۸صبح، غور: له غور ولایت څخه سیمهییزې سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یوې نجلۍ زدهکوونکې ځان ځړولی دی.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د ۴:۰۰ بجو شاوخوا یوې نجلۍ د غور د مرکز فیروزکوه ښار په اړوند درهقاضي سیمه کې ځانوژنه کړې ده.
ځایي سرچینې وایي، د دغې زدهکوونکې نوم ازیتا و او ۱۳ کلنه وه.
تراوسه د دغې ځانوژنې انګېزه او لامل نه دی روښانه شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره ګڼ شمېر نجونې د جبري ودونو او کورنیو تاوتریخوالو له امله ځانوژنه کړې ده.