پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ یو کال کېږي. ښځې اوس هم د خپلو اساسي حقونو له دې جملې زده کړو، کار او ازادۍ غوښتلو څخه نه دي ستړې شوې. که څه هم د هېواد په پلازمېنه کې له طالبانو څخه حق غوښتل اسانه کار نه دی؛ خو یو شمېر فعالې نجونې او ښځې د ګواښونو په منلو سره د کابل واټونو ته راووتلې او یو ځل بیا یې د خپلو اساسي حقونو د تامین غوښتنه وکړه.
په تر ټولو تازه مورد کې شنبه د زمري پر ۲۲ لسګونو اعتراض کوونکو ښځو پر حق غوښتلو لاس پورې کړ. هغوی د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونو په ورکولو سره هېواد کې له واکمن رژیم څخه د خپلو حقونو برابرولو غوښتنه وکړه. حق غوښتونکې مېرمنې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره کېدو په درشل کې د خپل اعتراض لامل د زده کړو، کار، سیاسي ګډون، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د ښځو بې برخې کېدل بولي. دغه اعتراض د کابل ښار په ده افغانان سیمه کې پوهنې وزارت ته نږدې ترسره شو؛ خو د دغو ښځو غږ په لومړیو شېبو کې د طالبانو هوایي ډزو غلی کړ.
کابل کې د ښځو د لاریون یوه پلانونکې ژولیا پارسي ۸صبح ورځپاڼې ته وایي: «اعتراض مو له ګلبهار سنټر څخه پيل کړ او د صدرات څلورلارې پر لور روانې وو، چې طالبان راغلل او په هوایي ډزو یې زموږ اعتراض ګډوډ کړ.» اغلې پارسي د طالبانو له خوا د ښځو د حق غوښتلو پروګرام له منځه وړل له شرمه ډک اقدام بولي او زیاتوي: «طالبان د ښځو له غږ څخه ډارېږي، که نه ډارېږي ولې یې د نجونو ښوونځي تړلي دي؟ ولې یې ښځې له دندو ګوښه کړې دي؟ نو ښکاره ده، چې طالبان پوهېږي افغان مېرمنې زړورې او پوهې دي او وېره لري، چې یوه ورځ وکولای شي حکومت په لاس کې واخلي.»
ژولیا پارسي څرګندوي، چې دغه اعتراض د ښځو حقونو په برخه کې د څو فعالو خوځښتونو له خوا په ګډه توګه ترسره شوی و. د هغې په وینا، تر ۸۰ زیاتو مېرمنو په دې غونډه کې ګډون کړی وو او ټولې د نجونو ښوونځیو پرانیستل، ازادي، کار او په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي برخو کې هراړخیز ګډون غواړي.
د ښځو دغه اعتراض بیا تر نیم ساعت ډېر دوام ونه کړ. طالبانو چې په لومړیو شېبو کې سیمې ته رسېدلي وو، په هوایي ډزو سره اعتراض کوونکې ښځې منع کړې. اعتراض کوونکو ښځو دغه مدني خوځښت د ګرځنده موبایلونو له لارې پر خواله رسنیو خپراوه. هغه اقدام چې طالبان یې په غوسه کړل. په دې منځ کې د څو اعتراض کوونکو ښځو موبایلونه د طالبانو له خوا واخیستل شول او له منځه یوړل شول.
همداراز راپورونه ښیي، چې د طالبانو غړو د اعتراض کوونکو ښځو د پاشلو تر څنګ تر لسو زیات خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دغه اعتراض د خپرولو په جرم نیولي دي. د دغو خبریالانو له خوشي کېدو تر اوسه کوم خبر نشته. طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د اعتراض کوونکو ښځو د ځپلو پر وړاندې غبرګونونه
د ښځو د پاشلو لپاره هوایي ډزې د ښځو حقونو د فعالانو او د هېواد د سیاسي څېرو له غبرګونونو سره مخ شوې. د ښځو حقونو فعالانو کابل کې د اعتراض کوونکو ښځو خوځښت د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو د جنایت ښکارندوی بولي.
د کتابتون مسووله او له هېواد تللې مېرمن وحیده امیري ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د اعتراض کوونکو ښځو حق غوښتل یوازي په کابل کې نه دي؛ بلکې یو شمېر افغان مېرمنو په پاکستان کې هم ورته اعتراض کړی دی. اغلې امیري کابل کې د اعتراض کوونکو ښځو د ځپلو پر غندلو سربېره وایي، چې طالبان په پلازمېنه کې د څو اعتراض کوونکو ښځو د غوښتنو اورېدو وس نه لري؛ پاتې هغو ولایتونو او سیمو کې چې د نړۍ او رسنیو له سترګو لرې دي. وحیده امیري زیاتوي: «موږ د طالبانو له رژیم، د نړۍ له دولتونو او ځواکمنو څخه هېڅ غوښتنه نه لرو؛ بلکې د نړۍ له خلکو غواړو، چې د افغانستان د خلکو او ښځو وضعیت ته په پام پر خپلو دولتونو فشار راولي تر څو د افغانانو تر څنګ ودرېږي.»
د ولسمشرۍ مخکیني مرستیال امرالله صالح هم پر اعتراض کوونکو ښځو د طالبانو ډزې کول د ټولنیز ادب خلاف بللي. ښاغلي صالح پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «د تبعیض او جهالت ډلې تر ولکې لاندې ژوند خلک تنګ کړي دي.»
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم شنبه د زمري پر ۲۲ د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو سره په لیدنه کې «زده کړه» ملي اړتیا بللې او د نجونو ښوونځیو پر ژر تر ژره پرانیستل کېدو یې ټینګار کړی دی.
کابل کې د اعتراض کوونکو ښځو ځپل داسې حال کې د سیاسي څېرو او د ښځو حقونو فعالانو له غبرګون سره مخامخ شوي، چې د بشري حقونو نړیوال فدراسیون، د لومړۍ کرښې مدافعانو او د شکنجې پر ضد نړیوال سازمان تازه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې په یوه کال کې په هېواد کې د بشري حقونو لاسته راوړنې له منځه تللې او د بشري حقونو له مدافعانو ملاتړ نه کېږي. د دغې اعلامیې له مخې ښځې، نجونې او هغه کسان چې د واکمن رژیم د ناسمو کړنو په اړه خبرې کوي، په قصدي توګه په موخه کېږي. دغه نړیوال بنسټونه د نړۍ له هېوادونو غواړي، چې پر طالبانو فشار راولي تر څو نجونې او ښځې باکیفیته زده کړو ته لاسرسي او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو مطابق او په عمومي چارو کې د نارینه وو په شان ګډون ولري.
همداراز پر بشري حقونو د څار بنسټ جمعه د زمري پر ۲۰ اعلان کړی، چې طالبانو د افغانستان له نیولو راهیسې د ښځو او بشري حقونو پر وړاندې د درناوي په برخه کې له خپلو ژمنو سرغړونه کړې او پر ښځو یې سخت بندیزونه لګولي دي.
د ښځو اعتراض او د طالبانو له خوا یې د ځپلو مخینه
دا لومړی ځل نه دی، چې ښځې په کابل او نورو ولایتونو کې د طالبانو د محدویتونو پر وړاندې اعتراض کوي. یو شمېر ښځو د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې کابل کې پر اعتراض لاس پورې کړ. دغه اعتراض د بېوزلۍ، وزګارتیا او د نجونو ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو په تړاو وو. اعتراض کوونکو ښځو جوته کړه: «د هېواد د مدیریت پر څوکیو ناست کسان د دې پر ځای، چې د خلکو د ستونزو د هوارولو او د بېوزلۍ او وزګارتیا د له منځه وړلو لپاره چاره پیدا کړي، خپل ټول توان د ښځو پر وړاندې د محدودیت لګولو او د وګړو په خصوصي چارو کې د لاسوهنې لپاره کاروي.» د ښځو دغه اعتراض د طالبانو له خوا وځپل شو.
د تېر لمریز کال د مرغومي میاشتې پر ۱۶ هم یو شمېر ښځو په کابل ښار کې په یوه اعتراضي خوځښت کې طالبانو ته یادونه وکړه: «که کتاب او کاغذ واخلئ، د حکومت پر لاس قانون لیکو او عدالت لولو.» دغو مېرمنو په داسې حال کې د طالبانو پر وړاندې اعتراض وکړ، چې تېر کال بلخ کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست حکم کړی و، چې ښځې دې له محرم او شرعي حجاب پرته له کوره بهر نه ځي.
د طالبانو پر وړاندې د ښکاره اعتراضونو تر څنګ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر مېرمنو په سرپټو ځایونو کې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې غږ پورته کړی دی. د راپورونو له مخې، فراه ولایت کې د «افغانستان مبارزو مېرمنو خودجوشه خوځښت» تر نامه لاندې یو شمېر ښځو د طالبانو پر وړاندې اعتراض کړی او د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا یې نیوکه کړې ده.
دغو ښځو د روان لمریز کال د زمري میاشتې پر ۱۸ هم په یوه سرپټي ځای کې د طالبانو پر ضد شعارونه ورکړل. هغوی ویلي، چې «د طالبانو پر وړاندې چوپتیا بس ده» او له نړۍ غواړي، چې افغانستان هېر نه کړي. دغو اعتراض کوونکو ښځو همداراز د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کړی و، چې «د روزنې او زده کړې حق پر سر معامله ملي خیانت دی.»
همدارنګه کاپيسا کې ځینو نورو ښځو د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونو په ورکولو سره د اعتراض کوونکو ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا د محدودیتونو له امله اعتراض وکړ. دغو ښځو تېر لمریز کال په یوه سرپټي ځای کې له کار او زده کړو څخه د ښځو د بې برخې کولو په تړاو د طالبانو له اقدامونو اعتراض وکړ. هغوی جوته کړه، چې د عدالت او برابرۍ راوستلو لپاره به مبارزه وکړي. د دې تر څنګ، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ځانګړې توګه بلخ او هرات کې سلګونه ښځو له طالبانو وغوښتل، چې هغوی ته باید په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري چارو کې برخه ورکړي. هغه غوښتنې چې طالبانو تر اوسه پاملرنه نه ده ورته کړې.
طالبانو تل د ښځو اعتراضونه د لوېدیځ دسیسې بللې دي. هغوی د کابل د نیولو په لومړیو ورځو کې یو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې ونیولې. طالبانو له اعتراض کوونکو د څېړنو په لړ کې په ټینګار سره پوښتل، چې د امارت نظام پر وړاندې یې د اعتراض په بدل کې د لوېدیځ له کوم هېواده پیسې اخیستې دي. اعتراض کوونکي ښځې بیا د طالبانو دغه ادعا ردوي او وایي، چې هغوی د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي او له هېڅ هېواد څخه یې پیسې نه دي اخیستې.
د ښځو پر وړاندې د طالبانو سختدریځي اقدامونه
طالبان د تېر لمریز کال د زمري پر ۲۴ کابل کې واکمن شول. پر دې ورځ له پنجشېر پرته د هېواد ټول ولایتونه د طالبانو په کنټرول کې وو. امنیتي ځواکونه په پوره توګه متلاشي شوي وو. د طالبانو په لاس د پلازمېنې له سقوط سره ټول روزنیز بنسټونه وتړل شول. د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت د کابل له سقوطه کابو دوې اوونۍ وروسته د هلکانو ښوونځیو د فعالیت له پيله خبر ورکړ. د دغه وزارت د اعلامیې له مخې له شپږم ټولګي پورته د نجونې ښوونځي تر بلې خبرتیا تړلي پاتې شول. اوس چې د طالبانو له ولکې یو کال کېږي، له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ ښوونځي لا هم نه دي پرانیستل شوي.
طالبانو پر هېواد له واکمنۍ وروسته د ښځو پر شرعي حجاب ټینګار وکړ. د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په اعلامیه کې ټولو ښځو ته حکم وشو، چې د پتلون، تنګ یا لنډو جامو له اغوستلو دې ډډه وکړي. پر دې موضوع سربېره ښځې د روښان رنګي جامو له اغوستلو هم منع شوې. ښځې په تصویري رسنیو کې د شتون پر مهال اړ شوې، چې خپل مخونه پټ کړي.
همداراز طالبانو امر وکړ، چې ښځې او نارینه په یوه اداره کې په ګډه توګه د کار کولو حق نه لري. همدارنګه ټکسي چلوونکي له محرم پرته ښځو له لېږدولو منع شول. د دې ټولو تر څنګ د پوهنتونونو درسي ټولګي د نوبت پر بنسټ د نجونو او هلکانو زده کړیالانو ترمنځ تنظیم شول. شپږ رسمي ورځې هم د نجونو او هلکانو ترمنځ ووېشل شوې. اوس د اوونۍ پر جفتو ورځو نجونې پوهنتون ته ځي او پر طاقو ورځو هلکان.
نړیوالو بنسټونو او د لوېدیځ هېوادونو څو ځله له طالبانو غوښتي، چې د ښځو ازادي تامین کړي؛ خو دغه ډله د بندیزونو لګول د شرعي احکامو رعایت بولي. د طالبانو لوړپوړو چارواکو په بېلابېلو بیانیو کې اعلان وکړ، چې د لوېدیځ هېوادونو هېڅ هغې غوښتنې ته به چې د دیني اصولو خلاف وي، پاملرنه ونه کړي. په دې ټولو سره په ښارونو په ځانګړې توګه پلازمېنه کې ډېری ښځې د بندیزونو لګول د دوی په خصوصي حریم کې د طالبانو لاسوهنه ګڼي.