د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د نړۍ په ۴۵ هېوادونو کې ۵۰ میلیون تنه د قحطۍ په درشل کې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام یکشنبه د جولای پر ۲۴ په یوه راپور کې ویلي، چې کوویډ ۱۹، د اوبو او هوا ناورین او د بیو لوړېدل د دې لامل شوي، چې په نړۍ کې د بېوزلو شمېر زیات شي.
د خوړو نړیوال پروګرام د راپور له مخې د هغو کسانو شمېر چې له خوراکي ناامنۍ سره مخ دي، په ۲۰۱۹ کال کې له ۱۳۴ میلیون تنو څخه ۳۴۵ میلیون تنو ته زیات شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې په ۲۰۲۲ کال کې د ۱۵۲ میلیون له لوږې سره مخ انسانو سره د مرستې لپاره ۲۲،۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
دغه نړیوال بنسټ همدارنګه ویلي، چې له انساني ناورین څخه د مخنیوي لپاره باید ټول لاس په کار شي او د دولتي مرسته کوونکو تر څنګ دې خصوصي شرکتونه هم د تخنيکي مرستو او د زده کړو د لېږد له لارې خپل رول ولوبوي.
وچکالي، د کوویډ ۱۹ خپرېدل او د غلو کړکېچن بازار په نړۍ کې د لوږې د زیاتېدو لاملونه ګڼل کېږي.