کلونه مخکې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د خپلوانو د لیدو لپاره ایران ته لاړم. هغه مهال د طالبانو له حکومت څخه د تېښتې په موخه ډېری افغانان ایران ته اوښتي وو. له افغان کډوالو څخه مې د یوه داسې چا نوم واورېده، چې له افغان مهاجرو سره یې په مشهد کې تاوتریخجن یا سپکوونکی چلن کاوه. د «کریم» نوم هر کډوال ته اشنا و.
کریم د مشهد په کډوال مېشته سیمه «ګل شهر» کې مشهور پولیس افسر و. په مېلمستونونو، د غم او ښادۍ په مجلسونو او ډېرو نورو ځایونو کې د کریم د تاوریخجن چلن په هکله بېلابېل روایتونه کېدل.
دا کیسه مې له څو افغان کډوالو واورېده، لږ لږه یوه پېښه يې داسې وه، چې یوې کورنۍ د خپلو غړو جامې تر پرېوللو وروسته چې پر تناب هوارې کړې وې، په کور دننه کې ونیول او ډيپورټ يې کړل، بې له دې چې د نمجنو جامو د ټولولو اجازه ورکړي.
د افغان کډوالو لویه برخه له ناچارې ورځې ایران ته پناه وړې ده او هغه وخت د افغانستان بد حالت د دې سبب شوی و، چې وطن ته د ستنېدو لاره ونه لري او ټولې ستونزې په ایران کې له بدې ورځې وزغمي.
بله ډله افغانان چې د ایران د انقلاب پر لومړیو کلونو او د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال ایران ته تللي وو، ویل يې چې د ایران حکومت او نظام د «بې پولې اسلام» په نامه او د «انقلاب صدور» سایټ د هغوی هرکلی کاوه او ان ویل يې چې افغان کډوال د ایران له پولې څخه د پوله ساتو سرتېرو له خوا تر مشهد پورې لېږدول کېږي.
د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال له شوروي او بیا وروسته له کمونیستي حکومت سره د جګړې پر مهال ایران د مجاهدینو مالي او وسله وال ملاتړ کاوه. د جهادي تنظیمونو مشرانو او قوماندانانو د افغانستان له پاسپورټ او ویزې پرته په یوه لیک په اسانۍ پر پولې تګ راتګ کولی شوای.
په ایران کې د اسلامي حکومت په رادبره کېدو سره، په بهرنیو اړیکو کې د سیاست کُلي نظام «نه شرقي، نه غربي؛ جمهوري اسلامي» په نامه و. د همدغه شعار له مخې، د ایران حکومت او پخوانی شوروي پر یوه لاره نه تلل او له شوروي او کمونیستي حکومت سره د جګړې لپاره يې په اسلامي انګېزه د افغانستان جهادي تنظیمونو ملاتړ کاوه.
د جهادي تنظیمونو ملاتړ ایران ته له هرې خوا په ګټه و. د جګړو په کلونو کې د قوماندانانو او مجاهد ځواکونو کورنیو ایران ته سفر وکړ. د ایران پخواني مشر روح الله خمیني یوه مشهوره وینا درلوده چې ویلي يې و: «اسلام پوله نه پېژني.» ځینې افغان کډوال هم دغه هېواد ته د اسلامي مشترکاتو له مخې لاړل.
د طالبانو حکومت تر سقوط وروسته او د جمهوریت په رابرسېره کېدو، ډېری افغان کډوال هېواد ته بېرته ستانه شول؛ خو اقتصادي ستونزې او بېکاري د دې سبب شوه، چې لویه برخه ځوانان او ان تر اتلس کلنۍ کم عمره کسان ایران ته رهي شي او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره درانه کارونه وکړي.
اوس لکه چې تاریخ یو ځل بیا افغانانو ته تکرار شوی وي. ډېری مهاجران له بدې ورځې له اقتصادي ستونزو او ګډوډیو څخه د تېښتې لپاره ایران ته پناه وړي. تر ټولو ګران کار دا دی، چې ایران پوهېږي، تازه ورغلي مهاجر د بېرته تګ لاره نه لري او په ډېرو سختو شرایطو هم په ایران کې پاتې کېږي.
په وروستیو کلونو کې، افغان کډوالو په کم مزد د ایران په اقتصادی او زېربنايي پروژو کې کار ته غاړه کېښووله او په زرګونه افغان ځوانان د ایران په نیابتي جګړه کې د ګډون لپاره سوریه کې وجنګېدل او د بشر الاسد حکومت د بقا لپاره یې قرباني ورکړه.
په مقابل کې ایران ته د کډوالۍ اصلي بایلونکي پخپله افغانان وو. په جرأت ویلی شو، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان غوره استعدادونه په ایران کې تلف شول او افغان استعدادونو د «افغانوالي» په جرم ایران پوهنتونونو ته د تګ اجازه ترلاسه نه کړه.
که په ایران کې د افغان کډوالو ژوند په اروپايي او غربي هېوادونو کې د افغان کډوالو له ژوندانه سره پرتله کړو، لوی توپیر تر سترګو کېږي او څرګندېږي، چې د افغانستان څه ډول استعدادونه په ایران کې تر خاورو لاندې شول. په لوېدیځو هېوادونو کې افغان کډوال تر وزارت او د پارلمان تر استازیتوبه ورسېدل؛ خو په ایران کې تر کلونو درنو کارونو وروسته په سپکاوي افغانستان ته ډيپورټ شول.
په وروستیو ۱۰ یا ۱۵ کلونو کې چې ایران، اروپايي هېوادونو او ترکیې ته د افغانانو کډوالي زیاته شوه، د ایران حکومت اړ شو، چې افغان کډوالو ته کمې اسانتیاوې چمتو کړي، تر څو په دغه هېواد کې پاتې شي. ان ځینو ایراني چارواکو اروپايي هېوادونو ته د افغان کډوالو پر تګ اندېښنه وښووله.
تجربو ښوولې، چې د ایران حکومت تل په دغه هېواد کې د افغان کډوالو له حضور څخه پر افغان دولت د فشار د وسیلې په توګه استفاده کړې او په مشخصو وختونو کې يې پر افغانستان د فشار لپاره افغان کډوال له خپلو پولو دغه هېواد ته ډیپورټ کړي دي.
هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو ناانساني چلن ښيي، د هر انسان زړه دردمنوي. افغان بې دفاع کډوال د ایران پر لارو او امنیتي پوستو کې وهل ټکول کېږي، تحقیر او سپکېږي او بیا افغانستان ته ديپورټ کېږي.
د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو د لېږدوونکي موټر سوځېدل او بیا د هرات په «دهانه ذوالفقار» سیمه کې د افغان کډوالو ډوبېدل، چې د «اور او اوبو» قربانیانو په نامه مشهور شول، دوه کوچنۍ نمونې دي، چې ایراني امنیتي پولیس په څه ډول له افغان کډوالو سره چلن کوي.
تازه د افغانستان او ایران ترمنځ پولې ته څېرمه د «میلک» سیمې اوسېدونکو د افغانانو پر بار وړونکو موټرو برید او د هلمند سیند د حق آبې مسالې په سر د ناندریو له راپورته کېدو وروسته یو ځل بیا د افغان کډوالو د ډیپورټ کېدلو خبره راپورته شوې ده.
په تېرو ۴۰ کلونو کې چې افغان کډوال په ایران کې اوسېدلي، ښکاري چې افغان کډوال د سیمه ييزې او نړیوالې لوبې اصلي قربانیان دي او په سیاسي لوبو کې ایراني حکومت له دوی څخه ناوړه استفاده کړې ده او ښکاري چې دا مساله به راتلونکي کې هم ادامه ولري.
که څه هم ایراني چارواکي تل په دغه خاوره کې د میلیونونو افغان کډوال د هرکلي او مېلمه پالنې نارې وهي؛ خو رښتیا خبره دا ده، چې په تېرو کلونو کې د افغانستان کډوالو حضور د ایران په ګټه پرېوتی او همدا بې دفاع او بې پناه کډوال د ایران د فشار وسیلې په توګه استفاده شوي دي.