د کار او ټولنیزو چارو وزارت د غبرګولي پر یوولسمه د ماشومانو نړیواله ورځ د یوه پروګرام په ترڅ کې ونمانځله.
په دغه پروګرام کې وویل شو، چې افغانستان کې شپږ میلیونه ماشومان له خطر سره مخامخ دي او له ډلې یې یو میلیون پر مخدره توکو روږدي دي.
د کار او ټولینزو چارو وزارت مرستیال غلام حیدر جیلاني په دغې ناسته کې وویل، دمګړۍ یو میلیون ماشومان چې ۲۳ ټولګي جوړوي له بېلابېلو خطرونه سره لاس او ګریوان دي. د نوموړي په خبره دغه ماشومان د جګړې قربانیان، کورني بې ځایه شوي، روږدي او یتیمان دي.
جیلاني زیاته کړه، شاوخوا یو میلیون ماشومان روږدي او ۱۹۶ زره نور یې بیا معلول دي. د کار او ټولینزو چارو وزارت د شمېرو له مخې په اوس وخت کې د هرو ۱۰ ماشومانو له ډلې یو یې له تاوتریخوالي سره مخ دی.
په ورته مهال د بشري حقونو خپلواک کمیسیون موندنې ښيي، چې یوازې په تېر کال کې د اته زره او ۵۰۰ ملکي کسانو د مرګ ژوبلې له ډلې، دوه زره او ۱۹ تنه یې ماشومان دي.
د دغه کمیسیون کمیشنرې راضیې صیاد د ماشومانو د نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې وویل، په ټول هېواد کې له پنځه زره او ۳۱۸ ماشومانو سره یې د خبرو له لارې موندلې، چې پر یو زر او ۳۱۲ تنه یې تاوتریخوالی شوی چې له ډلې یې ۳۴ د جنسي تیري دي.
فزیکي، رواني او له بیوزلۍ زېږېدلی تاوتریخوالی بیا هغه دي، چې ماشومان ورسره مخ دي.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وایې، افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي په پام کې لري، چې ۳۴ ولایتونو کې د ماشومانو لپاره د ملاتړ مرکزونه جوړ کړي. د دغه وزارت د مرستیال په خبره اوسمهال ۲۰ زره ماشومان په ۶۸ پالنځایونو کې تر ملاتړ لاندې دي. همدارنګه له ۲۵ زرو نه تر ۳۰ زرو ماشومانو ته په ۴۹۰ وړکتونو کې روزنه ورکول کېږي.
د ماشومانو نړیواله ورځ داسې وخت نمانځل کېږي، چې د ماشومانو د ملاتړ ځینې ادارې، افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد بولي.





