پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او د ښځو پر زدهکړو او کار له پراخو محدودیتونو وروسته ډېرې مېرمنې کورناستې شوې او اقتصادي او ټولنیز فرصتونه یې له لاسه ورکړل. له دې سره سره ځينې مېرمنې هڅه کوي چې د انفرادي نوښتونو له لارې په ټولنه کې د اغېزمنتیا لارې چارې ومومي.
د هغو محدودیتونو په تل کې چې د ښځو ورځني ژوند په نښه کوي، په کابل کې یوه مېرمن توانېدلې چې د زیوراتو کارځای جوړ کړي چې هممهاله یې څه باندې ۵۰ ښځو ته د روزنې او کار زمینه برابره کړې ده.
هدیه شیرزاد (مستعار نوم) چې نهه کاله مخکې یې په فیروزکوه انسټيټوټ کې د زرګرۍ هنر زده کړی، څه باندې یو کال کېږي چې د کابل په پلسرخ څلورلارې کې یې د زرګرۍ کارځای جوړ کړی دی. نوموړی په دغه کارځای کې د حلاجۍ ماشین، سوهان او انبور په کارولو لاسي زیورات جوړوي. اوسمهال هغه په شپږو میاشتو کې نجونو او ښځو ته د دغه مسلک روزنه ورکوي چې ګڼې یې له ښوونځي پاتې دي. د نوموړې په خبره، لا هم ډېر کسان د هغې پر کار باور نه لري او دا د نارینهوو مسلک ګڼي.
هدیه په دې اړه وايي: «یو کال کېږي چې د زرګرۍ کارځای مې جوړ کړی. دمګړۍ څه باندې ۵۰ نجونې او ښځې چې ډېرې یې له زدهکړو پاتې دي، روزنه ګوري. ما دا کارځای د عملي روزنې او ښځو ته د کاري بوختیا رامنځته کولو په موخه جوړ کړی څو ترڅنګ یې اوسم. په راتلونکې کې غواړم دا کار پراخ او نورو ولایتونو کې یې هم څانګې جوړې کړم څو ښځې وکړای شي د ځان او خپلو کورنیو لپاره حلاله روزي پیدا کړي.»
دا مېرمن ټينګار کوي له کاره یې د ملاتړ نشتوالی او ټولنیزې ننګونې لکه د ښځو پر وړتیاوو بې باوري، د بازار رکود، د پانګې کمښت او تعلیمي او ټولنیز محدودیتونه یې لویې ستونزې دي.
دا ښځه زیاتوي: «له بده مرغه په اوسني وضعیت کې د مرستندویه ادارو (ډونرانو) باور ډېر کم شوی او د ښځو له کاره چندان ملاتړ نه کېږي، ځکه چې دوی خیالي او لنډمهالې پروژې ګوري چې یوازې د مالي مرستې ترلاسه کولو لپاره پلي کیږي. که ریښتینی او دوامداره ملاتړ وشي، زموږ د زده کړندویانو شمیر به زیات شي او وبه کړای شو دا مرکز پراخ کړو.»
مېرمن شیرزاد له ننګونو سربېره هیله لري چې بېرته په افغانستان کې په ځانګړې توګه په کابل کې د ګاڼو جوړولو هنر د پخوا په څېر وغوړېږي. نوموړې زیاتوي: «هیله لرم چې د تېرو کلونو په څېر کله چې به په کابل کې له سرو زرو زیورات جوړېدل، دا هنر بېرته وده وکړي. له بده مرغه د کورنیو جګړو له کبله په افغانستان کې د زرګرۍ مسلک له منځه لاړ. غواړم دا هنر بېرته راوټوکېږي، ځکه زرګري بېل او ارزښتمند هنر دی چې کولی شي په اوسنیو شرایطو کې د مېرمنو لپاره د ګټې وټې ښه سرچینه وي.»
مېرمن شیرزاد وايي چې ځينې نجونې غواړي له کارځای سره یې یو ځای شي، خو بېوزلي او اقتصادي ستونزو یې مخه نیولې. نوموړې زیاتوي: «د زرګرۍ روزنه ځانته لګښتونه لري او فیس مو دوه زره افغانۍ دی. له بده مرغه ځینې نجونې د دغو پیسو د ورکړې وس نه لري او نه شي کولی په ټولګیو کې ګډون وکړي. ډېری یې له موږ غواړي چې تخفیف ورکړو. موږ ټوله هڅه کوو، څو تر خپله وسه تخفیف ورکړو، خو امکانات مو محدود دي.»
د نوموړې په کوچني کارځای کې د حلاجۍ ماشینونه او د زرګرۍ وسایل لکه لیم، ګیره، انبور، لاسي دریل او لاسي څرخ لیدل کېږي چې نجونې پکې په ډېر دقت بېلابېل ډول ګوتمۍ او ګاڼې جوړوي.
دا نجونې په پیل کې د زرګرۍ د تاریخ، قیمتي فلزاتو، د سرو زرو د ویلې کولو او استخراج، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، د سرو زرو د وسایلو او د فلزاتو د تعامل په اړه درسونه وايي او بیا د عملي کار پړاو ته ننوځي.
د دغه کارځای ښوونکی نوید وايي چې نجونې له شپږو میاشتو روزنې وروسته په زرګرۍ کې پام وړ مهارتونه زده کوي. نوموړی دا نجونې د افغانستان راتلونکې زرګرې ګڼي او زیاتوي: «دا نجونې له روزنې وروسته کولی شي له موږ سره په کارځای کې کار وکړي یا دوی هغو ته ورمعرفي کړو چې د زرګرۍ برانډونه لري. دا نجونې د افغانستان راتلونکې زرګرې دي او کولی شي د سرو زرو او ګاڼو تولید پراخ او بدل کړي.»
نوید چې له فیروزکوه انسټيټوټ څخه فارغ دی، وايي: «موږ هغو نجونو ته چې له دغه ځایه فارغېږي، باوري سند ورکوو څو وکړای شي له ګټو یې برخمنې شي. موخه مو د هغو نجونو چې له زده کړو او کار څخه پاتې دي، ملاتړ دی څو د کار او زده کړو زمینه ورته برابره کړو؛ داسې یو کاروبار چې د افغانستان په کچه بې مخینې دی. له ښه مرغه زده کړندویانو مو تر دې دمه ښه پرمختګ کړی. د دغه کارځای ترڅنګ یوه تولیدي څانګه هم لرو چې هلته ټولې ګاڼۍ او زیورات د مشتریانو د خوښې له مخې تولید او جوړېږي.»
د دغو نجونو له ډلې صبریه چې د یوې ګوتمۍ پر پاکولو بوخته ده، هیله لري چې یوه ورځ په عصري بڼه پر افغاني ګاڼو د میناتورۍ ډیزاینونه حکاکي کړي او هغه د خپلو هېوادوالو پر لاسونو وګوري.
صبریه چې په میناتورۍ برخه کې یې زده کړې کړې، وايي: «له دې کبله مې زرګرۍ ته مخه کړه چې افغانان له پخوا راهیسې له ګاڼو سره لېوالتیا لري. اوسمهال په دغه کارځای کې ابتدايي روزنه کوم. هره څانګه خپلې ستونزې لري، خو کله چې هره ورځ تمرین وکړې، اسانېږي. زما هم زرګري او له فلزاتو سره کار خوښېږي؛ ښکلی احساس لري چې کله په خپل لاس فلزاتو ته بڼه ورکړې. که کله مې خپل برڼد جوړ کړ، غواړم پر ګاڼو د میناتورۍ سټایلونه وکاروم.»
د دغه کارځای یوه بله زده کوونکې سلطانه چې له شپږم ټولګي وروسته له زده کړو پاتې شوې، وايي چې غوښتل یې ډاکتره شي، خو د طالبانو محدودیتونو یې د ژوند لوری بدل کړی دی. نوموړې اوس زرګرۍ ته د فرعي مهارت په سترګه ګوري او هیله لري چې یوه ورځ د ښوونځيو دروازې پرانېستل شي او وکړای شي خپلې هیلې ته ورسېږي.
سلطانه په دې اړه وايي: «اوس پر صاف کارۍ او ریګمال کار وکوم، تراوسه د نقش او نګار پړاو ته نه یم رسېدلې ځکه تازه راغلې یم. کله چې پر موږ محدودیتونه ولګول شي، روحیه مو اغېزمنه کېږي. له همدې کبله مې وغوښتل زرګري زده کړم تر هغې چې د ښوونځي دروازې پرانېستل کېږي. ځکه که یو څوک هر څومره په کور پاتې شې، هومره خپه کېږي.»
نجونې د مېرمن شیرزاد په کارځای کې په خپلو لاسونو داسې ګاڼې او زیورات جوړوي چې هیله لري یوه ورځ په ملي او نړیوالو برانډونو کې نندارې ته وړاندې شي. دا نجونې له نورو هم غواړي چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره لاس په کار شي او هڅه ورته وکړي.
دا نجونې داسې مهال له فلزاتو سره کار کوي او خپل هنري نوښت نندارې ته وړاندې کوي چې طالبانو پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي او هغوی یې د جنسیت له کبله څنډې ته کړې دي. دوی د زده کړې، مطالعې، کار، سفر، تفریح، او په واک او سیاست کې د ګډون له حق څخه محرومې دي.
اوس مهال د ګاڼو جوړولو شپږ هنري سټایلونه چې ترکمني، هزارهګي، غزنوي، هراتي، کابلي او کوچیاني دي، په افغانستان کې پر ګاڼو کارول کیږي چې په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې خورا مشهور دي. د هیواد پر ډیرو لاسي جوړو شويو ګاڼو قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې کارول شوې چې لاجورد بیا په بهرنیو بازارونو کې ډېره تقاضا لري.





