یوه باوري سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وایي، په دې وروستیو کې د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ ته نږدې د ښوراب سيمه کې د ښوراب پوځي هډې ته څیرمه د القاعدې شبکې فعالیتونه تر سترګو شوي دي.
ياده سرچینه زیاتوي، په دې سیمه کې ډیری ځمکې پر عربانو پلورل شوې هم دي .
د سرچیني په قول په یادو خلکو کې داسې خلک هم شته چې لوي ږیرې لري. زیاتره کسان یې په عربي خبرې کوي اوترڅنګ یې داسې کسان هم شته چې څوک یې په خبرو نه پوهېږي .
خو ګرشک ولسوالۍ د ښوراب پوځي هډې ته نږدې اوسېدونکي وایې، چې د دوی سیمو ته داسې کسان ورغلي دي چې اکثریت یې عربان او ځینې بیا داسې کسان پکې شامل دي چې په خبرو یې څوک نه پوهېږي.
دغه اوسیدونکي زیاتوي چې دامعلومه نه ده چې یاد خلک د کوم هېواد دي او د څه له پاره راغلي او ځمکي پېري.
په ګرشک ولسوالۍ د ښوراب پوځي هډې ته نږدې د سيمي یو اوسېدونکی بلال وایي چې دوی په خپلو سترګو داسې کسان لیدلي چې د دغه ولایت په غرنیو سيمو کې ګرځي او هدف یې معلوم نه دی.
بلال زیاتوي: «دلته موږ داسې اوازې هم اورېدلې چې عربو په غرونو کي هم ځايونه نيولي دي او طالبانو له هغو سيمو خلک ايستلي دي او مځکې يې عربو ته ورکړې دي.»
دغهراز د یادې ولسوالۍ یو بل اوسيدونکی احمد جاويد بیا وايي چې د دغو کسانو زیاتره یې عربان دي او په عربي ژبه خبرې کوي.
هغه زیاته کړه چې او س د ښوراب هډي ځمکي ټولي پریاد و عربیانو باندي پلورل شوي او هغوي غواړي د لته کورنه ورباندي جوړ کړي.
احمد جاويد وويل: «تر کومه حده پورې چې زه معلومات لرم د اټول د القاعده شبکې غړي دي اوس یې یاده سيمه دوی ته ورکړې ترڅو دلته ځای پرځای شي.»
په ورته وخت کې بیا د یادې سیمې یو بل اوسيدونکی چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، وایي، دوه ځله پردې کسانو د امریکا بې پلوټه الوتکې له خوا برید هم شوی دی.
هغه وایي، اوس یاد کسان یو یو ګرځي او مخکې به په ډله ییز ډول ګرځېدل.
هغه اندېښنه څرګنده کړه ،که چیرې نړیواله ټولنه لاس په کار نه شي هلمند ولایت به د القاعده شبکې په یو مهم مرکز بدل شي.
د دې ترڅنګ نوموړي دا هم وویل: «د یادې سیمې ځمکې ۳۰ کاله کېږي چې د تېرو حکومتونو پرمهال خلکو ته په قباله ورکړل شوې وې، خو اوس طالبانو د سیمې خلک په زور شړلي او یادې ځمکې یې د القاعدې شبکې کسانو ته ورکړې دي.»
هغه زیاته کړه، که طالبان د القاعدې شبکې له ساتلو لاس وانخلي کېدای شي چې یاد هېواد به بیا د اور په لمبو کې وسوځول شي.
اخوا بیا د سیاسي چارو یو کار پوه وایي، په افغانستان کې د القاعده شبکې ساتل د افغانانو په زیان دي او طالبان باید له القاعدې شبکې لاس واخلي او خلکو ته په اقتصادي او نورو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
په لښکرګاه کې د سیاسي چارو یو شنونکی احمد خالد وایي، اوس نړیوالو ته دا جوته شوې چې افغانستان کې القاعده شبکه فعالیت کوي.
نوموړی زیاتوي:« طالبان خپله ترهګر دي او دوی مخکې هم دې هېواد ته ښه نيت نه درلود او د جګړو پر مهال یې ګڼ شمېر تاسیسات او عامه ځایونه له منځه یوړل.»
هغه زیاته کړه: «طالبان اصلا خپله پیسې نه لري او د القاعده شبکې له خوا تمویلیږي او څنګه چې د هغوی خوښه وي هغه ډول حکومت به دوی مخته وړي.»
نوموړي د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته په اشارې سره زیاته کړه، طالبان که نړیوال په رسمت وپېژني او که نه، دوی خپل حکومت کوي او یاد حکومت هم د دوی نه دی، ځکه د دالقاعده شبکې مربوط د پاکستان دی.
نوموړي د دې ترڅنګ وویل، که طالبان ځان افغانان بولي باید د هېوادوالو له پاره په اقتصادي برخه کې عملي او جدي اقدامات تر سره کړي.
هغه ویره وښوده داچې اوس القاعده شبکه د ګرشک ولسوالۍ په ښوراب سيمه کې ځای پرځای شوې ده، دا به د هېواد له پاره زیاته خطر ناکه او د طالبانو اوسنی حکومت به دړې وړې کړي او دلته به بېرته پخوانۍ جګړې پیل شي.
په هلمند کې د نامعلومو کسانو په اړه خبر داسې مهال خپرېږي چې څه موده وړاندې په کابل کې دالقاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا په یو هوایې برید کې ووژل شو.
کتونکي بیا وایي چې کېدای شي دا د القاعده شبکې غړي وي او غواړي د خپل مشر غچ واخلي.
په هلمند کې وروسته له هغه پر عربو د ځمکو د ويش خبرونه ورکول کېږي چې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ووژل شو او د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني هلمند ته ولاړ.