۸صبح، کابل: د امریکا ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو دفاع وکړه. نوموړي وویل، له افغانستانه تر وتلو وروسته له سختو نیوکو سره مخ شوی، خو هېڅکله به هم بښنه ونه غواړي.
بایډن چهارشنبه د مرغومي پر ۲۹ د خپل حکومت د یو کلنې کلیزې په مناسبت یو خبري کنفرانس ته وویل، په افغانستان کې له ۲۰ کلن حضور وروسته یې د وتلو لپاره کومه اسانه لار نه لرله.
بایډن دې خبري ناسته کې وویل: «که فکر کوئ، چې کولای شئ افغانستان د یو واحد دولت لاندې یو موټی کړئ، خپل لاس پورته کړئ.»
بایډن یو ځل بیا خپلې پخوانۍ خبرې تکرار کړې او زیاته یې کړه، چې رښتیا هم افغانستان د «امپراتوریو هدیره» ده او دا هېواد د «یووالي استعداد» نه لري.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه، افغانستان کې یې د ځواکونو د یوې اوونۍ لګښت یو میلیارد ډالر و او مسالمتآمیزه حللاره ممکن نه وه.
نوموړي د هغو قربانیانو په تړاو چې له افغانستانه د امریکا د وتلو پر مهال ووژل شول، خواخوږي وښوده. له افغانستانه د امریکا د وتلو پر مهال د داعش له لوري پر کابل هوايي ډګر برید وشو، چې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون يې ۲۰۰ ملکي افغانان ووژل.
د امریکا ولسمشر د ډونالد ټرمپ دولت د دغه وضعیت پړ وباله او اګسټ میاشت کې یې د تخلیه له عملیاتو دفاع وکړه.
هغه زیاته کړه، که امریکايي ځواکونو يې له افغانستانه بهر کړي نه وای، باید نور ځواکونه یې هم لېږلي وای.
بایډن زیاته کړه، هغه څه چې په افغانستان کې د طالبانو له بېکفایتۍ رامنځته کېږي، خپه دی، خو ټينګار یې وکړ، چې د نړۍ ګوټ ګوټ کې زیات څيزونه شته او موږ نه شو کولای هره ستونزه حل کړو.
امریکا افغانستان کې له ۲۰ کلن حضور وروسته تېر کال اګست کې له افغانستان ووتله. طالبانو د همدې میاشتې په ۱۵ د ولسمشرۍ ماڼې واګې واخیستې او پخوانی ولسمشر هېواد پرېښودو ته اړ شو.