په نړیوال سیاست کې داسې ډېر کم هېوادونه شته چې په بشپړ ډول د سترو زبرځواکونو له محاسبو بهر پاتې شي او افغانستان هم له دې قاعدې مستثنا نه دی. د امریکا له نظامي وتلو د څه باندې څلورو کالو په تېرېدو سربېره هم دا هېواد د ډېرو سیاسي او امنیتي بحثونو په مرکز کې پاتې شوی دی. په کابل کې هر بدلون، له سیمهییزو هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو هر پرمختګ او د امریکايي چارواکو څرګندونې، دا پوښتنه بیا راپورته کوي چې ایا امریکا رښتیا هم افغانستان پرېښی، که یوازې یې د خپل حضور بڼه بدله کړې ده؟
په افغانستان کې د واشنګټن او کابل د اړیکو د راتلونکې په اړه بېلابېل لیدلوري شته. ځینې د امریکايي ځواکونو وتل د دغه هېواد د حضور پای ګڼي، خو ځينې نور باوري دي چې افغانستان لا هم د امریکا د ستراتیژیکو محاسبو یوه برخه ده او که سیمهییز شرایط بدل شي، واشنګټن به ناچاره شي چې خپله تګلاره له سره وارزوي.
د دغې پوښتنې د ځواب لپاره دې له احساساتي لیدلوري واټن واخیستل شي. هغه څه چې د سترو زبرځواکونو چلند ټاکي، نه د جګړې یادونه یا یې نه هم د طالبانو په اړه نظر دی، بلکې ملي ګټې یې دي. تاریخ ښوولې چې کله هم امریکا احساس کړې چې امنیتي، اقتصادي یا جیوپولیټیکې ګټې یې له ګواښ سره مخ دي، خپله تګلاره یې بدله کړې؛ ان که مخکې یې د خپل حضور د پای خبره هم کړې وي.
روښانه بېلګه یې عراق دی. امریکا په ۲۰۱۱ کال کې د خپلو ګڼو ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه، خو یوازې درې کاله وروسته، د داعش له راڅرګندېدو سره بېرته دغه هېواد ته وګرځېده او د نړیوال ایتلاف مشري یې پر غاړه واخیسته. البته د افغانستان او عراق شرایط یو شان نه دي، خو دا تجربه ښيي چې نظامي وتل تل په یوې سیمه کې د امریکا د پاملرنې د پای مانا نه لري.
بل پلو، نړۍ هم د ۲۰۰۱ کال پرتله بدله شوې ده. که هغه مهال واشنګټن ته د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه اصلي لومړیتوب و، نن یې له چین او روسیې سره سیالۍ ځای نیولی دی. له همدې کبله، افغانستان نور یوازې د افراطیت پر وړاندې د مبارزې له اړخه ارزښت نه لري، بلکې د چین، ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا په ګاونډ کې یې جغرافیایي موقعیت دی چې د سترو زبرځواکونو د سیالۍ برخه یې ګرځولی دی.
د امریکا له وتلو وروسته، چین د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د کانونو سرچینو ته د لاسرسي په موخه، روسیې په منځنۍ اسیا کې د امنیتي اندېښنو له امله او نورو سیمهییزو لوبغاړو د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره ډګر ته رادانګلي دي. په داسې شرایطو کې دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا واشنګټن به چمتو وي چې دا ډګر په بشپړ ډول خپلو سیالانو ته پرېږدي؟
ځواب یې قطعي نه دی، خو د امریکا بهرنۍ تګلاره د لګښت او ګټې پر بنسټ ولاړه ده. که امریکايي پرېکړه کوونکي دې پایلې ته ورسېږي چې د افغانستان پرمختګونه له چین او روسیې سره پر ستراتیژیکې سیالۍ اغېز لري، د واشنګټن د تګلارې بیاکتنه به له تمې لرې نه وي. له همدې کبله، ښايي اصلي پوښتنه دا نه وي چې «ایا امریکا بېرته راګرځي؟» بلکې دا وي چې که بېرته را وګرځي، څه بڼه به ولري.
افغانستان؛ د سیالۍ ډګر، نه لومړنی لومړیتوب
افغانستان نور د امریکا لومړنی لومړیتوب نه دی، خو لا هم د امریکا له ستراتېژيکو محاسبو بهر شوی نه دی. ښايي زبرځواکونه له یوې جغرافیې ووځي، خو ډېر کم یې خپلې ګټې پرېږدي؛ د حضور بڼه بدلون مومي، نه یې اصل.
په وروستیو کالو افغانستان د بېلابېلو لوبغاړو د سیالۍ پر ډګر اوښتی دی. چین هڅه کړې خپل اقتصادي حضور پراخ کړي او د افغانستان له کانیزو وړتیاوو ګټه واخلي. بیجینګ ته بیا افغانستان یوازې د طبیعي سرچینو له امله مهم نه دی، بلکې د سینکیانګ د امنیت او سیمهییزو پروژو له پلوه هم ارزښت لري.
روسیه هم افغانستان ته له امنیتي لیدلوري ګوري او منځنۍ اسیا ته د افراطي ډلو له پراخېدو اندېښنه لري. له همدې امله، د روسیې او طالبانو ترمنځ سیاسي او امنیتي اړیکې پراخې شوې دي.
له دې سره هممهاله، د طالبانو او پاکستان اړیکې هم نوي پړاو ته ننوتلي دي. د پاکستاني طالبانو تحریک پر سر اختلافات، د کرښې په اوږدو کې نښتې او د باور کمېدل، پخوانۍ معادلې بدلې کړې او طالبان یې د هند په ګډون له نورو لوبغاړو سره اړیکو ته لیواله کړي دي.
په داسې چاپېریال کې بیا دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا امریکا به له کوم غبرګون پرته د چین او روسیې د نفوذ پراخېدل ومني؟
واشنګټن له چین سره پر سیالۍ، د اوکرایین جګړې، د منځني ختیځ بدلونونو او کورنیو مسایلو سره بوخت دی او افغانستان ورته نور د تېرو دوو لسیزو په څېر ارزښت نه لري. خو بل پلو، که په افغانستان کې د چین یا روسیې نفوذ لا پراخ اړخونه پیدا کړي، د امریکا د لیدلوري د بدلون شونتیا شته.
خو دا ډول بدلون به تر ډېره د نظامي بېرته ستنېدو مانا ونه لري. د وروستیو کالو تجربو وښوده چې واشنګټن غوره ګڼي داسې وسایل لکه استخباراتي همکاري، ډیپلوماتیک فشارونه، هدفمند بندیزونه او له سیمهییزو شریکانو سره د همکارۍ په څېر لارو چارو څخه ګټه واخلي.
په دې کې بیا د بګرام اډه لا هم د امریکا د سیاسي چاپېریال په یوه برخه کې د افغانستان د ستراتیژیک ارزښت د یوه سیمبول په توګه راپورته کېږي. د دغې اډې په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې ښيي چې افغانستان لا هم د امریکايي سیاستوالو له ذهنه نه دی وتلی، خو د ستراتیژیک ارزښت او د نظامي بېرته ستنېدو د پرېکړې ترمنځ واټن زیات دی.
نن افغانستان د دې پر ځای چې د امریکا د بېرته ستنېدو په درشل کې وي، د نړۍ د سترو زبرځواکونو ترمنځ د سیالۍ د یوې نوې بڼې د رامنځته کېدو پر درشل ولاړ دی؛ داسې سیالي چې اصلي وسایل یې اقتصاد، ټيکنالوژي، معلومات او ډیپلوماسي دي، نه نظامي یرغل او اشغال.
که امریکا بېرته راوګرځي، دا وار به جګړه نه وي، سیالي به وي
د افغانستان پر راتلونکې د شنننې یوه عامه تېروتنه دا ده چې د امریکا احتمالي بېرته راتګ یوازې د نظامي حضور له زاویې کتل کېږي. په داسې حال کې چې د امریکا بهرنۍ تګلاره بدله شوې او واشنګټن د دې پر ځای چې پر پراخ پوځي حضور تکیه وکړي، هڅه کوي خپلې امنیتي او ستراتیژیکې موخې په کم لګښت او د بېلابېلو وسیلو له لارې وڅاري.
په کابل کې د ایمن الظواهري په نښه کول د دغه بدلون یوه بېلګه وه. دا عملیات د امریکايي ځواکونو له پراخ حضور پرته شوي او څرګنده یې کړه چې ټيکنالوژي، استخباراتي شبکې او کره عملیات تر ډېره د جګړې د دودیزې بڼې ځای نیولی دی.
له همدې امله، که امریکا په راتلونکې کې په افغانستان کې د خپلې ونډې د زیاتولو پرېکړه وکړي، ښايي دا حضور د استخباراتي همکاریو، ډیپلوماسۍ، اقتصادي فشارونو، محدودو ترهګرۍ ضد عملیاتو او له سیمهییزو لوبغاړو سره د تعامل بڼه ولري، نه پراخ پوځي حضور.
په دې منځ کې بیا د افراطي ډلو رول لا هم ارزښت لري. له ۲۰۰۱ کال وروسته د امریکا د حضور یوه اصلي موخه دا وه چې افغانستان د هغو ډلو پر پناهځای وانه وړي چې د امریکا او متحدانو امنیت یې ګواښي. سره له دې چې طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارېږي، د داعش خراسان څانګې په څېر ډلو فعالیت لا هم د نړیوالې ټولنې جدي اندېښنه ده. که په راتلونکې کې دا ګواښ پراخ اړخونه پیدا کړي، ښايي د واشنګټن لیدلوری هم واوړي؛ که څه هم دا بدلون به تر ډېره د یوې تازه جګړې د پیل مانا ونه لري.
بل مهم عامل، د امریکا او چین مخ پر زیاتېدونکې سیالي ده. نن افغانستان تر دې چې یوازې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له اړخه ارزښت ولري، د سترو زبرځواکونو د جیوپولیټیکې سیالۍ یوه برخه ګرځېدلی دی. د کانونو سرچینې، جغرافیایي موقعیت او له منځنۍ اسیا او د چین له لوېدیځې سیمې سره ګاونډیتوب، دا هېواد د سیمهییزو معادلو مهم ټکی ګرځولې دی. له همدې کبله، واشنګټن په افغانستان کې د چین یا روسیې د نفوذ زیاتوالی په غور څاري، که څه هم دا په یوازې سر د امریکا نظامي بېرته ستنېدو لپاره بسنه نه کوي.
بګرام اډه لا هم د امریکا په سیاسي چاپېریال کې سیمبولیک ځای لري. ډونالډ ټرمپ څو وارې له دغې اډې څخه د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې او دا یې د سیمې د بدلونونو په ځانګړې توګه له چین سره د اړیکو په تړاو، د څار لپاره مهمه بللې ده. خو د یوې سیاسي طرحې د مطرح کولو او عملي کولو ترمنځ ډېر واټن شته او ګڼ امریکايي شنونکي باوري دي چې بګرام ته بېرته ستنېدل، له طالبانو سره له هوکړې او د سیمې هېوادونو له منلو پرته، له عملي او سیاسي پلوه ستونزمنه چاره وي.
بل اړخ ته، د ۲۰۰۱ کال پرتله د سیمې وضعیت هم بدل شوی. چین، روسیه، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه هر یو په افغانستان کې خپلې ځانګړې ګټې څاري او لرې ښکاري چې په خپل ګاونډ کې د امریکا له پوځي اډې سره موافقه وکړي. همدا چاره، په پراخه کچه د نظامي بېرته ستنېدو سناریو له جدي خنډ سره مخ کوي.
دغو تحولاتو ته په کتو، د امریکا او افغانستان د راتلونکو اړیکو لپاره درې احتمالي سناریوګانې انځورېدای شي.
لومړۍ سناریو د اوسني وضعیت دوام دی؛ یعنې امریکا له پراخ پوځي حضور پرته، د ډیپلوماتیکو فشارونو، بشردوستانه مرستو، استخباراتي همکاریو او محدودو عملیاتو له لارې د افغانستان پرمختګونه څاري. دا سناریو د امریکا د بهرنۍ تګلارې له اوسني بهیر سره همغږې ښکاري.
دویمه سناریو له چین او روسیې سره د سیالۍ د زیاتېدو له امله د امریکا د رول پراخېدل دي. که افغانستان د سترو زبرځواکونو د سیالۍ پر مهم ډګر واوړي، ښايي واشنګټن له پراخ نظامي حضور پرته، خپل نفوذ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي لارو له لارې زیات کړي.
درېیمه سناریو، چې د رامنځته کېدو اټکل یې کم دی، د یوه ستر امنیتي کړکېچ په غبرګون کې د امریکا محدود نظامي بېرته ستنېدل دي؛ د بېلګې په توګه، که یوه فراملي ډله وتوانېږي افغانستان د امریکا یا یې د متحدانو د ګټو پر ضد د مستقیم ګواښ پر مرکز بدل کړي. ان په داسې شرایطو کې هم لرې ښکاري چې د ۲۰۰۱ کال د نظامي مداخلې بڼه بیا تکرار شي.
په پایله کې بیا هغه څه چې په ډاډ ویل کېدای شي، دا دي چې د سیالۍ بڼه بدله شوې ده. که امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې فعال رول ولوبوي، دا به د دې پر ځای چې په ټانکونو او نظامي لشکرکشۍ تعریف شي، د معلوماتو، ټيکنالوژۍ، اقتصاد، ډیپلوماسۍ او جیوپولیټیکې سیالۍ له لارې مانا ومومي.
افغانستان لا هم د سیمهییزو او نړیوالو زبرځواکونو د ګټو په تقاطع کې راګیر دی او لرې ښکاري چې کوم لوبغاړی به د اوږدې مودې لپاره دغه هېواد له خپلو ستراتیژیکو محاسبو وباسي. خو د افغانستان ستراتیژیک ارزښت او د امریکا د نظامي بېرته ستنېدو ترمنځ باید توپیر وشي. د دغه هېواد ارزښت نه انکارېدونکی واقعیت دی، خو له دې ډېر په اوتومات ډول دا پایله نه شي ترلاسه کېدای چې واشنګټن به بېرته پخوانۍ لار غوره کړي.
په پای کې، د افغانستان راتلونکی یوازې د امریکا، چین یا روسیې له پرېکړو سره تړلی نه دی. هغه څه چې تر ډېره به د دغه هېواد برخلیک وټاکي، د بهرنیو اړیکو په مدیریت، ثبات رامنځته کولو، د ملي ګټو تعریف او زبرځواکونو له سیالو څخه د هېواد په پرمختګ کې د کورنیو لوبغاړو وړتیا ده. که افغانستان وکړای شي له دغې سیالۍ د پانګونې د راجلبولو، اقتصادي پراختیا او د ثبات د پیاوړتیا لپاره ګټه پورته کړي، نو دا سیالي د هېواد د راتلونکې لپاره پر فرصت اوښتی شي؛ خو که بیا د بهرنیو زبرځواکونو د تقابل پر ډګر بدل شي، نو بیه به یې یوازې افغانان پرې کوي.
ستر زبرځواکونه ځي راځي، خو هغه څه چې اوږده موده به د افغانستان راتلونکی ټاکي، تر ډېره د افغانانو خپله اراده ده چې پایدار بنسټونه جوړ کړي، ملي اجماع رامنځته کړي او ګډې ګټې تعریف کړي. ښايي د تېرې نیمې پېړۍ مهم درس همدا وي؛ هېڅ بهرنی لوبغاړی، څومره هم چې ځواکمن وي، نه شي کوای د افغانستان د راتلونکې په جوړولو کې د کورني مسوولیت او ارادې ځای ونیسي.





