۸صبح، کابل: په «امید سبز» ښارګوټي کې سرچینې د کورنیو د جبري تخلیې د دوام او د طالب چارواکو له خوا د خلکو غوښتنو ته د نه پاملرنې خبر ورکړی دی.
سرچینو چهارشنبه د تلې پر ۱۵مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبان د امید سبز ښارګوټي د تخلیې بهیر په سمبال شوې توګه پرمخ بیايي او د سیمې اوسېدونکي یې ګواښلي چې که اعتراض وکړي د وژلو له خطر سره به مخ شي.
د سرچینو په خبره، په تېرو دوو ورځو کې ۳۰ کورونه او اپارتمانونه تخلیه شوي او د طالبانو کورنۍ په کې ځای پر ځای شوي دي.
د سرچینو په وینا، وروسته له هغې چې د جایدادونو مالکانو د طالبانو له خوا لګېدلې کرایه ونه منله، په زور د کورونو پرېښودو ته اړ شوي.
له بلې خوا د طالبانو عدلیې وزارت د دغه ښارګوټي څو اوسېدونکي او استازي له اعتراض وروسته نیولي و او له کورونو د وتلو په ژمنې یې بېرته خوشې کړې دي.
سرچینو زیاته کړې چې هغوی په تېرو دوو ورځو کې له پرلپسې هڅو وروسته نه دي توانېدلي چې د طالبانو له یوه جګپوړي چارواکي سره وګوري او خپل غږ ورورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د کابل په لویدیځ کې امید سبز ښار ګوټی «دولتي» اعلان کړی او پر هغو کوورنو چې خلکو خپله جوړ کړي، د هرې کوټې پر سر یې څلور زره افغانۍ کرایه ټاکلې ده.





