«خاموشستان»؛ د نجونو د نیمګړو هیلو ټاټوبی
هغه ورځې رایادېږي چې لا طالبان نه و راغلي؛ که څه هم جګړه وه او وخت ناوخت به د ښار په ګوټ ګوټ کې د چاودنو وېره احساسېده، خو ژوند روان و: نجونې ښوونځيو ته تللې؛ هلکانو به راتلونکي ته هیلې لرلې؛ کورنیو به د جګړې له خبرونو سربېره هم د مینې لپاره یو څه لرل؛ ښار لا د ګڼهګوڼې بوی ورکاوه؛ د لمر له راختو سره به د تازه ډوډۍ بوی په کوڅو کې خپرېده؛ کتاب پلورنځي به پرانیستي او له پېرېدونکو ډک و؛ د نجونو...
د ښوونځي د وخت خاطره
شپږ کاله مخکې ما او حمیرا د ښوونځي د تفریح په ساعت کې کیسې او د خپلو موخو او ارمانونو په اړه خبرې کولې. حمیرا ویل: «دیانا، پوهېږې؟ پلار مې ډېر وخت مخکې، هغه مهال چې زه لا کوچنۍ وم، وفات شو. هغه مو د کورنۍ یوازینی سرپرست او مهربان ملاتړی و. وروسته مې مور تل ناروغه وي. که څه هم زه او خویندې مې یې پالنه په مینه کوو، خو بیا هم پر موږ لعنت وایي او وايي: کاشکې تاسې نجونې مې هېڅکله نه وای زېږولې؛...
راتلونکی او برخلیک چې هره ورځ سبا ته ځنډول کېږي
پنځه کاله کېږي چې طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې او له کاره د ښځو په محرومولو یې د یوه نسل راتلونکی یرغمل کړی دی. په دغو پنځو کالو کې د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو ژمنه څو څو وارې تکرار شوه، خو هر وار د زدهکړو بیا پیل ناڅرګندې سبا ته ځنډول شوی؛ هغې ته چې تر اوسه نه ده راغلې. پنځه کاله کېږي چې میلیونونه نجونې له ترخې پوښتنې سره ژوند کوي: هغو چې د دوی برخلیک یې په لاس کې...
هغه څپرکي چې چا ونه کتل
که کومه ورځ د خپل ژوند په اړه کتاب ولیکم، نه پوهېږم نوم یې څه کېږدم؟ خو باوري یم چې نوم به یې «هغه څپرکي چې هېڅ چا ونه کتل»، یا «له دغو ټولو ورځو وروسته» او ښايي هم «یوازې زه» کېږدم. خو ډاډه یم چې د کتاب په پاڼو کې به داسې خبرې لیکل شوې وای چې لوستل یې د هر چا د وس خبره نه وه. په هغه کتاب کې به د خنداګانو کیسې وې، د هغو هیلو یادونه به پکې وه چې یوه ورځ...
ازادي؛ سخته لار چې له ښځو قرباني اخلي
زه په هغه کور کې لویه شوې یم چې دیوالونه یې خټين او چت یې ټيټ و. د خونې له کوچنۍ کړکۍ به مې تل د کابل اسمان ته کتل؛ داسې چې ماته به د نقاشۍ په څېر ښکاریده. په هغه ښار کې چې کله کله به یې د وېرې او ناامنۍ بوی ورکاوه، زده کړي مې و چې د کتابونو نړۍ ته پناه یوسم. ماته هر کتاب یوه کړکۍ وه چې نورې نړۍ ته پرانېستل کېده؛ هغه نړۍ چې پکې هېڅ دیوال نه توانېده له انسانه...
مژده (۵)؛ هغې ښځې چې پوهنتون یې له لاسه ورکړ، خو لور ته یې د زدهکړو ارمان ژوندی پرېيښی
مژده داسې مهال وینم چې خپله کوچنۍ لور پریا یې په غېږ کې ارامه ویده ده. د مژدې لاسونه د خپلې لور د کوچني بدن شاوخوا تاو شوي او کله کله یې مخ ته ګوري. په سترګو کې یې د ارام او حسرت احساس څپې وهي؛ داسې چې کله خپل ماشوم ته ګوري، هممهاله د تېر وخت یوه برخه هم لټوي؛ هغه ښځه چې یوه ورځ یې له خپلو کتابونو سره ژوند کاوه، د خپلې راتلونکې لپاره یې پلانونه لرل او باوري وه چې یوه ورځ به...
د سختیو په زړه کې مې دننه یوه ځواکمنه او پیاوړې ښځه ولیده
د ژوند په جنترۍ کې چاته ته د تلپاتې پسرلي ژمنه نه ده ورکړل شوې؛ کله کله د وجود اسمان وريځ وي او کله بیا لمرین. زده مې کړل چې د دغو حالاتو بدلون د ماتې نښه نه، بلکې د ژوندي پاتېدا ثبوت دی. هغه وخت چې حوصله مې ختمه شي یا بېځوابه پوښتنې مې د لارې رڼا تیاره کړي، ځان ته یادونه کوم چې احساسات لنډمهالي دي، نه تلپاتې. دنده مې دا نه ده چې هر مهال دې وځلېږم، بلکې دا ده چې تګ ته دوام...
زما د دوام کیسه
پر کومه ورځ مې چې واورېدل د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې، ګومان مې کاوه لکه ټوله نړۍ چې راباندې ګرځي. څو ساعته یوازې یوه ټکي ته ځیر پاتې شوم او باور مې نه شوای کولی چې نور اجازه نه لرم هغه ځای ته لاړه شم چې کلونه مې ورته هڅې کړې وې. تل مې فکر کاوه چې که زدهکړې وکړم، کولی شم د ځان او خپلې کورنۍ لپاره غوره راتلونکې جوړه کړم. هیله مې لرله چې خبریاله شم، د هغو نجونو غږ واوسم...
پنځه کاله وروسته ته لیک
نه پوهېږم پنځه کاله وروسته هانیه به څنګه وي، خو هغه هیلې چې په زړه کې یې لرم، لیکم یې چې دنننۍ هانیه پوه شي څه غواړم. پنځه کاله کېږي چې په کابل کې یم او هره ورځ له یوه نوي بندیز سره مخېږم. زه له دې ډېره ستړې شوې یم چې ګورم هغه څه چې باید مو لرل، نه یې لرو او هره ورځ راڅخه د ژوند حق اخیستل کېږي. ستړې شوې یم چې د یوې مریۍ په څېر بندیوانه یم؛ داسې لکه ژوند چې راته...
د ناهیلۍ سیوری؛ هغه ګواښونه چې ښايي یوه ورځ مې ژوند واخلي
زه زړوره ښځه یم؛ هغه چې په ټول وجود یې د غوره ژوند، ازادۍ او روښانه راتلونکي لپاره مبارزه کړې ده. ما خپل وطن پرېښود؛ هغه چې زما د نیکونو ټاټوبی و او د ماشومتوب او پيغلتوب ټولې خاطرې، هیلې او ارمانونه مې پکې ریښې لري. د وطن پرېښودل اسانه پرېکړه نه وه. هېڅ انسان په اسانۍ له هغې خاورې زړه نه شي صبرولی چې پکې لوی شوی وي او هېڅ مور نه غواړي اولادونه یې له کور، خاطرو، ملګرو او ټاټوبي څخه جلا کړي. خو کله...









