۸صبح، کابل: د کاپیسا د مرکز محمودراقي اړوند د «ګلدان چوک» په سیمه کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۶.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د پلي لارو او ویالو جوړولو پروژه پيل شوې ده.
باختر خبري اژانس یکشنبه د وږي پر ۱۵مه راپور ورکړی چې په محمودراقي کې د طالبانو ښاروالۍ ویلي چې ټاکل شوې دا پروژه په درېیو میاشتو کې بشپړه شي.
په محمودراقي کې طالب مسوولانو ویلي چې په دې پروژه کې ۲۰۰ کسانو ته بوختیا برابره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د زیربنايي او پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې د مالي سرچینو له کمښت سره مخ دی او ډېرې پروژې د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ پلې کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د زيربناوو پر پیاوړي کولو او پراختیا ټينګار کړی دی.





