۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې د زلزلې له کبله څه باندې ۱۲ زره کسان مخامخ اغېزمن شوي او ۵۴۱۲ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.
نوموړي بنسټ پنجشنبه د وږي پر ۱۳مه په یوه راپور کې لیکلي چې د افغانستان د ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه د کونړ او ننګرهار د روغتونونو او سړکونو ځینو برخو شدید زیان لیدلی دی.
په راپور کې راغلي چې ډېرې کورنۍ تر کنډوالو لاندې دي او ژوندي پاتې اوس له شدیدو ټپونو، غم او ناروغیو د خپرېدو له ګواښ سره مخ دي.
د راپور له مخې، روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی چې د قربانیانو شمېر ساعت په ساعت لوړېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې زرګونه کورنۍ بې کوره شوې او اوس سرپناه نه لري.
د نوموړي بنسټ په خبره، ډېری ټپيان بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري او په ځپل شویو سیمو کې د ساري ناروغیو د خپرېدو ګواښ جدي دی.
یاد سازمان ټينګار کړی چې د مرستو رسولو عملیاتو د پراخولو او ځپل شویو ته د پاملرنې لپاره بېړنۍ او انعطافي بودیجې ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو بنسټونو ویلي چې د خرابو لارو له کبله مرستندویان نه دي توانېدلي چې په لرې پرتو سیمو کې زیانمن شویو کسانو ته لاسرسی پیدا کړي.





