• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ۸صبح ورځپاڼې «د ښځې غږ» کالم درېیمه کلیزه؛ روایت د حافظې ژغورنه ده

د ښځو برخې مشره د ښځو برخې مشره
۱۳ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1785857092]
AFP + UNICEF

AFP + UNICEF

د ۸صبح ورځپاڼې «د ښځې غږ» کالم درې کلن شو. په دغو درېیو کالو کې دا کالم د ښځو د تجربو، کیسو او روایتونو پر یوې ارزښتناکې زېرمې بدل شوی دی. داسې زېرمه چې یوازې پر بې ساه سوژو نه، بلکې له ژونده ډکې دي چې د هېرېدو له ګواښ سره مخ وې؛ له ناویلو، نا اورېدلو او ناشونو چې د څرګندېدو لپاره یې ځای نه موند. «د ښځې غږ» کالم هڅه کړې چې دا روایتونه د کورونو له څلورو دېوالونو او له ګوښه او منزوي چاپېریاله راوباسي او تر ټولو یې ورسوي. هلته چې ولیدل شي او واورېدل شي.

نن «د ښځې غږ» کالم یوازې یو نوم نه؛ بلکې داسې کالم دی چې د افغانستان په عمومي چاپېریال کې یې ځای موندلی او د ښځو د غږ لپاره پر تکیې او ژوندي ارشیف بدل شوی چې ښځې یې تجربه کوي. «د ښځې غږ» کالم داسې مهال رامنځته شو چې وېره وه د ښځو هیلې، تجربې، ژوند او کړاوونه به بې‌څېرو شمېرو، بې‌جزییاتو احصایو او لنډمهالو راپورونو کچې ته راټيټ شي. دغه کالم داسې چاپېریال رامنځته کړ چې ښځې او نجونې وکړای شي د هغو پولو یوه برخه چې تل یې له ځان سره لېږدولې، څنګ ته کړي؛ د هغه څه په اړه چې پرې تېر شوي، ولیکي او خپلې تجربې له نورو سره شریکې کړي.

له هغو ځانګړنو چې «د ښځې غږ» کالم له هماغه پیله ځانګړې کړه او په افغان رسنیو کې یې نوې لاره پرانیسته، نه یوازې موضوعات، بلکې د لیکوالو هویت او ځای ځایګی و. د دغه کالم د خپرو شویو روایتونو په لوستلو څرګندېږي چې ډېرې لیکوالانې یې پېژندل شوي رسنیزې څېرې نه وې؛ ان نه خبریالانې، نه مسلکي لیکوالانې او ځينو یې لوړې زده‌کړې هم نه وې بشپړې کړې. ډېرې یې داسې نجونې وې چې ښايي په ژوند کې یې په لومړي وار قلم راپورته کړی و؛ داسې ښځې چې تر دې مخکې چا ترې د خپل ژوند د روایت غوښتنه نه وه کړې؛ د افغانستان له بېلابېلو سیمو هغه نجونې چې ان د ښوونځي د دوام او په عام ډګر کې یې د حضور چانس هم له لاسه ورکړی و. هغوی په پیل کې نه نوې لیکوالانې وې او نه نوې خبریالانې؛ بلکې د ویلو لپاره یې څه لرل.

کله دا پیل د «تخیل له امکان» او د «لیکلو له شوقه» راټوکېده، کله د «بیانولو له مسوولیته»، کله «د غږ د پورته کولو لپاره د مقاومت له کچې»، کله د «تجربې د بیانولو له هڅې»کله د «لیدلې پېښې د ثبتولو له اړتیا» او کله ان له ساده «زړه خواله». خو همدا خواره غږونه د وخت په تېرېدو پر داسې روایتونو واوښتل چې نور یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د یوه نسل، یوې ټولنې او راتلونکې لپاره خبرې کوي. «د ښځې غږ» کالم د پیل له لومړۍ ورځې یوازې له نجونو د لیکلو غوښتنه ونه کړه؛ بلکې هڅه یې وکړه د لیکلو په بهیر کې ورسره اوږه په اوږه پاتې شي. هغوی ته یې د بیان جرأت او د تخیل ځواک ورکړ، د لیدل کېدو فرصت یې ورته برابر کړ او هڅه یې وکړه چې نیم ځوړندې هیلې، له پامه غورځول شوې تجربې او هغه ژوند چې په چوپتیا کې پاتې و، پټ پاتې نه شي.

له همدې امله، «د ښځې غږ» کالم تر دې چې یوازې یو کالم پاتې شي؛ د راتلونکي د تخیل، د نویو مفکورو او د روایتونو د بیان چاپېریال پاتې شوی دی. داسې چاپېریال چې پکې شخصي – سیاسي تجربې د ټولیزې حافظې برخه ګرځي او هغه غږونه چې ښايي په چوپتیا کې ورک شوي وای، د پاتې کېدو چانس یې موندلی دی.

روایت، د حافظې ژغورنه

غواړم له دې پوښتنې پیل کړم: کله چې ډېرې تجربې د ثبتېدو فرصت نه مومي، څه ترې پاتې کېږي؟ موږ په داسې وخت کې ژوند کوو چې دروغو پر حقیقت سیوری غوړولی، را ایسار کړې یې یو او ډېری مهال پر عادي حالت بدل شوی دی. موږ؛ همدا موږ چې د ژوندي پاتېدا لپاره د عادي ښکاره کېدو په رول کې ماهر لوبغاړي شوي یو، څو د ساه اخیستو څو پاتې شېبې او وروستۍ هیلې مو هم راڅخه ونه تروړل شي. هره ورځ یې ګورو، شاهدانې یې یو، اورو، وینو او کله کله د دې لپاره چې یوازې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړو او سهار له ګواښ پرته ماښام کړو، داسې ښيو چې هر څه عادي دي؛ ګواکې هر څه عادي شوي او جوړجاړی ورسره کېدای شي. ښايي پوهېږو چې واقعیت څومره دروند دی؛ او ان یوازې یې پر خوله یادول، دروند دي.

موږ هر یو، یعنې عادي خلک، چې څنګه د ژوندي پاتې کېدو لارې چارې زده کړي، په دغه بهیر کې خپله برخه لرو. کله کله داسې په ورځني ژوند کې ورکېږو، بې له دې چې وغواړو، پر یوې کړۍ یې بدلېږو؛ پر کاتالیزورونو چې د عادي کېدو بهیر لا چټکوي؛ که ونه وایو چې د همدغه بهیر په خدمت کې یو، لږ تر لږه د مخکې تګ لار ورته برابرېږي.

بیا هم، ناچاره:

«خو باید زغم وکړو
سمه ده چې الحق هم دردناک دی
خو بادار به رحم وکړي
کله یې چې غوسه راکمه شي
اجازه به راکړي چې سرونه
د هغه پر بوټ او پښو کېږدو
زموږ ټپونه به وشمېري او موږ به همدا
مینه غنیمت وبولو.»

او دا ښايي د عسرت په زمانه کې د انسان تر ټولو تریخ وضعیت وي؛ دا چې نه یوازې ازادي، بلکې د حیرانېدو، اعتراض کولو، نه منلو او خبرو کولو وړتیا هم ورو ورو ورستېږي. خو بیا هم، روایتونه د همدغو ورستېدو پر وړاندې ولاړ دي. دا روایتونه د درد، کړاو، هیلې، ویر، له لاسه ورکولو او حافظې بار وړي. هر روایت د حافظې ساتونکی دی؛ داسې ساتونکی چې نه پرېږدي په اسانه هېر شي؛ داسې ساتونکی چې اجازه نه ورکوي هغه څه چې باید دردناک پاتې شي، د ژوند د عادي منظرې یوه برخه وګرځي.

چې کله د کانکور د پایلو اعلان راشي او د خپلو ملګرو او خپلوانو له بریاوو خوشحالېږو او څو شېبې هر څه ګل و ګلزار ښکاري، یوه نجلۍ یې د «کانکور د ازموینې د حسرت» په اړه لیکي؛ د هغې هیلې په اړه چې کلونه کېږي له ځان سره یې لېږدوي. مهمه نه ده چې په څویم وار دا حسرت تکراروي؛ ارزښت په همدغه تکرار کې دی، په همدغه ټینګار کې چې له لاسه ورکړل شوی فرصت ولیدل شي او امکانات او خیالونه له یاده ونه ایستل شي.

«د ښځې غږ» کالم مسوولیت ښايي همدا و؛ دا چې پرېنږدي د عادي کېدو بهیر بشپړ شي؛ دا چې پرېنږدي سترګې، خیالونه او بدنونه مو پر هغو ټپونو عادت شي چې زموږ د ټولنې پر بدن، جغرافیې او حافظې ناست دي. «د ښځې غږ» کالم هر ځل خپلې ګوتې پر هغو ټپونو ایښې چې ښايي د ورځني ژوند یوه برخه مو ګرځېدلي وي، خو بیا دې هم نه عادي کېږي. د دغه کالم کار یوازې د کړاوونو انعکاس نه و؛ بلکې د یادونې، شهادت ورکولو او د هغه څه ساتل و چې ښايي هره شېبه د وخت په شور کې هېر او له منځه لاړ شي.

که ژوندۍ تجربې او کیسې روایت نه شي، یوازې څو کلمې یا خاطرې له منځه نه ځي؛ بلکې د ټولیزې حافظې یوه برخه هم حذف کېږي. هر انسان د هغو شرایطو او چاپېریال له مخې چې پکې ژوند کوي، د عاملیت یو ډول وړتیا او د پورته کولو غږ لري؛ کله د ګاونډۍ ښځې په غوږ کې د ورو غږ په کچه، کله له ځان سره یوازې او کله په عمومي چاپېریال کې. خو روایت دا غږ له یوې شېبې پورته وړي. روایت یوه خوره او شخصي تجربه د ګډې حافظې یوه برخه ګرځوي. روایت غږونه ساتي. ښايي «د ښځې غږ» ارزښت همدلته وي؛ په هغې حافظې کې د غږونو ثبتول چې بیا بیا ورته رجوع کېدای شي، بیا بیا لوستل کېدای شي او له لارې یې پوهېدای شي چې څه راباندې تېر شوي او د غوره راتلونکې د جوړولو لپاره څومره وړتیا لرو.

هر روایت یو ډول شهادت دی؛ شهادت پر دې چې یوه تجربه شته، تېره شوې او دا رنځ، دا هیله او دا حذفېدل له حافظې نه شي پاکېدای. له همدې امله، د دغو تجربو خوندیتوب، انعکاس او بیان ارزښت لري او د حذف، ځپنې او دروغو په زمانه کې یې ارزښت څو برابره کېږي. مبالغه به نه وي که ووایو چې د دغو روایتونو دنده د حافظې ژغورل دي. او د عسرت، هېرېدونکي او لنډمهالي کلتور په زمانه کې، حافظه خپله یو ډول مقاومت دی.

«د ښځې غږ» کالم راتلونکی؛ څو چې ویلو ته کیسې وي

«د ښځې غږ» کالم خپل ځای تثبیت کړی او هڅه یې کړې چې د ټولنې اخلاقي پولې ځای پر ځای کړي. درې کاله کېږي چې ښځې او نجونې دغه کالم ته یو څه سپاري؛ داسې څه چې ښايي بل هېڅ ځای یې د ایښودلو فرصت نه درلود. «د ښځې غږ» کالم ورو ورو د یوې زېرمې په څېر شوی؛ نه د څېزونو زېرمتون، بلکې د نیمګړي ژوند، ناویلو کیسو، ځنډېدلو ارمانونو، هغو هیلو چې د پوره کېدو فرصت یې نه دی موندلی، پټو وېرو، جبري چوپتیاوو، هغو هیلو چې لا هم د لارې څراغونه دي، د هغو منډو چې ټینګ او پیاوړې دي او د دوام راوړلو چې د مقاومت له بڼې دي.

خو لا هم لار اوږده ده او منزل ډېر لرې. تر څو چې ناویلې کیسې شته؛ تر هغې چې داسې ښځې وي چې غږونه یې لږ اورېدل کېږي؛ تر هغې چې ځپنه، سانسور او حذف دوام لري؛ تر هغې چې حافظه د هېرېدو او تحریف له ګواښ سره مخ وي؛ تر هغې چې د ښځو کړاوونه او تجربې په رسمیت نه دي پېژندل شوې؛ او تر هغې چې یوه ښځه داسې کیسه لري چې ویل یې غواړي، «د ښځې غږ» کالم به د دوام لپاره دلیل ولري؛ ان که په لار کې یې د مغیلان اغزي وي.

ځکه د راتلونکي جوړول یوازې د یوه غوره نړۍ له تصوره نه پیلېږي، بلکې د هغې د تصور د امکان له ساتلو پیلېږي. د راتلونکي تخیل د ژوندي ساتلو لپاره، د مقاومت او عاملیت وړتیا د پیاوړتیا لپاره، د بلې نړۍ د جوړولو لپاره، باید وکړای شو ولیکو، خبرې او بحث وکړو؛ باید داسې امکانات رامنځته کړو چې ښايي یوه ورځ پر واقعیت بدل شي، ان که خپله هم د هغې ورځې شاهدانې ونه اوسو. مهمه دا ده چې نن خپل لاسونه کلک کړو، د دنګو او لوړو دېوالونو له شا راووځو او د قلم په رنګ د خپل شاته غورځول شوي ژوند کیسه وکړو.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

حکیمه؛ هغه ښځه چې د کړاوونو تر بار لاندې کږه شوې
د ښځې غږ

حکیمه؛ هغه ښځه چې د کړاوونو تر بار لاندې کږه شوې

۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1790873472]
یونیسف د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې پاکو اوبو ته د لاسرسي د برابرولو خبر ورکړی
خبرونه

یونیسف د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې پاکو اوبو ته د لاسرسي د برابرولو خبر ورکړی

۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1790872085]
د کتابونو او ښوونکو کمښت؛ زده‌کوونکي: طالبان د زده‌کړې پر ځای د پګړۍ پر تړلو ټینګار کوي
راپورونه

د کتابونو او ښوونکو کمښت؛ زده‌کوونکي: طالبان د زده‌کړې پر ځای د پګړۍ پر تړلو ټینګار کوي

۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1790870548]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.