۸صبح، نورستان: نورستان کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی.
د سرچینو په خبره، دا اور سهشنبه د مرغومي پر ۱۹مه د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ د «دمکوټ» په سیمه لګېدلی دی.
د سرچینو د معلوماتو په حواله، د سیمې اوسېدونکي د اور د کابو کولو لپاره هڅې پېل کړي؛ خو لمبې یې مخ په زیاتېدو دي.
د دې اورلګېدنې د رامنځته شوي زیان په اړه جزییات نه شته.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په زمري میاشت کې هم د نورستان د کامدیش ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لګېدلی و.
تېر کال هم د دغه ولایت په ځنګلونو کې د اور لګېدو له کبله لسګونه هکټاره ځنګل سوځېدلې و.