ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په نیویارک کې د امریکا او ایران له منځګړو سره وګوري.
الجزیرې دوشنبه د سپټمبر پر ۲۸مه راپور ورکړی چې عراقچي له یوه ایراني پلاوي سره یو ځای له منځګړو سره لیدلي او دواړه غاړې به د وروستیو وړاندیزونو او لیدلورو په اړه وګوري.
یو قطري پلاوی هم په امریکا کې دی او تېره اوونۍ یې د اقتصادي مرستو په بدل کې د هرمز تنګي د پرانېستلو اړوند د ایران وړاندیز امریکايي چارواکو ته لېږدولی دی.
ایسنا خبري اژانس ویلي چې منځګړي او ایرانی پلاوی به پر وروستیو وړاندیزونو او اوسنیو دریځونو بحث وکړي.
د ایران تسنیم خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د مخامخو خبرو پلان نه شته.





