۸صبح، کابل: د نړیوالې ټولنې د نقدي مرستو په دوام کې یوه بله ۴۰ میلیون ډالري بسته کابل ته رسېدلې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۴۰ میلیون ډالري نقدي مرستو یوه بسته شنبه د مرغومي پر ۲۴ کابل کې یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.
په دې وروستیو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د ویاند له قوله د نقدي بشردوستانه مرستو د ځنډېدو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۴۰ میلیون ډالري نقدي مرستو وروستۍ بسته د روان کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۳ نېټه افغانستان ته رسېدلې وه.