۸صبح، کابل: د بریتانیا په لندن ښار کې ځينو افغان مدني ټولنو د ازبکۍ ژبې ملي ورځ په یو لړ مراسمو نمانځلې ده.
د غونډې جوړونکو سهشنبه د تلې پر ۲۸مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا مراسم په بریتانیا کې د افغان ترکانو انجمن، نوايي انجمن، بابر انجمن او ځینو نورو ټولنو له خوا جوړ شوي و.
د هغوی په خبره، په دغو مراسمو کې علمي او فرهنګي څېرو او لسګونو کورنیو ګډون کړی و او د ازبکۍ ژبې پر ارزښت، ځای ځایګي او راتلونکو نسلونو ته یې د لېږد پر اړتیا خبرې شوې دي.
په دغو مراسمو کې د ازبکانو ځينې دودیز خواړه هم نندارې ته وړاندې شوي دي.





