي: «بازار ته د سودا اخیستلو لپاره تللې وم چې د طالبانو رینجر ډوله موټر ودرېد او ویې ویل چې سپره شه. ما وپوښتل ولې؟ ویې ویل ځکه سوالګري کوې او موږ سوالګر ټولوو. ډېره حیرانه شوم. ورته مې وویل زه سوالګره نه یم او یوازې سودا اخیستلو ته راغلې یم، خو هغوی وویل ټول همدا خبره کوي؛ نور دلایل مه وایه، موټر ته پورته شه، ګنې په زور دې سپروو.»

د کابل دا اوسېدونکې زیاتوي: «هغه پیسې مې چې راسره وې هغوی ته وښودلې او مې ویل زه سوالګره نه یم، خو هغوی وویل تاسو سوالګر شتمن یاست. هر څومره مې چې ټینګار وکړ، زما خبرو ته یې غوږ ونه‌نیو او حوزې ته یې بوتللم. له هغوی مې وغوښتل اجازه راکړي له خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیسم. کله مې چې خپل مېړه ته زنګ وواهه او ورته مې وویل چې د سوالګرۍ په تور یې نیولې یم، هغه حوزې ته راغی او له توضیحاتو وروسته وتوانېد ما خوشې کړي.»

د کابل یوه بله اوسېدونکې رویا (مستعار نوم) وایي طالبانو د چادرۍ اغوستلو له امله غوښتل دا د سوالګرې په توګه ونیسي، خو د کورنۍ د غړو او د سیمې د خلکو په منځګړیتوب له نیول کېدو وژغورل شوه.

د کابل دا اوسېدونکې وایي: «له هغه وخته چې د پلار په کور کې ځوانه شوم، پلار او وروڼو مې مجبوره کړم چې چادري واغوندم. وروسته هم، د کوژدې د مراسمو پر مهال د نورو ډالیو ترڅنګ راته یوه چادري هم راوړل شوې وه او مېړه مې هم د هغې پر اغوستلو مجبوره کړم. اوس نو د چادرۍ له اغوستلو سره عادت شوې یم.»

رویا د دې پېښې په تړاو وایي: «یوه ورځ په لاره روانه وم چې طالبانو ودرولم او ویې ویل ته سوالګره یې، باید حوزې ته لاړه شې څو بایومټریک شې او نور په سړکونو کې د سوالګرۍ حق نه لرې. هر څومره مې چې سپیناوی وکړ چې سوالګره نه یم، ویې نه منله. ډېر بد چلند یې کاوه او زما خبرو ته یې غوږ نه نیوه. مقاومت مې وکړ تر دې چې د کورنۍ غړي او د سیمې خلک راټول شول او طالبانو ته یې موضوع روښانه کړه. له هغې وروسته یې پرېښودلم.» دا زیاتوي: «له هغې ورځې وروسته، له طالبانو، له چادرۍ او ان له بهر وتلو کرکه لرم. نور مې زړه نه دی کړی چې له کوره بهر ووځم.»

بلخوا، د بشري حقونو فعاله مریم معروف آروین وایي سوالګري په خپله جرم نه ګڼل کېږي، مګر دا چې له دوکې یا پلان شویو فعالیتونو سره مل وي. دا وایي: «د بشري حقونو له نظره، یوازې ادعا نه شي کولای د یوه کس د نیولو بنسټ شي. دا ډول چلند نه یوازې یو غیرانساني اقدام دی، بلکې ځوروونکی او د بشري حقونو له اصولو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې چلند هم ګڼل کېږي. په دغه راز تورونو د ښځو نیولو په افغاني ټولنه کې د وېرې او ناامنۍ فضا پراخه کړې ده.»

آروین+ زیاتوي: «د یوې ښځې نیول، د هغې کرامت او عزت زیانمنوياو کولای شي د هغې پر کورني مقام او له مېړه سره پر اړیکو یې ناوړه اغېز وکړي. د بشري حقونو له بنسټيزو اصولو، په ځانګړې توګه د خپلسرو نیولو د ممانعت له اصل سره سم، د طالبانو دا کړنه د بشري حقونو له معیارونو سره په څرګند ټکرکې ده. دا یو غیرانساني چلند دی او طالبان باید د هغه ځواب ویونکي وي. نړیواله ټولنه باید پر دغې ډلې خپل سیاسي او حقوقي فشارونه زیات کړي.» دا ټینګار کوي چې دا ډول چلند د طالبانو بېلې یا خپلسرې کړنې نه دي، بلکې له عامه ډګره د ښځو د اېستلو لپاره د یوې پراخې او پلان شوې تګلارې برخه ده.

د بشري حقونو دا فعاله وایي: «طالبان ان هغه ښځې هم نه شي زغملای چې د دوی د خوښې حجاب مراعاتوي او نه غواړي هغوی په ټولنه کې حضور ولري. دا فشارونه د خپلې ولکې د ټینګولو او د ځواک د ښودلو لپاره د طالبانو د تګلارې برخه ده.»

په هرات کې ځایي سرچینې وایي چې د جبري حجاب په تړاو د طالبانو له نوي امر وروسته، د دغې ډلې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محستبانو ګڼې ښځې او نجونې د چادرۍ/بورقې د نه لرلو په تور نیولې دي.

طالبانو په خپل نوي امر کې ټینګار کړی چې هغه ښځې او نجونې چې د دغې ډلې د خوښې حجاب مراعات نه کړي، نیول کېږي او زندان ته لېږدول کېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

متقي د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د چین له ځانګړي استازي سره وکتل
خبرونه

متقي د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د چین له ځانګړي استازي سره وکتل

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791371628]
د سینې سرطان؛ ناوخته تشخیص او د درملنې د امکاناتو کمښت د ښځو ژوند ګواښي
راپورونه

د سینې سرطان؛ ناوخته تشخیص او د درملنې د امکاناتو کمښت د ښځو ژوند ګواښي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791370378]
اوچا: ماشومان د ناچاودو مهماتو د قربانیانو ۷۸ سلنه جوړوي
خبرونه

اوچا: ماشومان د ناچاودو مهماتو د قربانیانو ۷۸ سلنه جوړوي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791369033]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.