۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې د خوړو نړیوال سازمان، تېره میاشت په افغانستان کې له ۱۱.۷ میلیونو اړمنو خلکو سره بشری مرستې کړې.
نن چهارشنبه (وري۹)، اوچا د بشري مرستو د وېش په اړه راپور خپور کړی، چې په کې راغلې «دغه مرستې د بېړنیو مرستو، نغدي، د تغذیې او معیشت په برخو کې، ټولې ټولټال ۳۴،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت وې.
د دغه راپور له مخې، په تېره فبروري کې د وېشل شویو خوراکي توکو ټوله اندازه څه باندې ۷۱ زره ټنه وه، چې له دې ډلې ۳،۵ میلیونه اړمنو کسانو ته د خوراکي کوپونونو او ۸۳۳ زره نورو اړمنو ته د خوراکي توکو مرستې وویشل شوې.
اوچا همدارنګه راپور ورکړ چې د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د سختې او متوسطې خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره، له ۱.۶ملیونه ماشومانو ته له ۶ څخه تر ۵۹ میاشتو پورې، ماشومانو او امیندوارو میرمنو ته خواړه چمتو کړي او ۵۲۶ زره میرمنو او ماشومانو ته یې طبي مرستې برابرې کړي.
خپاره شوي معلومات ښيي چې تېره میاشت ۱۷۷۰ روغتیايي مرکزونو او ۴۳۶ ګرځنده روغتیايي ټیمونو، د خوړو نړیوال سازمان له مرستو څخه ګټه اخستې او د (ټولنې انعطاف پروژې) له لارې پر ۲۶۴ زره کسانو نغدي او غیر نغدي مرستې ویشل شوې دي.
د (اوچا) له خوا د خپاره شوي راپور له مخې، په فبرورۍ میاشت کې هغه مرستې، چې دمخه په ځینو پروژو کې په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز له امله بندې شوې وې، بېرته پیل شوې او له ۸۵۰۰ کسانو سره د روزنیزو پروګرامونو له لارې مرسته شوې چې ورسره د دوی د ژوند کچه لوړه شي او ۶۷۶ زره زده کوونکي په سیمه ییزو تعلیمي صنفونو کې، د لوړې انرژۍ بسکټونه او ډوډۍ ویشل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو همغږۍ دفتر، تېره میاشت د خوړو نړیوال سازمان له خوا د بشري مرستو وېش په اړه راپور ورکړ، چې د بودیجې د کمښت له امله اټکل کېږي چې په دې میاشت کې ددغه سازمان مرستې ۲۵ سلنه کمې شي.