د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو او سیاسي استازولیو د پرانیستې د هڅو پر مهال، د متحده عربي اماراتو پر ابوظبۍ ښار مرګوني برید د اسیا په لوېدیځ او فارس خلیج کې نوی کړکېج رامنځته کړ.
تر برید وروسته په دې هکله کلک غبرګونونه وپارېدل او د سیمې او نړۍ هېوادونو د دغه برید په غندلو سره ګوته ایران او حوثي اورپکو ته ونیوله.
ایران ډېر کله د عربي هېوادونو په ځانګړې توګه د سعودي عربستان له خوا حوثیانو ته د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په برابرولو او ملاتړ تورن شوی؛ خو ایراني چارواکو د دغو وسلو د لېږد خبره رد کړې ده.
عربي متحده امارات د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان په مشرۍ د نظامي ایتلاف مهم غړی دی. دغه هېواد خبرداری ورکړی، چې حوثیان باید د برید ځواب ته په تمه شي. عربي رسنیو د فارس خلیج عرب هېوادونو کې هم یمني حوثيان پړه بللي او په تړاو يې کلک غبرګونونه درلودلي دي.
بلخوا ایراني رسنۍ له دغه بریده بل روایت لري او ان د ایران اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو ته نژدې رسنۍ فارس خبري اژانس دا برید «د ابوظبۍ پر وړاندې د صنعا تنبیهي عملیات» او «په ابوظبۍ کې د یمنیانو لویو عملیاتو» نومونه ورکړي دي.
لکه د حوثي اورپکو له خوا د عربستان په خاروه کې د «ارامکو» پر نفتي تاسیساتو برید چې پراخ رسنيز پوښښ یې لاره، همداشان پر ابوظبۍ برید هم زیات رسنیز شو، په ځانګړې توګه سپاه پاسدارانو ته نژدې رسنیو دغه برید ته ډېره هوا ورکړه.
د ایران سیاسي او نظامي چارواکو د فارس خلیج حوزې عربي هېوادونو دریځونو ته په کتو سره ویلی شو، چې د دواړو اړخونو له خوا «نیابتي جګړه» احساسېږي. له یوې خوا پر دې برید ایران خوښ دی، له بلې خوا عربي هېوادونه د غچ اخیستلو خبره کوي.
د ایران او عربانو ترمنځ نانندرۍ یوازې په حوثي یاغیانو او د یمن په سیاسي تحولاتو پورې نه شو تړلی، پر دغه اختلافاتو سلګونه کاله اوړي او په ایران کې د اسلامي حکومت په راتګ سره هم دا اختلافات هوار نه شول.
د پهلوي حکومت پر مهال ایران او عربان سره نښتي و. ان خبره دې ته ورسېده، چې د پهلوي حکومت پر مهال د ایران سلطنتي ځواک د پولې په سر د عراق حکومت د اقداماتو پر وړاندې نظامي غبرګون وښووه.
د ایران له اسلامي انقلاب وروسته له اسراییلو سره د ایران او عربستان له ګډې دښمنۍ سره بیا هم د ایران او عربانو ترمنځ اختلافات کم نه شول، ان زیات هم شول او په پایله کې د ایران او عراق ترمنځ اته کلن جنګ ونښته، چې میلیونونه کسان پکې مړه او ټپیان او په میلیاردونه ډالر مالي زیان يې دواړه اړخونو ته واړاوه. د وروستیو کلونو په لړ کې د ایران اسلامي حکومت نظامي تحرکاتو او هسته يي پروګرام عرب هېوادونه اندېښمن کړي دي.
د ایران او عربانو ترمنځ د تضاد یو بل ټکی د ایران سیمه ییز سیاست او په لبنان، سوریه، عراق، یمن او ځینو نورو هېوادونو کې د شبه نظامي ډلو ملاتړ بلل کېږي. د ایران له خوا د لبنان حزب الله ډلې مالي او وسله وال ملاتړ او په عراق کې د شبه نظامیانو ملاتړ د دغو اختلافاتو بل ټکی بلل کېږي.
د عربي هېوادونو له نظره، د ایران له خوا د شبه نظامي ډلو ملاتړ او د سوریې، عراق، لبنان او یمن په کورنیو چارو کې لاسوهنه د سیمې او د دغو هېوادونو د بې ثباتۍ لامل شوي دي.
بلخوا ایران بیا په عربي هېوادونو کې د امریکا متحده ایالاتو حضور او د دغو هېوادونو نظامي ملاتړ د بې ثباتۍ دلیل یادوي.
د فارس خلیج عرب هېوادونو په ځانګړې توګه عربستان په بیا بیا په سیمه کې د ایران پر سیاست نیوکه کړې او د حزب الله وسله وال او مالي ملاتړ او په عراق کې د شبه نظامیانو ملاتړ یې د منلو وړ نه دی بللی.
ایران اسلامي جمهوريت د سپاه پاسدارانو په لاس په عربي هېوادونو کې د شبه نظامیانو پر ایجاد، تمویل او تجهیز په میلیاردونه ډالر لګولي او همداراز ښکارېږي، چې ملاتړ به يې پرې هم نه ږدي.
د ایران سیمه ییز سیاست او د شبه نظامیانو ملاتړ دغه هېواد ته درانه زیانونه اړولي او د امریکا له خوا تحریمونو هم ایران له پښو غورځولی دی. دا ټول تحریمونه د همدغه سیمه ییز سیاست او شبه نظامیانو د ملاتړ په وجه رامنځته شوي دي.
که څه هم په څو وروستیو کلونو کې، د سپاه پاسداران قدس ځواکونو پخواني قوماندان قاسم سلیماني له وژلو وروسته سیمه ییز تحولات د ایران په ګټه نه دي اوښتي، خو ظاهراً ښکاري چې نړیوالو فشارونو هم ایران له خپله دریځه نه دی په شا کړی.
ایران اسلامي جمهوريت د سوریې جګړې ته په کتو سره دغه هېواد ته لویه بریا شمېرل کېږي، په لبنان کې د حزب الله په ملاتړ او په یمن کې د حوثیانو په ملاتړ سره کوښښ کوي، چې د دغه هېواد امنیتي – سیاسي تحولات په خپله ګټه واړوي.
بلخوا، که څه هم په یمن کې ورانوونکي او خونړي جنګ د عربي هېوادونو د دغه بېوزلي هېواد اقتصاد نابود کړی، خو عربي هېوادونه هم نه غواړي، چې د لويې او مهمې جګړې بایلونکي یا د ایران د نیابتي جګړې بایلونکي شي.
د سیمې عرب هېوادونه د سعودي عربستان په مشرۍ د نظامي ایتلاف په چوکاټ کې چې عربي متحده امارت يې هم غړی دی، د یمن د رسمي حکومت د ځواکونو په ملاتړ، نه غواړي چې د یمن معادله د ایران او حوثي یاغیانو په ګټه واوړي.
د ایران او عربانو د سختو سیالیو او نیابتي جګړې ترمنځ، له ایران سره د عربستان د اړیکو پر عادي کولو خبرې روانې دي. د ابوظبۍ پر خاوره د حوثي یاغیانو د بې پلوټه الوتکې برید د سیمې وضعیت پېچلی کړی دی.
دا برید د سیمې او نړۍ هېوادونو له سخت غبرګون سره مخ شو او د ایران او عربانو ترمنځ نیابتي جګړې ته یې پوکی ورکړ. د دغې نیابتي جګړې پای نه دی نه معلوم او لا هم په ډاګه نه ده، چې تر کوم وخته به دوام وکړي.