اوسمهال د کندهار په لوی زندان کې شاوخوا څلور زره کسان د جنايي جرمونو په تور بندیان دي، چي ډیری یې د مخکیني حکومت ملکي او نظامي کارکوونکي دي او د طالبانو له لوري په بېلابېلو تورونو شوي او د طالبانو په زندان کې سختې شپې ورځې تېروي.
د کندهار د محبس د زندانیانو په وینا، په زندان کې داسې زندانیان هم شته چې د طالبانو د یوه قوماندان له لوري راوستل شوي او هېڅ دوسیه نه لري او تر شپږو میاشتو ډېره موده یې په زندان کې تېره کړې ده.
ګل احمد (مستعار نوم) هغه زندانی دی، چي نږدې پنځه میاشتي یې د کندهار په لوی محبس کې تېرې کړې دي. د ده په وینا، طالبانو ته د پیسو په ورکولو سره، د بند د مودې له بشپړېدو مخکې خوشی شوی دی.
نوموړي وايي چي د کندهار په زندان کې ټول جنايي زندانیان دي او په خبره يې د سیاسي بندیانو لپاره د طالبانو د لوړپوړو چارواکو له لوري شخصي زندانونه جوړ شوي، چې هلته د چارواکو شخصي او سیاسی زندانیان ساتل کیږي .
ګل احمد د طالبانو له لوري د ده د نیولو کېدو په تړاو داسې وایي: «زه یو دولتي مامور وم، چې د کندهار په یوه مهم ریاست کي مې دنده درلوده او طالبانو یوه اونۍ مخکي زما پر بست یو طالب وګوماره چې له ما سره یې یو ځای کار کاوه. زه یوه ورځ له رسمیاتو وروسته د کور پر لور روان وم چې په بازار کي د طالبانو د استخباراتو کسانو یوه فیلډر ډوله موتر ته چې تورې ښیښې یې لرلې، پورته کړم او د استخباراتو ریاست ته یې بوتلم، کورنۍ مې یوه اونی خبره نه وه چې چېرته یم، یوه اونۍ وروسته یې محکمې ته معرفي کړم او بیا یې محبس ته بوتلم.»
د ګل احمد په وینا، په استخباراتو ریاست کې داسی بندیان هم وو، چي څو میاشتې یې تېري کړې وې خو جرم پرې نه و ثابت شوی او هره شپه شکنجه کېدل او پلټنې او ګروېږنې ترې کېدې.
له ګل احمد څخه مو د هغه د جرم پوښتنه وکړه، نوموړي وویل چې خپل جرم ورته څرګند نه دی او لومړی يې ورته په دنده کې د ناغېړۍ دوسیه جوړه کړې او وروسته یې د وټساپ پر پیغامونو دوسیه نوره هم سخته کړی شوې ده.
د هغه په وینا، طالبان لوستو خلکو ته په سپک نظر ګوري او هغه کسان چي په ادارو کې کار کوي، د دې لپاره چي دنده ترې واخلي په یوه او بل نوم یې بد ناموي او پر ځای یې له مدرسو فارغ طالبان ګوماري.
له ګل احمد څخه مو وپوښتل چې په کندهار کې د طالبانو قاضيان څه ډول پرېکړې کوي او زندانیانو ته د حبس موده څنګه ټاکي؟
نوموړي زیاته کړه: «د کندهار محکمه د بازار د دوکاندارۍ په څېر ده. هلته تر ډېره شریعت نه بلکې د قاضي خپل نظر عملي کېږي، ځکه ماته په لومړي سر کې درې کاله بند وټاکل شو، خو ما د شریعت غوښتنه وکړه، ځکه په شریعت کي زما جرم ته یا نغدي جریمه وه او یا هم لنډه موده بند و. قاضي وویل چي څېره دې د خلقي ده، خو بیا یې هم حبس یو نیم کال راته وټاکه. له قاضي سره تر ډېرو خبرو وروسته یې زما بند شپږ میاشتي وټاکه او ما هم قناعت وکړ، ځکه بله چاره نه وه.»
ګل احمد دا هم وویل، چي له هغه سره په محکمه کي د قضا لپاره بندیان راوستل شوي وو، چې د قاضي له لوري د غلا په تور د حد جاري کولو حکم پرې صادر شو او وروسته د محکمي په انګړ کې په دُرو ووهل او بیا خوشي شول.
نوموړی دغهراز وايي، چې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو او قاضیانو پرته بل څوک اجازه نه لري چې محکمې ته له ځان سره موبایل دننه کړي.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې په زندان کې د بنديانو وضعيت څرنګه دی او هلته بنديانو ته د موسسو او دولت له لوري څه ورکول کیږي، ګل احمد وايي د (UNHCR) له لوري هره میاشت بندیانو ته د حفظ الصحي کېټونه ورکول کیږي، خو په هغې شپه د طالبانو د محبس د مسوولانو له لوري له زندانيانو بېرته ټولیږي او همداراز د هر بندي پر سر د خوراک لپاره د محبس مسوولانو ته د ورځي یو نیم ډالره ورکول کیږي، خو دغه پيسې د بندیانو لپاره نه لګول کيږي.
هغه وايي، چي بندیانو د سمو خوړو د نشتوالي او پاکۍ ته نه پاملرنې له امله د موسسو او د طالبانو ادارې مسوولانو ته څو ځلي شکایت کړي، خو د بندیانو په خوړو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
ویل کېږي، چې طالبان د زندانیانو د بند د مودې د کمولو او یا د هغوی د ازادۍ لپاره د کمېشنکارانو له لارې پیسې اخلي.
نوموړی په دې اړه وایي: «طالبان خپل کمیشنکاران لري چې پر بنديانو د بند موده پلوري، نو ما هم د ۳۰۰ زره پاکستانۍ کالدارو په ورکړې سره خپل دوه میاشتي بند وپېره او له زندانه خوشي شوم، خو په محبس کې ډېر داسې کسان وو، چي د پور په تور راوستل شوي وو او یا هم له کوم طالب سره د شخړې له امله راوستل شوي وو او د پیسو د نه لرله له امله بېبرخليکه بنديان وو.»
دا مهال د کندهار په مرکزي زندان کې د څلور زرو زندانیانو له منځه درېيو کسانو ته د اعدام، پنځو کسانو ته د لاس پرې کېدو او لسو تنو ته د سنګسار حکم صادر شوی چي ښايي په نږدې ورځو کې پرې حکم جاري شي.