۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په بغلان کې د ښځو په مشرۍ له کاروبارونو د ملاتړ او سېلابونو پر وړاندې د مقاومت کچې د لوړولو خبر ورکړی دی.
نوموړي بنسټ سهشنبه د تلې پر ۷مه په اېکس پاڼه کې له جاپان او د افغانستان لپاره د ځانګړي وجهي صندوق له ملاتړه مننه کړې ده.
دا ملاتړ داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې ښځې د کار او اقتصادي فعالیتونو په برخه کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
ورته مهال، د هېواد په ځینو سیمو کې سېلابونو د خلکو کورونو، کرنیزو ځمکو او د عاید سرچینو ته زیان رسولی او د ګڼو کورنیو ژوند یې اغېزمن کړی دی.





