۸صبح، کابل: فرانسې خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې میانمار او افغانستان به د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع هغه پرېکړهلیک ته چې پر اوکراین د روسیې برید غندي، په ملاتړ رایه وکاروي.
دې سره افغانستان او میانمار پر اوکراین د روسي ځواکونو بریدونه غندي.
د ملګرو ملتونو پرېکړهلیک چې یوه کاپي یې فرانسې خبري اژانس ته رسېدلې ښيي، چې هغې کې د روسیې د اټمي ځواکونو د تیارسئ پرېکړه غندل شوې ده.
دغه پرېکړه لیک کې له روسیې غوښتل شوي، چې په بېړه له اوکراینه خپل سرتېري وباسي او د کیف حکومت ته درناوی وکړي.
د عمومي مجمعې دوه پر درېیمه برخه د دغه پرېکړه د تصویب په موخه باید مثبته رایه وکاروي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان او میانمار استازي داسې مهال خپله رایه کاروي، چې له خپلو اوسنیو چارواکو استازولي نه کوي.
هغوی د خپلو پخوانیو حکومتونو استازي دي، چې څو میاشتې وړاندې وپرځېدل.
سره له دې چې کابل او د میانمار پوځي واکمنو خپل سفیران ملګرو ملتونو ته ور وپېژندل؛ خو هغوی د دغه سازمان د غړو له لوري په رسمیت ونه پېژندل شول.
د فرانسې خبري اژانس معلومات ښيي، چې افغانستان او میانمار د دغه پرېکړهلیک ګډ پلویان دي او د منفي یا ممتنع رايی پرځای، د مثبتې رایې هوډ لري.
د عمومي مجمع پرېکړهلیک د امنیت شورا له لوري د تصویب شویو پرېکړهلیکونو خلاف غیرالزام اوره ده؛ خو هغې کې د قوي رایې اچونې له کبله به روسیه په نړیواله کچه انزاو لور ته بوځي.
د یادونې وړ ده، چې دا پرېکړهلیک د اروپايي هېوادونو له لوري له اوکراین سره په همغږۍ جوړ شوی دی.
ملګرو ملتونو کې د ۱۹۳ هېوادونو له ډلې شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو له دغه پرېکړهلیک څخه ملاتړ کړی؛ هغه پرېکړهلیک چې روسیې د خپلې ويټو حق له مخې له هغې مخنیوی کړی دی.
فرانسې خبري اژانس ویلي، چې مسکو نه شي کولای د ناستې په موده د ونزویلا پر ملاتړ بسنه وکړي، ځکه د روسیې د دغه ملاتړي هېواد رایه له څو کالو راهیسې ځنډېدلې ده.
د معلوماتو له مخې د دې چارې لامل ونزویلا د ملګرو ملتونو پوروړی دی، چې دمګړۍ ۴۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې دي.