۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې په بدخشان کې د روغتیايي خطرونو په اړه د پوهاوي کمپاین څه باندې ۳۷ زره کسان تر پوښښ لاندې راوستي دي.
نوموړي بنسټ یکشنبه د زمري پر ۱۸مه په اېکس کې لیکلي چې دا کمپاین په افغانستان کې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ ترسره شوی او موخه یې د روغتیايي خطرونو او له هغو سره د مقابلې د لارو چارو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول و.
د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، ښځې د هغو کسانو ۶۰ سلنه جوړوي چې له دغه کمپاینه برخمنې شوې دي.
یاد سازمان زیاته کړې چې خلکو ته د غوره روغتیايي معلوماتو رسول د ښو پرېکړو کولو او د افرادو، کورنیو او ټولنو د خوندیتوب زمینه برابروي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی، هغو ټولنو ته چې روغتیايي معلوماتو ته ډېره اړتیا لري، د دغو معلوماتو د رسولو هڅې به دوام ولري.





