۸صبح، پکتیکا: د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یوه ماشومه په ډېرې بېرحمۍ سره وژل شوې ده.
دغه شپږ کلنه ماشومه شنبه د لیندۍ پر نولسمه نېټه وژل شوې ده.
سرچینې وایي چې دغه ماشومه تېره ورځ د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د کور له مخې بېدرکه شوې وه.
د دغې ماشومې مړی نن سهار داسې حال کې وموندل شو، چې په ظالمانه ډول په چاړې او ډبرو وژل شوې وه.
د دغې ماشومې خپلوان وایي، چې کورنۍ یې له هېچا سره دښمني نه لري. د دې ماشومې د وژل کېدو انګېزه نه ده روښانه شوې.