د ښځو میاشتنی عادت یوه طبیعي میاشتنۍ دوره ده چې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ملیونه ښځې ورسره مخ کېږي. خو دا طبیعي بهیر په افغانستان کې د ښځو پر بدن د سانسور، د نرواکۍ د لید لوري د برلاسۍ او په ټولنه کې د ناسمو دودونو له امله تابو ګڼل کېږي. د میاشتني عادت شرم بلل د دې لامل شوي دي چې په اړه یې خبرې کول هم شرم او بې ادبي ګڼل کېږي. د ډېری نارینه وو لپاره د ښځو میاشتنی عادت د یوې معما په څېر دی او د ځینو ښځو لپاره د شرم وړ دی. د ټولنپوهانو په اند، د ټولنې کلتور کولای شي د انسان د بدن د فزیولوژۍ میکانیزمونه تر اغېز لاندې راولي. په نرواکې ټولنه کې د یوې ښځې بدن سانسور کیږي او د هغې په اړه خبرې کول او هغه څه چې د یوې ښځې په بدن کې پېښېږي په ټولنه کې «شرم» ګڼل کېږي. ټولنپوهان وايي چې د میاشتني عادت شرم ګڼل، ښځې دې د هغه پټولو ته اړباسي. دغه ناسم دود د افغان ښځو رواني روغتیا او ټولیزه هوساینه اغیزمنه کړې ده.
میاشتني عادت ته د نجونو غبرګون له روزنېزې مخینې او د ټولنې له لید لوري سره نږدې تړاو لري، چې دا لید لوری پر دې اغېز کوي چې ښځه خپل ځان ته څنګه وګوري. ښوونیز بحث چې په دې برخه کې د پوهاوي لپاره تر ټولو مهم عامل دی، په افغانستان کې نشته او معمولا له پامه غورځول کیږي. کورنۍ دې مهمې مسألې ته پام نه کوي، ښوونیز نظام هم د پوهاوي لپاره کوم پروګرام نه لري او حکومتونو هم په دې موده کې د ښځو د روغتیا او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې څه نه دي کړي.
د ډېری افغان نجونو لپاره له میاشتني عادت سره د دوی د مخ کېدو لومړۍ تجربه «عجیبه» «وېروونکې» او له « شرم» سره مله وي. پېغلوټې نجونې د هغه څه په اړه چې بلوغ ته تر رسېدو وروسته په لومړي ځل د دوی په بدن کې پېښېږي سم درک نه لري، له همدې امله له وېرې او ډار سره مخ کېږي. ریحان حسین چې د ټولنپوهنې په برخه کې یې زده کړې کړې دي، د خپل میاشتني عادت لومړۍ تجربه د خپلو هم دورو نجونو په څیر ګڼي او وايي: «نېږدې ۱۲ کلنه وم، یوه ورځ مخکې په ښوونځي کې کله چې یخمالک ته پورته شوې وم، پر ځمکه سخته غورځېدلې وم. په سبا مې یې پرتوګ په وینو شوی و، مور مې په دهلیز کې ودرولم او د دې پر ځای چې ما ته زما د میاشتني عادت په اړه څه ووايي، له ما یې وپوښتل چې تا څه وکړل او ولې داسې شوي. زه په هېڅ نه پوهېدم او یوازې مې د تېرې ورځې د یخمالک پېښه رایادېده ما فکر کاوه چې د هغې اغېز دی. خپلې مور ته مې وویل، هغې له دې پرته چې څه ووايي، نېکر او یوه ټوټه راکړه.» له څو ورځو وینې بهیدنې وروسته، ریحان فکر کوي چې دا د یخمالک نه د راغورځېدو اغېز دی. خو راتلونکې میاشت بیا له میاشتني عادت سره مخ کېږي. دا ځل چا ته څه نه وايي او یوازې تور او پنډ پرتوګ اغوندي. ریحان وايي: «هغه وخت زه ډېره ډنګره وم او د میاشتني عادت وینه مې کمه وه. مور ته مې نه شوای ویلی، پر میاشتني عادت نه پوهېدم. احساس مې کاوه چې امیندواره شوې یم.» یو کال وروسته ریحان د میاشتني عادت د وینې بهېدنې په زیاتېدو سره یو زړه سل زړونه کوي او خپله وېره او ډار پرېږدي او خپلې مور ته وایي. هغه مهال د ریحان مور د دې خبرې په کولو سره چې له میاشتني عادت سره هره نجلۍ مخ کېږي، د ریحان یو کلنه وېره له منځه وړي او د غسل کول ور زده کوي. ریحان تر ځانه څو کشرې خوېندې لري، چې هغوی ته یې د تنکۍ ځوانۍ پر مهال د میاشتني عادت په تړاو هر څه ویلي، څو لکه خپله دا ونه وېرېږي. ریحان زیاتوي: «دا ډېره د خواشینۍ خبره ده. د هغه وخت نجونې د اوس په څېر د میاشتني عادت په اړه هېڅ نه پوهېدې.زه ډېره وېرېدم اوس وضعیت ښه شوی او نجونې د رسنیو له لارې د میاشتني عادت په اړه پر هر څه پوهېدلای شي.
ګلچهره ۲۶ کلنه نجلۍ ده. هغه چې په لومړي ځل له میاشتني عادت سره په ښوونځي کې مخ شوې، وایي::«کله چې ناروغه شوم، په ښوونځي کې وم. د استادې د درس د نوټ اخیستو په حال کې وم، چې احساس مې وکړ د پښو منځ مې ګرم شوی دی. جرات مې ونه کړ چې له ټولګي نه د وتلو اجازه واخلم. له ځایه مې خوځېدلای نه شوم، هېچاته مې څه ونه ویل او د رخصتۍ تر وخته مې ځان په لوستلو او لیکلو بوخت کړ.» کله چې د رخصتۍ زنګ ووهل شي، ګلچهره له دې شرم او وېرې سره چې په جامو به يې داغ راښکاره شي او يا به يې سپينې جرابې سرې شي، له خپلو ملګرو جلا پر داسې لارې چې د خلکو تګ راتګ پرې کم دی، کور ته ستنېږي.
شمسیه یوه ۱۷ کلنه نجلۍ ده. هغه د خپل لومړي میاشتني عادت تجربه داسې بیانوي: «لومړی ځل و، وینه مې ولیده، زه ډارېدم، ما فکر کاوه چې کوم ډول ناروغه شوې یم. د تشناب په کونج کې کېناستم او له دې مخکې چې بدن مې پاک کړم ژړل مې. زه نه پوهېدم چې څه پېښ شوي.مور ته مې هم د دې پېښې له ویلو وېرېدم.» نوموړې زیاتوي چې په دویم او دریم ځل میاشتني عادت هم وېرېدلې ده.
نرګس (مستعار نوم) هم چې په لومړي ځل له میاشتني عادت سره مخ شوه، په ښوونځي کې یې درس تشریح کاوه. هغه وايي:«زړه مې رېږدېده. پر خپل ځای کېناستم. استادې ته مې وویل چې زه تشناب ته ځم. استادې ټینګار کاوه، چې درس پای ته ورسوم. له درس نه وروسته تشناب ته لاړم. هلته نجونې وې. زه ورو ورو د ښوونځي چمن ته راغلم او خپلې جورابې مې وکاږلې چې د ټوټې پر ځای یې وکاروم». نرګس له هغه وخت راهیسې له روغتیایي پټۍ کار نه دی اخیستی. په لومړیو کلونو کې چې کله له میاشتني عادت سره مخ کېده، له ټيکري او زړو جامو یې کار اخیست او اوس له کتاني ټوټو ګټه اخلي.
د جنسي بلوغ ښکارنده د ډېری نجونو لپاره له وېرې او ډاره ډکه ده؛ ځکه چې نجونې له مخکې د تنکۍ ځوانۍ او په خپل بدن کې د بدلونونو په اړه نه پوهېږي. کله چې د دوی په بدن کې بدلون راشي، وېرېږي او شرمېږي او په هماغې تنکۍ ځوانۍ کې پر خپل ځان باور له لاسه ورکوي. فریبا (مستعار نوم) تر ځانه څلور مشرې خوېندې لري. هغه وايي:«هغه څه چې ما له خپلو خویندو اورېدلي وو، دا وو، چې کله نجلۍ ځوانه شي، مېړه کوي.» هغې تر دیارلس کلنۍ پورې له نجونو او هلکانو سره لوبې کړې. فریبا وايي: «له خپل میاشتني عادته مخکې مې وېروونکي خوبونه لیدل،زما لپاره مخ په وړاندې تګ ستونزمن و او پلار ته مې ویل چې ما ډاکټر ته بوځي، خویندو مې راسره جنګ کاوه چې مه وایه چې بیا خپله پوهېږي چې څه کیږي، هغوی هیڅکله ماته په واضح ډول ونه ویل چې څه به راپېښ شي، تر دې چې وینه مې ولیده.» هغې ته یې میاشتنی عادت د مېړه کره تلل تعریف کړي وو. فریبا له خپل میاشتني عادت وروسته لوبې نه کوي. که څه هم د هغې خویندې تر هغې لویې وې، خو د فریبا په وینا، هیڅکله یې جرئت ونه کړ چې د میاشتني عادت په هکله ورته څه ووايي.هغه زیاتوي: «خویندو مې په لومړي ځل له دې پرته چې په ښکاره څه ووایي، له ماسره له ملنډو ډک چلند وکړ، نور مې د ویلو جرات نه کاوه، شرمیدم. زه ان نه پوهیدم چې د وینې وچولو لپاره څه کارول کېږي. یوازینی شی چې زه پرې پوهیدم دا و چې ژر خپل پرتوګ بدل کړم.
د کورنیو لید لوری او د میاشتني عادت پر مهال د ښځو پر کړنو بندیزونه
نجونې د میاشتني عادت پرمهال له ډیرو بندیزونو سره مخ کېږي. که څه هم هغوی سپيڅلو ځایونو له تلو راګرځول کېږي، خو د میاشتني عادت له څرګندولو شرم د دې لامل کېږي چې تظاهر وکړي. په ځینو کورنیو کې نجونې مجبورې دي چې ان هغه مهال چې روژه یې نه وي، ځان روژتۍ وښيي او ننداریز لمونځ وکړي. سعدیه یوه ۲۴ کلنه نجلۍ ده او په یوې نهه کسیزه کورنۍ کې ژوند کوي. نوموړې وايي، په ۱۲ کلنۍ کې په لومړي ځل له میاشتني عادت سره مخ شوه او تر نن ورځې یې په کورنۍ کې څوک پرې نه پوهېږي. سعدیه د روژې په میاشت کې د میاشتني عادت پرمهال ځان روژتۍ ښيي. هغه وايي: «کله ناکله زه په دروغو اودس کوم او د لمانځه لپاره پر جاینماز درېږم. سعدیه په یوه مذهبي کورنۍ کې ژوند کوي، د هغې درې وروڼه د قرآن کریم قاریان دي او کله ناکله په کور کې د قران ختم کوي. هغه زیاتوي: «دوه ځله داسې پېښ شول چې د قران له ختم سره هممهاله زه له میاشنتي عادت سره مخ وم، خپل پلار ته مې وویل چې زه یې نه شم لوستلای، هغه ونه منله، د خپل سر درد مې پلمه کړ، بیا یې هم ونه منله، خو دویم ځل مې چې هره پلمه وکړه، ویې نه منله او راته ویل یې چې له له قرآنه تښتې، زه هم اړه شوم چې د هغوی په مخ کې په نمایشي توګه قران ولولم.»
کورنۍ په دې اړه بېلابېل نظرونه لري. ځینې میندې دې موضوع ته پام کوي او ځینې بې پروا دي. شميلا (مستعار نوم) چې د منځني عمر ښځه ده، څلور لوڼې لري، هغه وايي، کله چې د هغې درې لوڼې له میاشتني عادت سره مخ شوې، هېڅ پرې نه پوهېده چې دا حالت پرې راغلی او کنه. ان کله چې هغه پوهه شوې هم، ځان یې ناګاره اچولی دی. هغه میاشتنی عادت د شرم وړ څه ګڼي او فکر کوي چې باید دا خبره پټه کړای شي. خو د هغې کشره لور، چې اوس اوس ځوانه شوې، تل له خپلې موره غواړي چې روغتیايي پټۍ ورته واخلي. شميلا خپله کشره لور «سپين سترګي» بولي او وايي: «د نن ورځې نجونې هېڅ شرم نه لري.»
داسې میندې هم شته چې خپلې لوڼې دځوانۍ پر مهال په دې اړه پوهوي. فرشته یوه ۳۸ کلنه ښځه ده. هغه وايي: «زما لور ۱۲کلنه شوه او ما ولیدل چې هغه ورو ورو ځوانېږي. ما ورته د میاشتني عادت په اړه وویل، کله چې له میاشتني حالت سره مخ شوه هم، راته ویې ویل، مبارکي مې ورکړه او ورته ومې ویل چې اوس ځوانه شوې ده». د دې په اند میندې باید په دې اړه له خپلو لوڼو سره په اسانۍ خبرې وکړي، څو یې لوڼې له ډار او وېرې سره مخ نه شي.
د میاشتني عادت پرمهال له ښځو سره د نارینه وو چلند
که څه هم د میاشتني عادت په اړه په ټولنه کې یو ډول تجسس شته، خو د ډیری نارینه وو لپاره دا ښکارنده د یوې معما په څیر ده، د میاشتني عادت په اړه پر څه نه پوهیږي او هغه پوهاوي چې په اړه یې لري هم، نیمګړی او یا ناسم دی. هغوی د ټولنې د غالبو بحثونو تر اغېز لاندې دي، د میاشتني عادت په تړاو خبرې شرم ګڼي. همدا ډول، کله چې ښځې مجردې وي، له خپلو وروڼو او پلار نه شرمېږي، کله چې واده کوي، دا ښکارنده ورته نوره هم ننګونکې وي. ډیری ښځې د میاشتني عادت پرمهال د میړه لخوا نه درک کیږي او د هغوی له تاوتریخجن چلند سره مخ کیږي. ځينې ښځې وايي چې مېړونه يې د میاشتني عادت پر مهال پر جنسي اړیکو ټینګار کوي.
د ټولنې په ځینو غړو کې دا دود دی چې د میاشتني عادت پر مهال د ښځو په لاس پاخه شوي خواړه نه خوري. زبیده هغه ښځه ده،چې له ښاره لیرې په یوه کلي کې اوسیږي، نوموړې وایي: «د مور په کور کې مې پخلی کاوه، او چا راته نه ویل چې کله میاشتنی عادت لري، نو پخلی مه کوه. خو له واده وروسته مې خواښې راته وویل چې کله «ناپاکه» یې پخلی مه کوه، ځکه چې نارینه یې نه خوري.» هغه وايي چې دا پېښه د دې لپاره ترخه او دردونکې وه. هغه اوس هم د خپل میاشتني عادت پرمهال پخلی نه کوي او پر دې د شرم احساس کوي چې هرڅوک یې پر میاشتني عادت خبرېږي او په داسې حال کې چې شرمېږي، هڅه کوي چې په دې موده کې نارینه وو ته ځان ونه ښيي.
میاشتنی عادت یا حیض هغه ښکارنده ده چې د افغان مېرمنو په منځ کې یې په اړه خبرې کول بې ادبي ګڼل کیږي. هفه ښځینه چاره چې پخپله ښځې یې شرم وګڼي او په اړه یې له خبرو کولو ډډه کوي، ښکاره خبره ده چې نارینه یې په اړه د خبرو کولو لپاره ډیر لیوالتیا نه څرګندوي یا په دې اړه هیڅ نه پوهیږي. له دې سره سره، په دې راپور کې هڅه شوې چې د میاشتني عادت په اړه له ځینو نارینه وو (هغو پلرونو سره چې لوڼې لري) خبرې وشي. د پنځو تنو له منځه یوازې یوه یې د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط د خبرو کولو غوښتنه منلې ده. هغه میاشتنی عادت شرم نه ګڼي. هغه چې درې لوڼې لري، په خپله د درې واړو لپاره روغتیايي پټۍ اخلي. هغه وايي: « مېرمنې مې هېڅکله راته په ښکاره نه دي ویلي چې میاشتنۍ ناروغي لري، خو په نامستقیمه توګه مې پوهوي. زه په کور کې له خپلو لوڼو سره صمیمي چلند کوم. کله چې هغوی ځوانې شوې، ما غوښتل چې داسې چاپیریال رامنځته کړم چې د شرم احساس ونه کړي. که څه هم هغوی راته په واضح ډول نه وايي، خو زه پوهیږم.»
د میاشتني عادت پر مهال روغتیا ته پاملرنه
د میاشتني عادت پر مهال روغتیا ته پاملرنه خورا مهمه او بنسټيزه مسأله ده؛ هغه څه چې په افغانستان کې ډېر خلک ترې خبر نه دي او ورته پام نه کوي. د میاشتني عادت او په دې برخه کې روغتیا ته د پاملرنې په اړه نه پوهاوی د دې لامل شوی دی، چې د دې ښکارندې د مراقیت او مدیریت په اړه د ښځو په منځ کې ناسم معلومات عام شي. روغتیايي پټۍ او ټیمپون کارول د میاشتني عادت پرمهال کې د ښځو اصلي اړتیا ده. خو د ډیرو ښځو لپاره د دغو توکو ترلاسه کول ستونزمن او ځینې وختونه ناممکن دي. په افغانستان کې د دې مسألې تر څنګ بله ستونزه د میاشتني عادت پر مهال د حفظ الصحې او د روغتیايي پټۍ په اړه د پوهاوی نشتوالی دی. د میاشتني عادت په اړه ډیر ناسم باورونه په ښځو کې عام دي چې د میاشتني عادت پرمهال حمام نه کول، د روغتیایي پټۍ نه کارول او د اوبو نه څښل پکې شامل دي. ډېرې ښځې پر دې باور دي چې د میاشتني عادت پرمهال د بدن مینځل د ښځې د شنډېډو لامل کېږي او د روغتیایي پټۍ کارول ناروا دي.
رابعه (مستعار نوم) هغه عمر خوړلې ښځه ده چې د میاشتني عادت پرمهال خپلو لوڼو او لمسیو ته سپارښتنې کوي. هغه وايي: «ما هیڅکله خپلو لوڼو او لمسیو ته اجازه نه ده ورکړې چې د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال حمام وکړي یا په بازار کې پلورل کېدونکي شیان وکاروي.» رابعه، چې اوس پر ملا کړوپه ده او له ښاره لېرې ژوند کوي، پر دې باور ده، چې د روغتیايي پټۍ کارول روا نه دي. د هغې لمسیانې د خپلې انا ټولې سپارښتنې مني.
د میاشتني عادت شرم ګڼل د دې لامل شوي چې اړوند وسایل یې هم په ټولنه کې په یوې نادودې بدل شي. کوټکس پېرل د نجونو ترمنځ یو پټ کار دی. ډیری نجونې د روغتايي پټۍ یا کوټکس د اخیستو پرمهال شرمیږي او یا یې غوره ګڼي چې بل څوک یې ورته واخلي، نقیبه چې څلورم ځل یې دی له میاشتني عادت سره مخ کیږي، وايي: «لومړی ځل مې د خپلو زړو جامو یوه ټوټه وکاروله او بیا مې له موره وغوښتل چې روغتیایي پټۍ یا کوټکس واخلي». نقیبې چې هرځل د کوټکس د پېرلو جرئت کړی دی، پرې بریالۍ شوې نه ده. هغه زیاتوي:«زه یو ځل پلورنځي ته لاړم چې کوټکس واخلم، مخې ته نه وو اېښي کله چې مې پیدا کړل، د بیې پوښتنه مې یې نه شوای کولی.» په پلورنځي کې د نورو نارینه وو او ښځو شتوالی هم د دې لامل شوی چې نقیبه ونه کړای شي، کوټکس واخلي، بالاخره نقیبه روغتیايي پټۍ خپلې مور ته ورښيي، چې هغه یې ورته واخلي.
د میاشتني عادت د شرم ګڼلو لاملونه او په تړاو یې د نه پوهاوي له امله رواني ستونزې
په دې فزیکي بدلون کې د خجالت، پټولو او شرم لپاره څه دلیل شته؟ په منطقي توګه د میاشتني عادت د وخت او اړوند ستونزو په بیانولو کې تر ټولو کوچنۍ بې شرمي او بې حیایي هم نه شي پيدا کېدلای، نو ولې دا مسأله په افغانستان کې دومره نادوه(تابو) وه او لاهم ده؟ ټولنپوهان پر دې باور دي چې د کلتوري او مذهبي کوډونو په ګډون په دې مسأله کې ډير ټولنیز عوامل ښکیل دي. د دوی په وینا، ښځو ته د ټولنې لخوا د یوه «دننه موجود» په سترګه کتل چې باید تل پټ وي او لکه څنګه چې د ښځې د ځان او د هغې د بدن ښودنه یوه تابو ده ، نو د ښځو په بدن پورې اړوند مسایل هم تابو دي.
د جرمني د لایپزګ پوهنتون ټولنپوه او څېړونکی ابومسلم خراساني له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې په افغانستان کې شته وینادودونه( ډيسکورسونه) داسې دي، چې د ښځو په اړه مسایل او ان پخپله ښځې تر ابهام او راز لاندې پټې وي او څوک یې په اړه خبرې نه شي کولای. ښاغلی خراساني د میاشتني عادت د تابو بلل کېدو لامل د ټولنیزو عواملو لکه کلتوري ارزښتونو او دیني باورونو پایله ګڼي او وايي چې دغو عواملو د ښځو د مسایلو په اړه د خبرو مخه نیولې ده.
دغه ټولنپوه زیاتوي: «موږ په یوې مذهبي او ډېره دودیزه ټولنه کې ژوند کوو. د ژوند دود او د مذهب برخه تر ممکن بریده هڅه کوي چې ښځه د یوه افسانوي او له رازونو ډک وجود او هغه څه په توګه تعريف کړي چې انسان د ګناه، ککړتيا او انحراف لامل ګرځي، له همدې امله د ښځو مسایل او پخپله ښځه د پټوالي، قداست او ناودودۍ تر سیوري لاندې پټوي.» د هغه له نظره، ټولنه ښځه مجبوروي چې ځان پټ کړي او د خپل بدن په اړه خبرې ونه کړي. زموږ په ټولنه کې د ښځو حرمت او تعریف په داسې ډول کیږي چې باید په ابهام کې پاتې شي. دغه لیدلوری د دې لامل شوی دی، چې میاشتني عادت ته باید د داسې یو څه په توګه وکتل شي چې باید پټ وي.
ابو مسلم خراساني په دې اړه څرګندوي: «مذهبي باورونه او ټولنیز کوډونه له هر څه نه په استفادې سره د ښځو د انحصار لپاره کار اخلي، څو د پټولو له لارې قداست، شرم او تابو وساتل شي.» د دغو مواردو ساتل د مذهبي کوډونو په ګټه دي، زموږ د ټولنیز کوډونو یوه لویه برخه مذهبي ده او یا د مذهب تر اغېز لاندې ده.»
د میاشتني عادت شرم ګڼل او ورته پام نه کول که د هر عامل له امله وي، هغه پټولای او ترې انکار کولای نه شي. ښځې او نارینه د جنسي بلوغ او میاشتني عادت په اړه له خبرو کولو د څنګ ته کېدو پرځای باید داسې فضا رامنځته کړي چې د دغو مسایلو په تړاو پکې خبرې وشي. د میاشتني عادت او د بلوغ پر مهال د ښځو په بدن کې د بدلونونو په تړاو د نجونو پوهاوی خورا مهم دی، ځکه چې په دغو عمرونو کې نجونې د ټولنیز شخصیت جوړونې په برخه کې حساس پړاو ته ننوځي، نه پوهاوی یا ناسم پوهاوی د رواني زیان لامل کېدلای شي. ارواپوهان پر دې باور دي چې که د نجونو د بلوغ پړاو په ښه توګه بشپړ نشي، نو د ژوند پر ټولو دورو یې منفي اغېز کولای شي.
اروا پوهه مدینه قاطع مصدق له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې په افغانستان کې ډېری کورنۍ د میاشتني عادت سم تعریف نه لري او هغه شرم ګڼي. د هغې په وينا، کورنۍ د بلوغ دورې ته د یوه طبيعي پړاو په سترګه نه ګوري چې پر وړاندې یې طبيعي غبرګون ولري. هغه زیاتوي: «د میاشتني عادت په تړاو د نه پوهیدو یوه پایله ویره ده. په بدن کې د ځینو هورمونونو خپرېدل کله ناکله د انسان د خپګان لامل کېږي، خو په ډېرو مواردو کې موږ ګورو چې د میاشتني عادت لومړۍ تجربه د نجونو لپاره دومره وېروونکې وي چې د ډېر وخت لپاره یې په ذهن کې پاتې کېږي او د نجونو د خپګان او انزوا لامل کېږي.» دغه ارواپوهه زیاتوي، چې د میاشتني عادت پر مهال د نجونو ځپل د نجونو پر روحیه منفي اغېز کوي. داسې خبرې لکه «هیچا ته مه وایه، نارینه پوه نه شي» د نجونو په زړونو کې تر پایه د میاشتني عادت د ښکاره کولو وېره اچوي.
مېرمن مصدق دغه راز وايي چې په دې برخه کې کورنۍ باید پوهاوی ترلاسه کړي څو د بلوغ پر مهال یې د لوڼو ښه ساتنه وشي. هغه کورنیو ته لارښوونه کوي: «د نجونو د میاشتني عادت لومړۍ تجربه باید ثبت شي، هغې ته باید مبارکي وویل شي او د نجلۍ د روغتیا او نورمال توب د نښې مبارکي باید ورکړل شي.»
د میاشتني عادت پرمهال مراقبت او روغتیا ته پاملرنه د مېرمنو روغتیا تضمینوي. ډاکټر حسب الله شکران د میاشتني عادت پرمهال د حفظ الصحې په تړاو ۸ صبح ورځپاڼې ته وایي: «د ټامپون او کوټکس کلکه سپارښتنه کیږي ځکه چې صحي دي. دا باید په یاد ولرئ چې کوټکس باید په هرو دریو ساعتونو کې بدل شي، باید لږترلږه په ورځ کې یو ځل حمام وشي او د بدن مشخص ځای په ګرمو اوبو ومینځل شي او هڅه وشي چې وچ او پاک وساتل شي.» دا ډاکټر زیاتوي چې د میاشتني عادت پر مهال باید مېرمنې هڅه وکړي چې سم خواړه وخوري او دغه مهال له هغو خوړو ګټه واخلي چې وینه زیاتوي او له درانه ورزشه ډډه وکړي.»
میاشتنی عادت د ډېری ښځو ګډه تجربه ده، شرم ګڼل یې د دې لامل کیږي، چې د ښځو او ټولنې روغتیا له خطر سره مخ شي. نن د می ۲۸مه د میاشتني عادت نړۍواله ورځ ده، دا په دې دوره کې د ښځو مراقبت او روغتیا ته د پاملرنې د اهمیت او میاشتني عادت په تړاو د خلکو د پوهاوي د لوړولو او د ناسمو باورونو د له منځه وړلو لپاره یوه پلمه ده. که څه هم افغانستان نه یوازې د میاشتني عادت په تړاو له نه پوهاوي کړېږي، بلکې د اقتصادي بې وزلۍ له امله ښځې د سمې پالنې او روغتیايي پټۍ د پېرلو توان هم نه لري. له بلې خوا نن په افغانستان کې نه داسې حکومت شته چې د خپلو وګړو هوساینې ته پام وکړي او نه هم داسې کومه اداره شته چې په دې برخه کې د عامه پوهاوی په لټه کې وي.