ځينې داغونه د وخت په تېرېدو سړېږي، خو د اګست پنځلسمه مو هر کال د لومړۍ ورځې په ځېر هډوکي سوځوي. د اګست پنځلسمه یوازې د کابل د سقوط ورځ نه وه؛ هغه ورځ وه چې د یوه ملت روان یې مات کړ، غرور یې راته تر پښو لاندې کړ او یو هېواد یې ژوندی ښخ کړ. داسې ورځ چې کلونه منډې، زدهکړې، زحمتونه او هیلې یې راته د ناولې او پردې ترشا معاملو کې د تاریخ په ارزانه بیه وپلورلې.
پر هغې ورځې نړۍ د ټلویزیونونو له سړو پردو ولیدل چې څنګه بېدفاع انسانانو، په تشو لاسونو او له وېرې ډکو زړونو، د الوتکو پر فلزي څرخونو منګولې لګولې. نړۍ ولیدل چې څنګه مو ځوانان د کابل له اسمانه ځمکې ته راولوېدل. خو چا ونه غوښتل پوه شي چې هغه کسان چې د الوتکو له څرخونو او وزرونو ځوړند و، له خپل وطنه نه تښتېدل. هغوی له هغې خاورې، له هغو غرونو او له هغو کوڅو سره مینه لرله. هغوی له جهالته تښتېدل؛ له تور سیوري تښتېدل. د الوتکې له وزرونو ځوړندېدل د هغو انسانانو وروستۍ ترخه چیغه وه چې په اسمان کې یې ناڅاپي مرګ، د تورو بیرغونو تر سیوري لاندې له تدریجي مرګه غوره باله.
د افغان ښځو او نجونو لپاره، هغه ورځ د هغې نړۍ پای و چې په ډېرو زحمتونو او قربانیو یې جوړه کړې وه. طالبان راغلل او لومړنی کار یې دا و چې د ښځې له موجودیت سره جګړه اعلان کړي. ښوونځي او پوهنتونونه یې وتړل، قلم یې له لاسونو راڅخه واخیست، پر خوبونو یې راته توره کرښه راکش کړه او د بااستعداده نجونو یو نسل یې د کور په څلورو دېوالونو کې بندیوانې کړې. څنګه شونې ده د هغې نجلۍ درد بیان شي چې یوازې د ښځې په توګه په جرم یې خپله ټوله راتلونکې د سترګو پر وړاندې پر پر شوه؟
کاش درد یوازې همدا وای. ریښتینی کابوس هره ورځ په کوڅو کې ګرځېده؛ امر بالمعروف، له هغو وېروونکو سیورو سره چې له کرکې او سپکاوي ډکو سترګو، د ښځې پر تګ راتګ، لباس، د قدمونو پر غږ او ان د هغې پر موسکا یې څار کاوه. تر هغې چې په افغانستان کې وم، هر وار به چې له کوره وتلم، زړه به مې د دغو ناپوهو د ځورونې او سپکاوي له وېرې خولې ته راتللو. امر بالمعروف هغه قمچینه وه چې هره ورځ زموږ پر روح او غرور راکښته کېده، څو یادونه راته وکړي چې په خپله خاوره کې د ساه اخیستلو حق نه لرو.
زه، مستوره زیبا، په هغې خاوره کې چې ریښه لرم، له ټولو کړاوونو سره سره مې زده کړې وکړې، لویه شوم او د خپلې راتلونکې د جوړولو لپاره مې زرګونه ارمانونه لرل. هېڅکله به هغه کسان ونه بښم چې ارمانونه یې راڅخه وتروړل، هویت یې راته زیانمن کړ او نن یې زه له کوره لرې، بېوطنه او په پردیسۍ کې لالهانده کړې یم.
نن موږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خواره واره یو؛ په پردیو خاورو او هغو هېوادونو کې چې نه یې ژبه زموږ د احساساتو ژبه ده، نه یې کلتور زموږ د کور تودوخه لري او نه یې کوڅې د وطن بوی لري. موږ خپل جسم وژغوره، خو خپل روح مو د کابل په هماغو کوڅو کې پرېښود.
طالبان او ملاتړي یې ښايي د ټوپک په زور او معاملو پر جغرافیې واکمن شوي وي، خو هېڅکله نه دي توانېدلي او نه به کله هم وتوانېږي چې پر روح، غرور او ازادۍ مو حکومت وکړي. دا تیاره تلپاتې نه ده؛ پر هغې ورځې چې د دې خاورې نجونې یو ځل بیا د ازادۍ چیغه پورته کړي، دا توره بدمرغي به ړنګه شي او رڼا به بېرته کورونو ته راوګرځي.





