۸صبح، غزني: غزني کې د سویډن کمېټې مسوولانو په دغه ولایت کې د مسلکي روزنو له یوې دورې د ۵۴ معلولانو د فارغېدو خبر ورکړی دی.
غزني کې د سویډن کمېټې مسوولان سه شنبه د لیندۍ پر ۱۵ وایي، دا معلولان چې ۲۴ یې ښځې دي د خیاطۍ، فلزکارۍ، د برېښنایي توکو د ترمیم او ترکاڼۍ برخو کې د اتو میاشتو لپاره روزل شوي دي.
اخوا د دې موسسې مسوولانو له دغې روزنیزې دورې فارغو کسانو ته کاري وسایل او تجهیزات وېشلي دي ترڅو د کار بازار ته دننه شي.
د ویلو ده، چې له دې مخکې هم لسګونه معلول کسان غزني کې د سویډن کمېټې له خوا د مسلکي زدهکړو په برخه کې رزول شوي، خو هغوی د کاري زمینې له نشتونه سر ټکوي.