۸صبح، کابل: سرچینې وايي چې دوه ورځې مخکې په تهران کې ناڅرګندو کسانو د احمد فیصل په نوم یو افغان تښتولی دی.
سرچینو یکشنبه د وږي پر ۲۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې فیصل د سرپل ولایت دی او انسان تښتوونکو یې د خلاصون په بدل کې ۵۰ زره امریکايي ډالر غوښتي دي.
د احمد فیصل کورنۍ د نوموړي د موندلو لپاره هڅې کوي، خو تر اوسه ایراني حکومت د هغه د خلاصون لپاره څه نه دي کړي.
احمد فیصل خپل وروستی ځای چې ورور ته یې استولی و، په تهران کې «باغچه عمو وحید» په نوم سیمې ته نږدې و.
هغه انځورونه چې انسان تښتوونکو د احمد فیصل کورنۍ ته استولي، پکې لیدل کېږي چې کلک وهل ډبول شوی دی.
یوه ویډیو چې ۸صبح ورځپاڼې ته استول شوې، د یو کس غږ چې ایراني لهجه لري، اورېدل کېږي او د احمد فیصل کورنۍ ګواښي او د پیسو لپاره پرې فشار راوړي.
په دغې ویډیو کې د احمد فیصل د شکنجې ګواښ هم اورېدل کېږي.
د احمد فیصل کورنۍ اندېښمنه ده او له ایراني او طالب چارواکو غواړي چې د نوموړي د ځای د موندلو او ازادۍ لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.





