۸صبح، کابل: له ترکیې څخه د افغان پناه غوښتونکو د پرله پسې ایستلو په دوام کې د دغه هېواد دولت نیت لري تر ۲۰۰ زیات نور افغانان هم وباسي.
ترکي رسنیو د دغه هېواد د کډوالۍ ادارې له قوله یکشنبه د زمري پر دویمه نېټه راپور ورکړی، چې ټاکل شوې ۲۱۵ نور غیرقانوني افغان کډوال هم له ترکیې څخه وایستل شي.
دغه پناه غوښتونکي له ادیرنې څخه استانبول ته لېږدول شوي، تر څو له هغه ځایه خپل هېواد وګرځول شي.
ټاکل شوې دغه کسان په څو الوتنو کې افغانستان ته ولېږدول شي.
په دې وروستیو کې ترکیې سلګونه افغان کډوال کابل ته رالېږلي دي.