د ملګرو ملتونو ښوونيز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت د ښوونکو پر ملاتړ او د هغوی د مسلکي دریځ د ښه کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
یونسکو دوشنبه د اکټوبر پر ۵مه، ویلي چې د نړۍ ښوونکي د ډیجیټلي ټکنالوژۍ، اقلیمي بدلونونو، کډوالۍ او بېځایه کېدو په ګډون په بېلابېلو برخو کې له ننګونو سره مخ دي.
دغه سازمان ویلي چې ښوونکي د دې لپاره چې خپل رول په ښه توګه ترسره کړي، لا ډېر ملاتړ، مناسبو کاري شرایطو او د دوی د مسلک وړ مسلکي ځای ته اړتیا لري.
د ښوونکي نړیواله ورځ هر کال د اکټوبر پر پنځمه نمانځل کېږي او سږ کال د ښوونکو د مسلکي دریځ په اړه د کار نړیوال سازمان او یونسکو د سپارښتنې د تصویب ۶۰مه کلیزه ده.
دا ورځ د کار نړیوال سازمان، یونیسف او د ښوونې د نړیوال سازمان په همکارۍ نمانځل کېږي





