۸صبح، پروان: سیمهيیزې سرچینې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د طالبانو د خپلمنځي نښتې خبر ورکوي.
باوري سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې دغه نښته شنبه شپه د لیندۍ پر ۲۱ د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په اړوند هنروه کلي کې شوې ده.
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې یو طالب وژل شوی او یو بل یې سخت ټپي دي.
سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو دغه خپلمنځي نښته د یوه کم عمره هلک پر سر شوې ده.
سرچینې ټینګار کوي، چې طالبانو د دغې پېښې د پټولو لپاره یکشنبه د لیندۍ پر شلمه نېټه د سیمې اوسېدونکي څو ساعته یرغمل نیولي وو او هغوی ته یې اجازه ورنهکړه چې له خپلو کورونو ووځي.
د سرچینو په وینا طالبانو له دې پېښې وروسته د یوه دیني عالم په ګډون د سیمې ۲۵ اوسېدونکي نیولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې طالبان څو ځله د ښځو او کم عمره هلکانو پر ځورولو او جنسي تېري تورن شوي دي.