۸صبح، لغمان: په لغمان کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوه طالب یو ملکي وګړی وژلی دی.
سرچینو چهارشنبه د تلې پر ۱۵مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په «عمرزي سیمه» کې یو دوکاندار د طالبانو د استخباراتو له یوه غړي سره له لفظي شخړې وروسته په ډزو وژل شوی دی.
د سرچینو په خبره، د طالبانو د استخباراتو دا غړی له پېښې وروسته ازاد ګرځي او تر اوسه له قانوني تعقیب سره نه دی مخ شوی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې هم په ورته پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی و.





