۸صبح، کابل: د بريتانیا د استخباراتو رییس (MI۶) په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان د طالبانو د نفوذي کسانو د هڅو په پایله کې سقوط نه دی کړی.
دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې وال سټریت ژورنال رپوټ ورکړی چې کابل او د افغانستان نور ښارونه، د طالبانو د پټو مامورینو له خوا چې په دولتي بنسټونو او شرکتونو کې یې نفوذ کړی و، له د ننه څخه نیولي وو.
د (MI۶) رییس ریچارد مور د سه شنبې په ورځ د لیندۍ په نهمه نېټه بي بي سي ته ویلي چې نفوذي عواملو او اطلاعاتي ماتې د افغانستان مخکینی دولت نه دی سقوط کړی.
مور باوري دی چې د مخکیني نظام سقوط سیاسي لاملونه لري. له بلې خوا، هغه اعتراف کړی چې له افغانستانه د امریکايي او بریتانیايي ځواکونو په بیړه وتل چې د افغانستان پر ډېری ښارونو د طالبانو د واکمنېدو لامل شول، یوه تېروتنه وه.
د ام ای ۶ رییس زیاته کړې چې هېڅ یوه لوېدیځ هېواد په دومره چټکۍ د کابل د سقوط اټکل نه و کړی.
مور ویلي: «صادقانه ووایم، که مو د طالبانو د شورا ټول غړي جذب کړي وای، که مو هر یو یې د یوه پټ مامور په توګه ګمارلی وای، بیا مو هم د کابل د سقوط اټکل نه کاوه، ځکه طالبانو دا کار نه دی کړی.»
پوځي کارپوهان هم په دې اند دي چې مخکینی نظام د غني د سیاسي مخالفینو د فعالیت، د دوحې د تړون او له وخته مخکې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په پایله کې سقوط شوی دی.
د ویلو ده چې طالبانو د روان کال د زمري په ۲۴مه نېټه مخکینی سقوط کړ. هېوادوال تر ډېره مخکینی ولسمشر د نظام د سقوط لامل بولي او باوري دي چې تېر حکومت د سیاسي معاملې په پایله کې سقوط شوی دی.