۸صبح، کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري په کابل کې د افغان غږ (آوا) خبري اژانس د دفتر تړل کېدل او د دغې رسنۍ د یوه خبریال نیول غندلي او د نیول شوي خبریال د خوشې کېدو او د خبري اژانس د دفتر د بېرته پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.
دغه مرکز سهشنبه د تلې پر ۷مه په یوې اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزارت تېره پنجشنبه د کابل په دشت برچي سیمه کې د تبیان مرکز او د افغان غږ (آوا) خبري اژانس دفترونه تړلې دي.
تبیان مرکز یوه مذهبي او کلتوري اداره ده چې د شیعه وګړو اړوند ده او د افغان غږ خبري اژانس هم د دغه مرکز تر څار لاندې فعالیت کوي.
د اعلامیې پر بنسټ، د آوا خبري اژانس خبریال ضامن علي چاوشي او د تبیان مرکز پنځه کارکوونکي په کابل کې عدلیې وزارت ته له ورتګ وروسته، شنبه د تلې پر ۴مه نیول شوې دي.
نوموړي مرکز ویلي چې د دغه خبري اژانس د دفتر له تړل کېدو سره سره، د دې رسنۍ وېبپاڼه او په ټولنیزو شبکو کې یې حسابونه لا فعال دي او وروستي مطالب یې دوه ورځې مخکې خپاره کړې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې طالبانو تر اوسه د افغان غږ خبري اژانس د دفتر د تړلو او د دغې رسنۍ د خبریال د نیولو د لامل په اړه سپیناوې نه دی ورکړی.
دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې نیول شوی خبریال ژر تر ژره او له قید او شرط پرته خوشې کړې او د افغان غږ خبري اژانس دفتر بېرته پرانیزي.





