محمد اشرف غني تر اوږده سکوت وروسته، یوې تلویزیونې مرکې ته حاضر شو. مرکه لنډه وه. د بریتانیا د پوځي ځواکونو پخواني مشر سر نیک کارټر چې له غني سره مرکه چمتو کړې وه، د اصلي ستونزو او مسایلو په هکله يې له هغه څه ونه پوښتل. غني د افغانستان د پرځېدو د وروستۍ ورځې په هکله خبرې وکړې او د هغو بدو ورځو ټول مسوولیت یې پر نړیوالو شریکانو وغورځاوه. پخواني ولسمشر غني واک ته د رسېدو، د خپل سیاست تر ټولو لويو تېروتنو او د افغانستان له بېلابېلو قومونو سره د تعامل، څو بې تجربو کسانو ته د هېوادنیو چارو سپارل، له سیاسي اجماع سره د مخامخېدو او په پایله کې چې د اګسټ پر ۱۵ هر څه د هغه له واکه ووتل، د یادو موضوعاتو په اړه څه ونه ویل. غني د جمهوري ریاست د دوران په شان، دروغ او عوام فرېبه خبرې وکړې.
غني په دې مرکه کې د افغانستان د سقوط یو علت پر نړیوالو شریکانو باور کول یاد کړل؛ خو واقعیت دا دی، چې د هېواد چارې يې په خپل لاس کې وې. هغه ټول نظامي چارواکي پخپله ګومارل او له دندې ګوښه کول. د هېواد د نظامي او امنیتي ځواکونو اعلی سرقومندان و. د فرمان د صدور او د جګړې د پرې کولو واک يې درلود او د اساسي قانون پر اساس، د هېواد ارضي تمامیت ساتنه او د نظام ساتنې مسوولیت تر نورو ډېر ده ته ورګرځېده. په دې ترتیب د نړیوالو همکارانو ناوړه لوبه به د سقوط لامل وي؛ خو غني د هېواد لومړی مالک او مسوول و او باید په روڼ ډول يې حکومت کړی وای او په وروستیو ورځو شپو کې یې هم سرښندنه کړې وای. خلک غواړي وپوهېږي، چې له بګرام هوايي ډګره د بهرنیانو د وتلو او د غني د تګ ترمنځ توپير څه دی.
کله چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو بحث راپورته شو، هغه د سي اِن اِن، له تکړه سیاستوال او مجري فرید زکریا سره په مرکه کې وویل، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو طرحه يې د هغه هېواد د لګښتونو د کمولو لپاره ده پخپله ورکړې ده. تر سقوط څو میاشتې مخکې خوست ته لاړ، هلته یې په وینا کې وویل، چې امریکايایانو ته يې پخپله وویل، چې هېواد پرېږدي. غني پخپله ویل، د هېواد هوايي ځواکونه په یوازې ځان د افغانستان د ساتنې وړتیا لري. خو اوس چې غږ یې ټول ولس ته رسېدلی، کوښښ کوي، د افغانستان سقوط د امریکایانو د وتلو له کبله وبولي.
غني په دې مرکه کې د ده د دوران پر مهال د سقوط په هکله چې د ناسمو سیاستونو په علت راپېښ شو، خوله هم نه چوله کوي. دا به ومنو، چې د سقوط یو عامل د دوحې توافق او د حکومت څنډې ته پورې وهل او له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل و؛ خو اصل عامل يې د غني سیاستونه و. غني د هېواد له مخورو سیاستوالو سره خپله رابطه پرې کړه. هغه د یوه عصباني څېرې په توګه، په تقلب د افغانستان د قدرت واګې ترلاسه کړې. په ټوله دوره کې يې داسې چارې ترسره کړې، چې د ملي باور د ماتې لامل کېدې. هغه هېڅکله د سیاسي اجماع او د طالبانو پر وړاندې د ملي جبهې د تشکیل لپاره کوښښ ونه کړ. هغه ځینې بې تجربې ځوانان له بهر څخه هېواد ته راوغوښتل او لویې سیاسي او نظامي چارې يې ور وسپارلې؛ خو هغوی د سیاسي او نظامي مسایلو په هکله ښه نه پوهېدل. د غني یوه ناوړه کار دا وه، چې ده هېواد نظامي او امنیتي ځواک مشري يې داسې یوه ځوانکي ته ورکړه، چې د سقوط پر ورځ تر بل هر چا ډېر وېرېدلی و. د غني په خبره، «ډاکټر محب په رښتیا وېرېدلی و. ما ته يې تر دوو دقیقو زیات وخت رانه کړ.»
د غني کوچنۍ ډلې چې هر څه يې انحصار کړي وو، کار يې د ښې حکومتولۍ او له دښمانو سره د جنګ پر ځای د غني د رقیبانو ځورول او د پيسو ټولول و. په دې دلیل، د سقوط اصلي عامل د غني زیات طلبي، انحصار او د قومپالنه وه او په همدې علت د رامنځته شوي ناورین اصلي مسوولیت غني ته ورګرځي.
پر کابل د طالبانو تسلط په یوه ورځ رامنځته نه شو. د دوحې تر توافق مخکې، طالبانو کندوز ولایت دوه ځلې سقوط کړ. بیا یې غزني ونیوه او یو ځل يې د هلمند ښار امنیتي حوزې هم نیولې وې. د یادونې وړ ده، چې غني د غزني تر سقوط څلور ورڅې وروسته هم د هغه ولایت د سقوط په اړه معلومات نه درلودل. د سیاسي اختلافاتو، بې عدالتیو له کبله چې په راس کې يې غني و، ولس د هغه له حکومته مخ اړولی و. طالبانو دا خبره ښه درک کړې وه او له همدې موضوع يې استفاده وکړه.
غني حتی د سیاستوالو او طالبانو ترمنخ د نسبتاً ښه توافق فرصت هم له خلکو واخیست. هغه که لږه زړورتیا درلودای او تښتېدلی نه وای، ښايي نسبتاً ښه توافق ته لار برابره شوې وای، ځکه طالبانو د سقوط پر ورځ ویلي و، چې کابل ته نه دننه کېږي او د توافق تر کېدو پورې امنیتي ځواکونه د کابل ښار د امنیت مسوولیت لري. خو غني بې له دې چې کابینه له خپل نیته خبره کړي، هېواد پرېښود.