۸صبح، کابل: په جنیوا کې د افغانستان سفارت وايي چې د طالبانو له لوري د جرمونو نړیوالې محکمې نهمنل، له دغې محکمې سره د افغانستان ژمنې له منځه نه ځي.
نوموړي سفارت سهشنبه د تلې پر ۱۴مه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا موضوع د افغانستان له مشروع او قانوني دولت سره تړاو لري، نه له هغه رژیم سره چې په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
په جنیوا کې د افغانستان سفارت زیاته کړې چې افغانستان لا هم د جرمونو نړیوالې محکمې د روم د اساسنامې غړی دی.
دغه سفارت همداراز ویلي چې هېڅ یو اړخیزه اعلامیه نه شي کولی د قربانیانو حقونه له منځه یوسي یا د جرمونو پر وړاندې د حساب ورکولو اصل لغوه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د جرمونو نړیوالې محکمې هغه اعلامیه غندلې چې په کې د طالب مشرانو د نیولو حکمونه ورکړل شوې او ویلې دي چې دا محکمه په رسمیت نه پېژني.
د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي چې د دې محکمې د څارنوالۍ په غوښتنه یې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیبالله آغا او د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکم ورکړی دی.





