۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د مور شیدې د نویو زېږېدلو ماشومانو په وده کې مهمه ونډه لري او په میندو کې د ځينو ناروغیو ګواښ کموي.
نوموړي بنسټ پنجشنبه د زمري پر ۱۵مه په اېکس کې لیکلي چې د مور شیدې د ماشوم له ودې سره مرسته کوي، ماشوم له انتاناتو خوندي کوي او په اوږد مهال کې یې روغتیا ډاډمنوي.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې ده چې شیدې ورکول په ماشومانو کې د چاغښت، تنفسي ستونزو او د زړه ناروغیو د رامنځته کېدو ګواښ کمولی شي.
دغه بنسټ ویلي چې شیدې ورکول میندو ته هم ګټه لري او د سینې، شکر او زړه ناروغیو ګواښ کموي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټينګار کړی چې که نوی زېږېدلی ماشوم په ۲۴ ساعتونو کې اته یا له دې زیاتې شیدې وخوري او له شیدو څښلو وروسته ارام او موړ ښکاره شي، نو دا تر ډېره د دې نښه ده چې ماشوم کافي شیدې ترلاسه کوي.





