افغانستان کې د طالبانو د مشر له فرمان وروسته چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو کې یې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه، د ښوونځيو او پوهنتونونو ځینو زدهکوونکو پرلیکه(انلاین) زدهکړو ته مخه کړه، څو وکړای شي دا تشه تر یو ځایه ډکه کړي.
دې ته په پام، د پوهنتونونو ځینو پخوانیو استادانو نجونو ته ځانګړی انلاین پوهنتون جوړ او هڅه یې وکړه چې په پوهنتون کې د حضوري زدهکړو دا تشه په انلاین ډول د انټرنټ له لارې ډکه کړي. د «مېرمن انلاین پوهنتون» د مسوولانو د ادعا پر بنسټ، دا پوهنتون نږدې ۱۴ پوهنځي لري چې له ۱۴ زره ډېرې محصلانې پکې زدهکړه کوي.
ورته مهال، ځينې نجونې وايي چې انلاین پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو، هغوی ژوند او راتلونکې ته هیلهمنې کړې دي؛ خو ځينې بیا وايي، انلاین زدهکړې نه شي کولای د حضوري زدهکړو ځای ونیسي.
د طالبانو له لوري د نجونو پر زدهکړو له بندیز وروسته، د ۱۴۰۱ کال په وروستیو کې د پوهنتونونو ځينو افغان استادانو د نجونو د پاتې درسونو د جبران په موخه د «مېرمن انلاین پوهنتون» بنسټ کېښود.
د دغه پوهنتون بنسټګر عبدالفرید سالنګۍ وايي، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له بندېدو یوه اوونۍ وروسته، هغه او ځينو نورو همکارانو یې پرېکړه وکړه چې یو شمېر کمو نجونو ته په بېلابېلو څانګو کې د زدهکړې لپاره انلاین پوهنتون جوړ کړي.
ښاغلي سالنګي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «ما د پوهنتون د یو استاد په توګه لومړی وغوښتل، یوازې لږ شمېر نجونو ته چې له دې وړاندې یې له ما په اقتصاد څانګه کې درس وایه، انلاین درس ورکړم. له یوې اوونۍ وروسته مې ولیدل چې د انلاین زدهکړو مینوال ډېر شول چې په دې سره مې له نورو همکارانو سره مې اړیکه ونیوله او څو پوهنځي مو جوړ کړل.»
هغه وايي چې په لومړي پړاو او د «مېرمن انلاین پوهنتون» له جوړېدو یوه میاشت وروسته له ۵۰۰ ډېرو نجونو دغه پوهنتون کې نوم لیکنه وکړه.
د نوموړي په خبره، دمګړۍ دا پوهنتون نږدې ۱۴ پوهنځي لري او د افغانستان، ایران، پاکستان او ان له اروپا او امریکا څخه نږدې ۱۴ زره محصلانې پرلیکه زدهکړې کوي. هغه زیاتوي چې په دې پوهنتون کې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه له ۴۰۰ ډېر استادان په وړیا ډول تدریس کوي.
نوموړی زیاتوي چې اوسمهال دا پوهنتون «هاوس لندن کمپنۍ» کې د یوې غیرانتفاعي موسسې په نوم ثبت او راجسټر شوی دی.
سالنګي زیاته کړه: «دا چې په افغانستان کې د کانکور د ترسره کولو چاره نه وه، موږ د نجونو د ښوونځي د نمرو فیصدۍ په پام کې ونیوله او پر دې بنسټ مو محصلینې جذب او څانګې مو ورته وټاکلې.»
اوسمهال دا پوهنتون د «ګوګل مېت او زوم» پلټفورمونو له لارې خپلو زدهکوونکو ته زدهکړه ورکوي.
آیا انلاین زدهکړې د حضوري زدهکړو ځای نیولی شي؟
ځينې نجونې وايي چې هغوی د انلاین پوهنتونونو او روزنیزو مرکزونو شتون ته هیلهمنې دي.
نجما څمکنۍ د مېرمن انلاین پوهنتون محصله ده. هغه وايي چې د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازو له بندېدو وروسته، هغه پر «ډېپرېشن» اخته شوې وه. څمکنۍ زیاتوي: «د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له بندېدو وروسته ناهیلې او په ډېپرېشن اخته شوم. یوه ورځ یوې خورلڼې مې یو فورم راولېږه چې هغه د انلاین پوهنتون و. پخوا د کرونا پر مهال تجربو ته په کتو زه پر انلاین زدهکړو باوري نه وم.»
څمکنۍ زیاتوي: «مېرمن انلاین پوهنتون کې له نوملیکنې دوه اوونۍ وروسته مې انګېزه بیخي بدله شوه او له ناوړه روحي او رواني وضعیت څخه خلاصه شوم. موږ په دې پوهنتون کې په بېلابېلو بڼو زدهکړې کوو.»
ریحانه عربزاده ۱۹ کلنه ده او په ۱۴۰۰ کال کې له وحدت لیسې فارغه شوې ده. هغه وايي، له ښوونځي وروسته یې غوښتل کانکور کې ګډون وکړي، خو طالبانو د ګډون اجازه ورنه کړه. ریحانه زیاتوي، چې د طالبانو له تېرو دوه کلونو واکمنۍ راهیسې هغې او ټولګیوالو ته یې پوهنتون ته تګ «خیال» ښکارېده. د نوموړې په خبره، د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو له بندېدو وروسته یې ځينې خورلڼې اړې شوې له وخت وړاندې واده ته غاړه کېږدي.
هغې زیاته کړه: «زما یو شمېر ټولګیوالې خپلو کورنیو اړې کړې واده وکړي، له دې امله چې اوس نه درس وایې او نه هم پوهنتون ته ځئ، نو واده وکړئ. ځینو ځایونو کې چې انلاین زدهکړې پېل شوې، ډېرې کورنۍ له دې پرېکړې په شا شوې، ځکه لږترلږه هیله ورته پېدا شوه.»
ځينې نجونې وايي چې د انلاین پوهنتونونو او روزنیزو مرکزونو شتون هغوی راتلونکې او ژوند ته هیلهمنې کړې دي؛ خو له دې سره بیا هم د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو د پرانېستو غوښتنه کوي.
زحل عطايي محصله ده. هغه وايي: «د نورو افغان نجونو په څېر زه هم غوښتنه لرم چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي او هغوی ته اجازه ورکړي چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي؛ ځکه دا وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو د اجباري ودونو شمېر زیاتوي.»
له بلې خوا ځينې نجونې وايي چې انلاین زدهکړې د حضوري زدهکړو ځای نه شي نیولی.
شیبا رستمي یو دولتي پوهنتون کې د د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګلیسې څانګې د دویم کال محصله ده. هغه چې د دایکندي اصلي اوسېدونکې ده وايي چې انټرنټي خدمتونو او کمپيوټر ته نه لاسرسی او دغه راز د وخت بېلوالی د دې لامل کېږي چې ډېرې نجونې له انلاین زدهکړو بې برخې شي.
هغه زیاتوي: «انلاین زدهکړې نه شي کولای د حضوري زدهکړو ځای ونیسي؛ خو په اوس کې دا چې بیخي له زدهکړو محرومې شو، ښې دي. ستونزه دا ده چې د هېواد ډېرو برخو کې انټرنټ نه شته. د بیلګې په توګه په دایکندي کې ان مبایل سم کار نه کوي، انټرنټ خو لا څه کوې.» شیبا زیاته کړه: «له بلې خوا ډېری کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای خپلو لوڼو ته کمپيوټر، انټرنټ او مبایل واخلي.»
د هغې په خبره، دې وضیعت ته په کتو ښايي د مېرمن انلاین پوهنتون د مسوولانو له لوري وړاندې شوې شمېرې هم رښتیا نه وي. له بلې خوا ځينې پوهان وايي، که څه هم د نجونو د زدهکړو پر وړاندې اقتصادي، انټرنټي . . . ستونزې شته؛ خو دمګړۍ انلاین زدهکړې یو ښه بدیل کېدای شي.
بهاره عطايي د مېرمن انلاین پوهنتون یوه استاده ده. هغې له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «زدهکړو ته له هر ځایه په اسانه توګه لاسرسی، ټولو ته د لاسرسي وړ، په زدهکړو کې له ټیکنالوژۍ ګټه اخیستل او له نویو لارو چارو سره بلدیتا د دې ډول زدهکړو له ښېګڼو څخه دي.»
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړلې. دغه راز یې د تېر میلادي کال د ډسمبر پر ۲۰مه نجونې له پوهنتونونو هم راوګرځولې. دغو بندیزونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول؛ خو تر اوسه یې کومه مثبته پاېله ورکړې نه ده.